د دې ټولنې مرستیالې ازادي راډیو ته وویل، په دې کتابونو کې اته یې د ښځینه لیکوالو دي.
" زه ډیر د خوښۍ احساس کوم او زما په شخصیت کې یو بل څه زرغونېږي، دا هغه میوه چې زه غواړم راتلونکي کې ورڅخه نورو خلکو ته هم ګټه ورسوم. "
څوارلس کلن افغان لیکوال امان الله الماس و، چې د "الوت" په نوم کتاب یې تازه د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو کور چاپ کړی دی.
الماس ازادي راډیو ته سره خبرو کې وویل، دې کار دی هڅولی، چې نورې لیکلنې هم وکړي:
" زه دومره تشویق شوم، حتی تر دې چې ما له ځان سره قول وکړچې زه به راتلونكي کې نور هم همداسې کتابونه چاپوم څو د خپل هیواد لپاره خدمت وکړم. "
فرشته صالحې بیا بله افغان لیکواله ده چې د ماشوم د ادبیاتو کور یې د " د پښې عملیات" په توم کتاب تازه چاپ کړی او له چاپ سره سم دستي یې د زري کړکي ادبي جایزه هم ګټلې ده.
فرشتې ازادي راډیو ته وویل:
" زما لومړنۍ کیسه خوشبتانه په دې ورستیو کې د ماشوم د ادبیاتو کور له خوا چاپ شوه، چې د زري کړکي جایزه یې هم تر لاسه کړه، خوشحاله یم، ځکه چې زحمتونه چې ایستل شوي وو، قدرداني کېږي، او نتیجه یې ورکړې ده."
د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو کور تازه ماشومانو ته په پښتو او دري ژبو د کیسو او شعرونو دولس کتابه چاپ کړي چې اته یې د ښځو دي.
د دغې ټولنې مرستیالې اسما کاکړ د مې په ۲۹ مه په جلاوطنۍ کې د دغه بنسټ د فعالیتونو د یو کلن کېدو په ورځ دا خبره ازادي راډیو ته وکړه:
"دا کتابونه هم روزونکي دي هم بوختونکي، تصويري کتابونه دي، هم د مشهورو لیکوالو اثار په کې شامل دي هم د هغو کسانو اثار په کې شامل دي چې تازه یې د ماشوم ادبیاتو ته مخه کړې. دا به دوی وهڅوي چې نور اثار هم ولیکي. "
اغلې کاکړ وویل چې دا کتابونه دوی د افغانستان د کلتوري ملاتړ صندوق په مالي همکارۍ چاپ کړی دي.
نوموړي دغه شان زیاته کړې چې دوی په تیر یو کال کې ګني فرهنګي حضوري او انلاین غونډې هم جوړې کړي او تازه ماشومانو ته د "باغچې" په نوم د افغانستان په رسمي ژبو په یوې ویب پاڼه هم کار کوي.
د افغانستان د ماشوم د ادبیاتو کور د ټولنیزو پاڼو د معلوماتو پر بنسټ، دې ټولنې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې په حضوري ډول په کابل کې خپل فعالیت پیل کړ، چې ماشومانو ته یې د ګڼو ادبی سیالیو تر څنګ لیکوالو ته سیمینارونه او روزنیز ورکشاپونه هم جوړ کړي او د باغچې په نوم یې ماشومانو ته یوه میاشتنۍ هم درلودله.
افغان کره کتونکي په دې نظر دي چې د ماشوم ادبیاتو ته په افغانستان کې ډیر کم کار شوی دی.
دوی مخکې په وار وار ازادي راډیو سره په خپلو مرکو کې ویلي چې یو شمیر لیکوالو او خصوصي بنسټونو په دې برخه کې کار کړي خو په هیڅ ډول بسنه نه کوي.
د یادونې ده چې د تېر جمهوري نظام په ورستیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو د ماشوم د ادبیاتو ملي ټولنه رامنځته شوه چې ماشومانو ته یې یو شمیر کتابونه یې هم چاپ کړل خو پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلی واکمنېدو ورسته دا ټولنه هم اوس فعالیت نه لري.