۵۶ کلنه بي بي خوږه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د دولت زي کلي اوسېدونکې ده.
خوږه د دریو کونډو نږندو په ګډون د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده.
دا وايي د کور ټول خرڅ د خپل کوچني دکان له څو پاکټه ماشومانه خوړو پرې کوي:
"پنځه زامن مې شهیدان شوي، درې یې په ملي اردو کې شهیدان شوي او دوه نور رانه الله په خپل مرګ اخیستي، خاوند مې هم وفات شوی، د ګټې وټې مې بل څوک نشته، دلته مې د پاپړو او چڼه چورو( وریت شوي دال) دکان شروع کړی، دا هم داسې کار نه ورکوي خو څه وکړم ډېرې مجبورۍ نه لګیا یم."
خوږه وايي دا دکان یې په خپلو پیسو نه د یوې مرستندویه موسسې په پور جوړ کړی دی.
دا چې اته میاشتې یې د دکان له جوړلو کېږي زیاتوي چې مخکې به یې په ورځ کې تر۳۵۰ افغانیو ګټلې خو اوس یې سودا کمه شوې او تر ۱۵۰ افغانیو ګټي چې زر افغانۍ بیا په میاشت کې ورنه د دکان کرایه ورکوي.
د خوږې په خبره د پنځو واده شویو لوڼو په ګډون اکثره خپل خپلوان یې هم ښه اقتصادي حالت نه لري چې دې سره مرسته وکړي.
دا له بېلابېلو مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومته غواړي چې لاسنیوی یې وکړي:
"زما دا غوښتنه ده چې ما سره په میاشتنۍ توګه څوک چېرې کمک وکړي، چې میاشت کې ماته دومره یو خرڅ راکړي چې زما د خپل د کور دا ستونزې پرې حل شي."
د خوږې په خبره، د دکان د سودا لپاره لرې نه شي تللی ځکه په خبره یې، طالبان له محرم پرته ورته د تګ اجازه نه ورکوي:
"زه په خپله په سپین سر همدا دکانداري کوم، د افغانستان اوسني حالات خو تاسو ته معلوم دي، لرې ښار ته خو موږ تللی نه شو، دلته نژدې ولسوالۍ نه سودا راوړو."
طالبانو په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته په نجونو او ښخو د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ له محرم پرته لرې واټن سفر هم منع کړی دی.
دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې یې هم ښځې له دندو لرې کړې دي.
خو له دې ټولو محدودیتونو سره سره دوی ادعا کوي چې د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
د بشري حقونو بېلابېلو سازمانونو مخکې ویلي وه چې پر افغان نجونو او ښځو دې بندیزونو په ځانګړي ډول هغه کورنۍ سختې ځپلي چې سرپرستانې یې ښځې دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یو ان ډي پي» بیا د می په ۷مه په خپل یو راپور کې اندېښنه ښودلې وه ویلي یې وو چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځومحدودیتونو نه یوازې دا چې د نجونو او ښځو بنسټیز حقونه ترې اخیستي بلکې په ټکویې، وار دمخه له ناورین سر مخ افغانستان پر اقتصاد منفي اغیزې یې نورې هم ژورې کړې او ښايي تر ۲۰۲۶ کال پورې یې اقتصاد ته ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان ورسوي.
نن د مې ۱۱ مه د نړۍ په ډیری هیوادونو کې د مور نړیواله ورځ هم نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې په کورنۍ او هم ټولنه کې د مور د لوړ مقام د ستاینې په پار دا ورځ بیا له ډیر پخوا راهیسې د جوزا په ۲۴ نمانځل کېږي.