خو د اسراییل پوځ ادعا کړې، هغوی د ښوونځي دننه هغه وسله وال په نښه کړي چې له دې ځایه به یې عملیات ترسره کول.
د غزې د روغتیا وزارت د بېړنیو چارو مشر فهمي عوض وویل، د غزې ښار د «دراج» سیمې پر دغه ښوونځي په شوي برید کې له ۵۵ زیات کسان ټپیان شوي هم دي. هغه زیاته کړه چې وژل شویو کې یو پلار او د هغه پنځه ماشومان هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ښوونځي اوسېدونکي په خوب ویده وو چې درې ځلې پرې برید وشو او د بېځایه شویو خلکو سامانونه په اور وسوځېدل. په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي ویډیوګانې مرستندویان ښيي چې د اور مړ کولو او د سوځېدلو جسدونو د پاتې شونو راټولولو هڅه کوي.
د اسراییل پوځ وایي چې په دې ښوونځي کې یې د وسله والو د قومندې یو مرکز په نښه کړی چې حماس او اسلامي جهاد له هغه ځایه د بریدونو لپاره استخباراتي معلومات راټولول.
اسراییل د ملکي وګړو د وژلو پړه پر حماس اچولې ده او وایي چې دغه ډله په استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي.
د حماس ډله د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل شوې ده.
د غزې د شفا روغتون چارواکي وایي چې په یوه بل جلا برید کې، چې په دې تړانګه کې پر یوه کور ترسره شوی، د یوې کورنۍ ۱۹ غړي چې پنځه ښځې او دوه ماشومان په کې شامل دي وژل شوي دي.
اسراییل د تېر کال د کب میاشتې راهیسې، له حماس ډلې سره د اوربند له پای ته رسېدو وروسته، یو ځل بیا پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړي دي.
اسرایل وايي تر هغې به جګړه جاري ساتي چې حماس یا له منځه لاړ شي یا بې وسلې شي او پاتې ۵۸ برمته شوي کسان چې دریمه برخه یې ژوندي دي خوشې کړي.
اسراییل له دوو نیمو میاشتو راهیسې غزې ته د خوړو، درملو، تېلو او نورو توکو د ننوتو مخه نیولې وه، خو بالاخره یې تېره اونۍ په محدود ډول بشري مرستو ته اجازه ورکړه چې غزې ته داخلې شي.
د مرستو سازمانونو په دې سیمه کې د قحطۍ په اړه خبرداری ورکړی او وایي چې هغه مرسته چې تر اوسه رسېدلې، د دې سیمې د اوسېدونکو اړتیاوې نه شي پوره کولی.
ټاکل شوې یوه نوې مرستندویه کړنلاره چې د اسراییل او امریکا ملاتړ ورسره دی، خو د ملګرو ملتونو ادارو او مرستندویه ډلو رد کړې ده، ډېر ژر کار پیل کړي.
اسراییل وایي، دوی غواړي چې د غزې بشپړ کنټرول په خپل لاس کې واخلي او هغه څه اسانه کړي چې دوی یې د دغه تړانګې د څه باندې دوه میلیونه وګړو «رضاکارانه مهاجرت» بولي؛ خو فلسطینیانو او ګڼو نورو هېوادونو دغه طرحه رد کړې ده.
د اسراییل پوځي عملیاتو د غزې پراخې سیمې ویجاړې کړې او د دې سیمې کابو ۹۰ سلنه اوسېدونکي یې څو ځلې بېځایه کړي دي.