خبرونه
د هند د وچو مېوو د شورا مشر له افغانستانه د مېوو د وادرولو لپاره د هوايي دهلېز غوښتنه وکړه

د هند د وچو مېوو شورا له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه هند ته د وچو مېوو د لېږد لپاره دې یو هوايي دهلېز جوړ کړي، ځکه چې له پاکستان سره د هند پوله تړل شوې ده.
هندي رسنیو نن (سې شنبې) د یادې شورا د مشر، ګونجن جېن، له قوله ویلي چې دوی دا مهال له حکومت څخه همدا غوښتنه کوي. افغانستان ډېر ممیز، اینځر او زردالو تولیدوي، خو اوس چې پولې تړل شوې دي، دا محصولات هند ته نه شي رارسېدای.
د اپرېل په ۲۲مه، د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې ۲۷ سیلانیان ووژل، چې له امله یې د هند او اسلاماباد اړیکې نورې هم ترینګلې شوې او هند خپلې پولې له پاکستان سره وتړلې.
هند تور پورې کړ چې حمله کوونکي له پاکستان څخه ورغلي وو، خو پاکستان دا تور ردوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
حامد کرزی: پاکستان دې د افغان شخصیتونو نومونه د راکټونو پر ځای په علمي مرکزونو کېږدي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتي چې د افغان شخصیتونو نومونه دې د وسلو او راکټونو پر ځای پر خپلو علمي او فرهنګي مرکزونو کېږدي.
ښاغلي کرزي دا څرګندونې پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر وروسته له هغې کړې، چې تېره اونۍ پاکستان د «ابدالي» په نوم یو نوی بالستیک توغندی وازمویه.
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې، پاکستان له دې وړاندې هم خپل راکټونه «غزنوي» او «غوري» نومولي، حال دا چې" همدا اوس هلته مېشت افغانان له بد او ځورونکي چلند سره مخ دي."
د حامد کرزي په وینا، افغانستان د تاریخ په اوږدو کې په خپله غېږه کې زیات شمېر علمي، فکري او فرهنګي شخصیتونه، ویاړلي مبارزین او پاچاهان روزلي، چې " نړۍ یې په درنښت یادوي او له نومونو یې په مناسبه توګه استفاده کېږي. "
فدریش مرڅ د پارلمان د رای ورکولو په لومړي پړاو کې بریالی نه شو چې صدراعظم شي

د جرمني د مسیحي دیموکرات اتحاد مشر فریدریش مرڅ، ونه توانېد چې د دې هېواد د پارلمان د رای ورکولو په لومړي پړاو کې د صدراعظم په توګه انتخاب شي.
دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، لومړی وار دی چې د جرمني د بریالي ګوند مشر ونه توانېد چې د صدراعظمۍ لپاره د پارلمان له لومړي پړاو څخه بریالی ووځي.
د راپورونو له مخې، مرڅ د سې شنبې په ورځ، د غوايي په ۱۶مه، ونه توانېد چې د پارلمان په ۶۳۰ څوکیو کې لازم اکثریت، یعنې ۳۱۶ رایې ترلاسه کړي. ده شپږ رایې کمې ترلاسه کړې.
له دې امله چې رای ورکول پټ و، معلومه نه ده ـ او ښايي هیڅکله به هم معلومه نه شي ـ چې له ائتلاف څخه کوم غړي د دې محافظهکار مشر ملاتړ نه دی کړی.
لکه څنګه چې مرڅ او متحدان یې د جرمني د پارلمان (بوندستاګ) له تالاره ژر ووتل، اټکل کېږي چې دوی به د راتلونکو ګامونو د بحث لپاره وتلي وي.
د جرمني خبري آژانس په یوه راپور کې لیکلي چې مستعفي صدراعظم اولاف شولڅ که څه هم د دوشنبې په ماښام د صدراعظمۍ له چوکۍ د رسمي رخصت په مراسمو کې برخه اخیستې، خو نوموړی به تر هغه وخته پورې په خپله چوکۍ پاتې شي، ترڅو چې نوی صدراعظم لوړه وکړي.
د جرمني د اساسي قانون د ۶۹مې مادې له مخې، صدراعظم مکلف دی چې «د خپل بدیل تر ټاکل کېدو» پورې په خپل مقام کې پاتې شي. همداراز، د هغه کابینه به د لنډمهالي حکومت په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د مسکو هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره وځنډول شول

