د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۰

د اتریش خونړۍ پېښه؛ ۹ تنه د یوه بریدګر له خوا په یوه ښوونځي کې وژل شوي


د اتریش په جنوب ختیځ کې په یوه ښوونځي باندې د یوه پخواني زده کوونکي له خوا په برید سره ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ګراز ښاروالې ایلکه کهر د اتریش خبري اژانس ته ویلي چې نهه کسان وژل شوي. بریدګر وروسته خپل ژوند هم اخیستی دی.

په ګراز او په اتریش کې داسې پېښې بې سارې بلل کېږي.

په دې برید کې ګڼ خلک سخت ټپیان شوي هم دي او روغتونو ته رسول شوي.

د اتریش صدراعظم کریسټین سټوکر دا برید "یوه ملي تراژیدي وبلله چې ټول هیواد یې کلک ولړزاوه."

د اتریش صدراعظم کریستین سټوکر او د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر
د اتریش صدراعظم کریستین سټوکر او د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر
«د هغه درد او غم لپاره هیڅ کلمې نشته چې موږ ټول - ټول اتریش – یې همدا اوس احساس کوو»
د اتریش صدراعظم

د اتریش ولسمشر الکساندر وان ډیر بیلن وویل چې "دا وحشت په الفاظو کې نه شي بیانیدلی."

وژل شوي « هغه ځوانان وو چې خپل ټول ژوند یې مخکې درلود. یو ښوونکی چې د دوی په سفر کې ورسره ملګری و،»

پولیسو وویل چې تورن بریدګر یوازې عمل کړی او د هغه انګېزه نامعلومه ده.

د اتریش رسنیو راپور ورکړ چې مشکوک بریدګر یو ۲۲ کلن پخوانی زده کوونکی وو.

د اروپايي هېوادونو مشرانو په دې پېښې ژوره خواشیني ښوولې ده.

د اروپايي ټولنې لوړ پوړې ډیپلوماتې کایا کالاس ویلي دې پېښې سخت ټکان ورکړ. هغې په خپله ایکس پاڼه په بیان کې زیاته کړې: « هر ماشوم باید په ښوونځي کې خوندي احساس وکړي او د ویرې او تاوتریخوالي څخه پرته زده کړه وکړي.»

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسولا وان دیر لاین ویلي: "د ګراز خبرونه مې زړه ماتوي."

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني تر دغه "غمجن خبر" وروسته د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د قربانیانو د کورنۍ ځینې غړي
د قربانیانو د کورنۍ ځینې غړي

په اتریش کې چې د نړۍ په لسو خوندي هېوادونو کې حسابیږي داسې بریدونه کمساري بلل شوي.

په ښوونځیو کې وسله والې حملې په ټوله کې د امریکا متحده ایالاتو په پرتله په اروپا کې ډیرې غیر معمولي دي مګر په وروستیو کلونو کې د اروپا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د بریدونو پېښې زیاتې شوي چې اکثر یې د چارواکو په خبره له ترهګرۍ سره تړاو نه لري.

د فرانسې په ختیځ کې د نوجینټ په سیمه کې هم نن سه شنبه یوه بریدګر د یوه ښوونځي یو کارکوونکی په چاقو سره وژلی دی.

د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې، یو ۱۸ کلن ځوان د سلواکیا شمال ختیځ کې په یوه ښوونځي کې د لیسې یو زده کوونکی او یو ښوونکی په چړو ووژل.

د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې، یو ۱۹ کلن بریدګر د کروشیا په زاګرب کې په یوه لومړني ښوونځي کې یو اووه کلن زده کوونکی په چاقو وواهه او څو نور یې ټپیان کړل.

د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې، د پراګ په چارلس پوهنتون کې یوه وسله وال بریدګر ۱۴ کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپيان کړل.

هغه کال، یو ۱۳ کلن هلک د بلګراد په ښار کې په یوه لومړني ښوونځي کې خپل اته ملګري ټولګیوال او یو امنیتي ساتونکی په ډزو ووژل. شپږ ماشومان او یو ښوونکی یې ټپيان کړل.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG