د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۵

یوه لور ته په افغانستان کې د برښنا د کمښت شکایت، بل لور ته د طالبان ډاډ


په افغانستان کې د برق پایه
په افغانستان کې د برق پایه

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تازه د بادي او لمریزې برشنا د تولید د دوه پروژو د پرانستې اعلان کړی د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې وايي چې د برښنا کمښت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل د قلعه چې سیمې یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"د برښنا د کمښت ستونزه ډېره جدې شوي ده، موږ د ورځې په اوږدو کې هیڅ برښنا نه لرو، که کومه ورځ د یو یا دوه ساعتونو لپاره پرېښودل شي، د شپې له لوري هم نوبتي برښنا وي کومه شپه تر لس یا یولسو بجو وي او کومه شپه یو یا دوه ساته وي نور په بشپړ ډول برښنا نه وي."

د افغانستان د نورو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکې هم وايي چې د دوی په سیمو کې برښنا نشته.

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي محی الدین وویل، که څه هم د بغلان په مرکز کې برښنا شته خو د دې ولایت لرې پرستو خلک د برښنا د نه موجودیت له امله له ستونزو سره مخ دي:

"د بغلان په ډېرو سیمو کې برېښنا نشته، که د برښنا ستنې وي خو کیبلونه په کې نشته، او برښنا خلکو ته نه ده رسېدلې، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، او د برېښنا سره، د خلکو ډېرې ستونزې حل کېدای شي."

دا شکایتونه په داسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت ارګ شنبه د مۍ ۳۱ مه په خپله اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برښنا دوه پروژې پرانستي دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې د بادي برښنا د ۴۳ عشاریه ۲ او لمریزې برښنا پروژه به د ۵ میګاواټه برښتا د تولید ظرفیت ولري.

په اعلامیه کې د عبدالغني برادر له قوله ویل شوي چې چې نوموړي د دې پروژې پرانستل مهمه لاس ته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې د هيواد د ملي بودجه یوه برخه هر کال د وارداتي برښتا په اخیستلو مصرفیږي.

د طالبانو تر واک لاندې د برښنا شرکت هم تازه برون په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې په تېرو دوه میاشتو کې د ننګرهار په شیخ مصري، د بلخ په دهدادي او په لغمان ولایت کې د لمریزۍ برښنا د تولید څلورمه پروژه ده چې پرانستل کیږي.

په بیان کې راغلي چې په هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو کې د برېښنا شبکې د پراخولو په لویو پروژو هم کار پیل شوی دی.

په همدې حال کې د برښنا د برخې یو شمېر متخصصین د برښنا د تولید په برخه کې د نویو پروژو پرانستل هیله بښونکي ګڼي.

مخکې د کندوز د برېښنا رسولو د څانګې عمومي مدیر صدیق الله حبیبي ازادي راډیو ته ویلي و، د دې لپاره چې افغانستان د برښنا په برخه کې پر ځان بسیا شي، باید په ټولو ولایتونو کې ورته اقدامات وشي:

"د لومړي ځل لپاره په هرات کې د بادي او لمریزې برښنا د پروژې پرانستل د هیواد لپاره مهم ګام دی، زه هیله لرم چې دغه پروژې نورو ولایتونو ته هم وغځول شي، که اقدامات وشي له یوه لوري به په وارداتي برښنا تکیه کمه شي او له خوا به د افغانستان اقتصاد ته ګټه ورسول شي."

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یو این ډي پي په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ویلي وو چې د افغانستان د برېښنا سکتور له لویو ننګونو سره مخ دی، او په کلیو کې برېښنا ته محدود لاسرسی او په وارداتي برېښنا باندې پراخه تکیه په دې هیواد کې د انرژۍ په برخه کې په ځان د بسیا کېدو په وړاندې اصلي خنډونه دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړيسرمفتش ادارې یا (سیګار) هم د ۱۴۰۲ لمریز کال په حمل میاشت کې به یو راپور کې ویلي چې افغانستان د خپلې برښتا ۸۰ سلنه اړتیا له ګاوڼیدو هیوادونو ترلاسه کوي او هر کال ۲۲۰ میلیونه ډالر د برښنا په اخیستلو مصرفوي.

XS
SM
MD
LG