د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د مسکو هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره تړل شوي وو.
د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د مسکو هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره تړل شوي وو.
روسي چارواکي وايي چې د شپې له خوا په مسکو باندې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو بریدونو د پلازمینې درې اصلي هوايي ډګرونه د څو ساعتونو لپاره تړلي وو.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین نن سهار سه شنبه ( د غویي ۱۶) مه ټیلیګرام کې اعلان وکړ چې مسکو ته نږدې لږترلږه ۱۹ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې نسکورې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د دغو بېپیلوټه الوتکو د پاتې شونو د لوېدو په سیمه کې، چې د مسکو په لور یوه له مهمو لویو لارو ته نېږدې ده، هېڅ جدي زیان یا ټپي کېدل نه دي ثبت شوي.
د روسیې د هوايي چلند د څار ادارې هم په ټیلیګرام کې اعلان کړی چې د هوايي خونديتوب د ډاډ لپاره د مسکو په ټولو څلورو هوايي ډګرونو کې الوتنې درول شوې دي، چې پکې ونوکووا، دوموددووا، شرمتیوو او ژوکوفسکي شامل دي.
دې سازمان وروسته اعلان وکړ چې الوتنې په ټولو څلورو هوايي ډګرونو کې بیا پیل شوې دي.
کیف تر اوسه د ډرون برید په اړه څه نه دي ویلي، خو اوکرایني چارواکو مخکې له دې د داسې بریدونو تایید کړی چې موخه یې د مسکو د جنګي هڅو ملاتړ کوونکي پوځي اهداف او زیربناوې په نښه کول دي، او دا یې د اوکراین د استوګنې سیمو او انرژۍ زیربنا باندې د روسیې د روانو بریدونو ځواب بللی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې له پوځي شخړې څخه دې ډډه وکړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې له پوځي شخړې څخه ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې له پوځي شخړې څخه ډډه وکړي.
ګوتېرش د دوشنبې په ورځ، د مې په ۵ مه ، په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې چې هند او پاکستان باید له داسې پوځي شخړې څخه ډډه وکړي چې کولای شي په اسانۍ د کنټرول څخه ووځي.
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو کله چې د اپریل په ۲۲مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو وسله وال برید وشو چې ۲۶ کسان یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.
هند دا برید ترهګریز برید وباله او پاکستان یې په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ.
له هغې پېښې وروسته، چې ۲۵ هنديان او یو نیپالی سیلانی یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل، اسلام آباد په دې برید کې له هر ډول لاس لرلو انکار وکړ او د برید په اړه یې د بې پرې څېړنو غوښتنه وکړه.
یو ان اچ سي آر: اپریل میاشت کې په سلګونو زره افغانان په سختو شرایطو کې خپل هیواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندیښمنه ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو افغان کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندیښمنه ده.
دې کمیشنرۍ د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۱۵مه، یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو چې یوازې په اپریل کې، ۲۸۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي او بیرته راستنیدو ته اړ ایستل شوي دي.
ددې سازمان په وینا، د اپریل په میاشت کې له پاکستان څخه له راستانه شوي ۱۴۴زره کسانو څخه، ۳۰ زره یې شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ( یو ان اچ سي آر) وایي،
ډېری دا کسان څو لسیزې مخکې له افغانستانه وتلي وو، او اوس چې بېرته افغانستان ته راستانه شوي، نه پوهېږي چې چیرې ولاړ شي او څه وکړي.
د ملګرو ملتونو اداره زیاتوي چې ډېری بېرته ستانه شوي کسان نه پوهېږي چې څنګه په داسې هېواد کې د خپلو ماشومانو پالنه وکړي، چېرې چې فقر او بېکاري په وروستیو کلونو کې ډېره شوې او نیمایي وګړي یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره په بهرنیو مرستو پورې تړلي دي.
د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال څخه وغوښتل چې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې همکاري وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د دوشنبې په ورځ، د غويي په۱۵ مه، پر ټولنیزې رسنۍ "ټروث" کې ولیکل، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ته د ترکیې د سفر بلنه ورکړې وه او ټاکل شوې ده چې اردوغان هم واشنګټن ته راشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د دوشنبې په ورځ، د غويي په۱۵ مه، پر ټولنیزې رسنۍ "ټروث" کې ولیکل، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ته د ترکیې د سفر بلنه ورکړې وه او ټاکل شوې ده چې اردوغان هم واشنګټن ته راشي.
ټرمپ زیاته کړه چې هغه لیواله دی چې د ولسمشر اردوغان سره کار وکړي ترڅو د روسیې او اوکراین ترمنځ دا وژونکې جګړه سمدلاسه پای ته ورسوي.
ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې کیف او مسکو د اوربند لپاره راضي کړي.
هغه مخکې له دې (ان بي سي ) نیوز سره په یوه مرکه کې هیله څرګنده کړې وه چې د سولې تړون لا هم ممکن وي، په داسې حال کې چې دا یې هم یادونه وکړه چې د اوکراین او روسیې سره د هغه صبر محدود دی.
په هغه مرکه کې چې د می په څلورمه خپره شوه، ټرمپ زیاته کړه : یو وخت به راشي چې زه به ووایم، ډېر ښه دوام ورکړئ خپل حماقت ته او جګړې ته ادامه ورکړئ.
ترکیه، چې د ناټو غړی دی، د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یې هڅه کړې چې د تورې بحیرې له خپلو دواړو ګاونډیو، روسیې او اوکراین سره اړیکې وساتي، او دوه ځله یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو کوربه توب کړی دی.
د ټرمپ په وینا، په دې ټیلیفوني خبرو کې، چې هغه یې ډېرې ښې او رغنده وبللې، دواړو مشرانو د سوریې، غزې او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
اردوغان له ایران سره د امریکا د اټومي خبرو اترو ملاتړ څرګند کړی
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې یې له اردوغان سره اړیکې ډېرې ښې وې.
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چې اردوغان په دې ټیلیفوني اړیکه کې له ایران سره د امریکا د اټومي خبرو اترو ملاتړ هم څرګند کړ.
هغه دا هم وویل چې د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د کمولو لپاره د امریکا هڅې کولی شي په بحران ځپلي هیواد کې د ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.
واشنګټن مخکې ویلي وو، چې په ډسمبر کې د بشارالاسد له لرې کېدو وروسته په سوریه باندې د بندیزونو هر ډول عادي کول به د سوریې د نوي چارواکو لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په څیر لومړیتوبونو کې د تایید وړ پرمختګ پورې اړه ولري.
اردوغان په ټیلیفوني خبرو کې د غزې د مسلې یادونه هم وکړه او ټرمپ ته یې وویل چې بشري مرستې باید پرته له کوم خنډ څخه غزې ته ورسول شي.
ټاکل شوې ده چې ډونالډ ټرمپ راتلونکې اونۍ سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
ایران کې دوه افغانان اعدام شوي

