د دغه سازمان سرمنشي د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د پارلمان په وروستۍ غونډه کې ویلي، دوی به له افغانستان سره د تاجکستان سویلي پولې ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو استول پیل کړي.
ایمانګالي تاسماګامبتوف ویلي چې دا پرېکړه د هغه ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې شوې چې په ۲۰۲۴ کال کې په استانه ښار کې تصویب شو، چې موخه یې د افغانستان له خاورې له رامنځته کېدونکو امنیتي ګواښونو، د ترهګرۍ، مخدره توکو او وسلو قاچاق سره مبارزه ده.
تاسماګامبتوف ټینګار وکړ چې دا پروګرام به په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان سرمنشي، د سیمهییز ثبات د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د دغه سازمان د غړو هیوادونو، د بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماټیکو تعاملاتو پراختیا ته په اشارې سره زیاته کړې چې د طالبانو حکومت "د اوږدمهاله سیاسي عامل په توګه تثبیت شوی دی."
که څه هم د ډلهییز امنیت تړون سازمان له افغانستان سره خپل ډیپلوماټیک تعاملات د سیمهییز ثبات د ملاتړ لپاره بولي، خو ځینې افغان سیاسي او پوځي کارپوهان ټینګار کوي چې د دغه سازمان غړي هیوادونه له دریو زیات کلونه کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو تر څنګ د نورو ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښمن دي او هڅه کوي چې له افغانستانه د ګواښونو مخه ونیسي.
د سیاسي چارو او ترهګرۍ ضد برخې پوه نثار احمد شېرزی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په طالبانو باندې د دوی د باور نشتوالي او د ناکامې او کاذبې ډیپلوماسۍ او د باج ورکوونکي سیاست له امله، د ډلهییز امنیت تړون هیوادونه اړ دي چې د خپلو پولو د پیاوړي کولو لپاره کار وکړي او دوی په دې ښه پوهېږي چې یوه ورځ همدا باج ورکوونکی سیاست او کاذبه ډیپلوماسي به هم کار ورنه کړي، او د طالبانو راتلونکی قوي پلان دا دی چې د داعش او ترهګرو ډلو سره همکاري وکړي ترڅو منځنۍ اسیا او د ډلهییز امنیت تړون غړي هیوادونه ناامنه کړي."
د تېر جمهوري نظام د وسلهوالو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری هم وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترهګرو ګواښونو د سیمې او له هغې هاخوا هیوادونه اندېښمن کړي دي:
"په سیمه او له هغې هاخوا هیوادونه چې د افغانستان په مسله کې لیوالتیا لري هم خپلې اندېښنې لري او له دې سیمې د ترهګرۍ ګواښ احساسوي، دا ګواښونه، چې د وسلو، مخدره توکو او د انسانانو قاچاق په کې شامل دی، د یوې نړیوالې اجماع پرته ستونزمنه ده چې یو شمېر هیوادونه یا د هیوادونو یوه ډله یې پر وړاندې مبارزه وکړای شي."
د ډلهییز امنیت تړون سازمان مخکې د تېر کال په دلو میاشت کې هم له افغانستانه د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، ویلي یې وو چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري او له دغه هېواده د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق له ګواښونو سره مبارزه کوي.
د دغه سازمان سرمنشي، ایمانګالي تاسماګامبتوف هغه مهال ویلي وو چې د منځنۍ اسیا هیوادونه لاهم له افغانستانه د ترهګرۍ، سختدریځۍ او د مخدره توکو د قاچاق له ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ډلهییز امنیت تړون سازمان د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو هغه مهال یې د سرحدونو په اړه د دې سازمان اندېښنې بېبنسټه بللې وې او ویلي یې وو چې افغانستان کې ټولیز امنیت شته او تعهد هم شته چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هیواد پر وړاندې هېڅ اقدام ته اجازه نه ورکول کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو او د مخدره توکو د قاچاق په اړه دا اندېښنې داسې مهال دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تازه د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ناستې ته ویلي چې د دغه هیواد حکومت یو ځل بیا د "بهرنیو ترهګرو سازمانونو" په لیست کې د طالبانو د شاملولو احتمال څاري.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شو، د ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان هیوادونه پکې شامل دي او د افغانستان پرځېدلی جمهوري نظام د دې سازمان پخوانی څارونکی غړی و.