د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، ډیر ژر به د امریکا د نه منلو وړ وړاندیز په ځواب کې د اټومي هوکړې لپاره خپله بدیله طرحه وړاندې کړي.
رویترز خبري اژانس له دې وړاندې راپور ورکړی و چې تهران د امریکا متحده ایالتونو له خوا په مې میاشت کې د اټومي پروکرام په اړه وړاندیز شوې طرحه ته منفي ځواب چمتو کوي.
اسماعیل بقايي نن دوشنبې وویل، "د اټومي پروګرام په اړه د امریکا وړاندیزونه د ایران لپاره د منلو وړ نه دي، موږ به خپله نهايي طرحه چې "معقوله، منطقي او متوازنه " ده د عمان له لارې امریکا ته وړاندې کړو".
یو پخواني ایراني ډیپلوماټ رویترز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا وړاندیزونه د هغوو اختلافاتو حل نه دی چې ایران ته د یورانیم د غني کیدو او د بندیزونو لرې کیدو ته لار هواره کړي.
د بقايي په ټکو، د ایران او امریکا ترمنځ د شپږم پړاو خبرو اترو لپاره دقیقه نیټه ټاکل شوې نه ده.
امریکا او ایران د اټومي هوکړې په اړه په عمان او ایټالیا کې پنځې دورې غیرمستقیمې خبرې اترې کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې لومړۍ دوره کې د ایران او شپږو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵کال د اټومي ټرون لغوه کړ او سخت بندیزونه یې پرې ولګول.
دغو اقتصادي بندیزونو که څه هم ایران سخت زیانمن کړ خو له دې محدودیتونو سربیره په تیرو کلونو کې ایران ډیر یورانیم غني کړي دي.