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، په دې وروستیو کې په دې هیواد کې دوه افغانان اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، په دې وروستیو کې په دې هیواد کې دوه افغانان اعدام شوي دي.
دغه سازمان، چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۱۵مه، راپور ورکړ چې د دغو دوو افغان اتباعو او څلورو نورو بندیانو د اعدام حکم تېره چهارشنبه د کرج په قزل حصار زندان کې عملي شوه.
اعدام شوي کسان د قتل، د مخدره توکو قاچاق او جنسي تیري په تور تورن شوي وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان زیاته کړه چې په تیرو پنځو کلونو کې په دې هیواد کې د مخدره توکو د قاچاق پورې اړوند اعدامونه د پام وړ زیات شوي دي.
دغه سازمان چې په ایران کې د اعدامونو مخالفت کوي، ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې په ایران کې ۳۹۵ کسان په مختلفو تورونو اعدام شوي دي.
روانډا د کډوالو د منلو لپاره له امریکا سره خبرې کوي

روانډا د متحده ایالاتو سره د هغو مهاجرینو د منلو لپاره د خبرو اترو په لومړیو مرحلو کې دی چې له دې هیواد څخه ایستل کیږي.
روانډا د متحده ایالاتو سره د هغو مهاجرینو د منلو لپاره د خبرو اترو په لومړیو مرحلو کې دی چې له دې هیواد څخه ایستل کیږي.
ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر دا اعلان د یکشنبې په ماښام په یوه تلویزیوني پروګرام کې وکړ.
روانډا له کلونو راهیسې د هغو کډوالو کوربه توب کوي، چې لویدیځ هیوادونه یې د شړلو پلان لري.
دغه هیواد په ۲۰۲۲ کال کې له بریتانیا سره یو تړون لاسلیک کړ چې له هغه هیواد څخه زرګونه کډوال ومني، خو دا تړون تیر کال هغه وخت لغوه شو کله چې نوي لومړي وزیر کایر سټارمر واک ترلاسه کړ.
نتنیاهو: له راکټي برید وروسته به حوثیان او د هغوی ملاتړي مسؤل وګڼل شي

د اسراییلو د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو د راکټي برید وروسته، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ چې حوثیان او د هغوی ملاتړي به مسؤل وګڼل شي.
د اسراییلو د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو د راکټي برید وروسته، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ چې حوثیان او د هغوی ملاتړي به مسؤل وګڼل شي.
په عین حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حوثیانو دا اقدام خپلواکه پریکړه او د فلسطینیانو سره د دوی د "یووالي احساس" پایله وبلله.
د یکشنبې په ورځ د تل ابیب د بن ګوریون هوايي ډګر ته نږدې د حوثیانو لخوا د توغول شوي توغندي په پایله کې اته کسان ټپیان شول.
د ایران ملاتړ لرونکو حوثیانو د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیست، او ادعا یې وکړه چې دوی دا کار په غزه کې د فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره کړی دی.