د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

په بیلابیلو ولایتونو کې خلک د ټیلفون او انټرنیټ په برخه کې د خدمتونو له خراب کیفیت سره ټکوي


د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د تیلفوني اړیکو او انټرنیټ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.


دوی وايي کله ناکله اړ کېږي چې ان د یوې اړیکې یا انټرنیټ نه د اړتیا وړ معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د غره سر ته وخېژي.
دا شکایتونه داسې مهال مخې ته راځي چې نن د مې ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الله مسعود ازادي راډیو ته وویل، نه یوازې د نیټ د کارولو بلکې د عادي تیلفوني اړیکو په برخه کې هم دوی له ستونزو سره مخ دي:
"خدای شته دلته خو د دغو مخابراتي شبکو ستونزه ډېره زیاته ده، ځکه چې مونږ د نیټ له ستونزو سره مخامخ یو، بله دا ده چې شبکه هم سم کار نه کوي، مونږ په ټوله میرزکي ولسوالۍ کې دوه پایې لرو چې یوه د افغان بیسم ده او بله د ام ټي این، هغه هم ډېر په کمزوري کیفیت باندې کار کوي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، یو خو دغه انټرنیټي ستونزه ده، زه چې خپل انټرنیټ کاروم نو یو پیغام ته تقریباً پنځه دقیقې صبر کوم."

د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی حفیظ الله هم وايي، په خپله سیمه کې له ورته ستونزې سره مخ دی.
نوموړي د غويي په ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل:
"زمونږ په سیمه کې اصلاً مخابراتي شبکې سمې کار نه کوي، داسې مهال چې مخابراتي پایه موږ ته ډېره نږدې ده خو سم کار نه کوي. دا دوه درې ورځې بیا ښه ده، خو یوه اونۍ، درې، څلور ورځې مخکې ان اړیکه ټینګېده هم نه، لس، پنځلس وارې به مو زنګ وهه چې اړیکه به ټینګېده. په ولسوالۍ کې انتن شته خو په کلیو او باندو کې نشته، خلک له تقویتي انتنونو استفاده کوي، په ټوله کې انتنونه کمزوري دي."

د میدان وردګو ولایت د سید اباد اوسېدونکی عبدالحمید بیا بله ستونزه یادوي:
"کله چې مونږ ته څوک تیلفون راکوي، موبایل روښانه وي، سیم کارت پکې موجود وي، خو خاموش یې ورته ښيي. زمونږ له کوره پایه ښکاري، خو تیلفون کار نه کوي. نو ستونزې بیخي زیاتې دي."

په راپور کې مرکه شوي کسان د طالبانو له حکومت غواړي چې مخابراتي خدمتونه ورته په سم ډول وړاندې شي، ځکه د دوی په خبره د خپلو لګښتونو له درکه لس فیصده مالیه ورکوي.
وموغوښتل د دغو ستونزو او شکایتونو په اړه د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وپوښتو، خو ویاند یې عنایت الله الکوزی په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه دی کړی.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې څلور خصوصي شرکتونه، روشن، افغان بیسم، اریبا، اتصالات، او د سلام په نوم یو دولتي شرکت فعالیت لري.
د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا څانګې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۶ میلیونه فعال سیم کارتونه موجود دي.

دغه شان د دې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۱۳ میلیونه خلک له انټرنیټي خدمتونو ګټه اخلي.
په افغانستان کې له مخابراتي خدمتونو شکایتونه داسې مهال دي چې نن د مې ۱۷ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړیواله ورځ ده.

دا ورځ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نړیوال سازمان (ای ټي یو) له‌خوا په ۲۰۰۶ کال کې د دغه سازمان د انتالیا په کنفرانس کې په دې نوم نومول شوې، هدف یې دا دی چې ټکنالوژي د ټولو لپاره وي.
سږ کال د دې ورځې شعار دی: په ډیجیټلي بدلون کې د جنسیت برابري.

داسې مهال چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر افغان نجونو او ښځو د پراخو محدودیتونو په لړ کې ان دوی له خپلو ډېرو اساسي حقونو، له شپږم ټولګي پورته له زده کړو، او په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو هم محروم کړي دي.

XS
SM
MD
LG