په داسې حال کې چې نن د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې د طالبانو له لوري د بیان پر ازادۍ محدودیت د اندېښنې وړ بللی دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې ازادې رسنۍ د شفافیت، ولسي باور او ښې حکومتولۍ لپاره مهمې دي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا له قوله راغلي چې د طالبانو له لوري پر رسنیو پراخو محدودیتونو وضع کېدل د رسنیو د تړل کېدو ترڅنګ لامل شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونو، بندي کېدو او ناوړه چلند سره مخ شي او په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې د دغه خطرونو او خنډونو له امله په شدیده توګه اغېزمنې شوې دي.
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل په یوه مقاله کې ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم د رسنیو د ازادۍ په برخه کې یو له بدترینو هېوادونو څخه دی.
په مقاله کې راغلي چې طالبان په ناقانونه ډول هغه خبریالان شکنجه کوي چې د دوی له سختو تګلارو او قوانینو په اړه انتقادي راپورونه خپروي.
په افغانستان کې یو شمېر خبریالان هم وايي چې طالبانو خبریالان او رسنۍ سخت سانسور کړي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی تګلارې نقد کړي.
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ یو خبریال چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو لپاره فعالیت کول ناممکن حالت ته رسېدلي دي:
"رسنۍ سانسور دي، هغه څه نه شې خپرولای چې پر طالبانو انتقاد وي، که یو نیم خبریال جرات وکړي او یو نیم تولیدي راپور جوړ کړي، باید د دوی نظر ته اونۍ-اونۍ انتظار وکړي او له هغې وروسته هم باید فرمایشي راپور جوړ کړي، په اوس وخت کې په بېپېلوټه ډول او پر حقایقو ولاړه راپور ورکول ناممکن شوي دي ځکه دوی په کې لاسوهنه کوي."
د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي پخوانی استاد حمید بیتالله وايي اوس مهال د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت تر بل هر وخت بد دی:
"هر خبریال چې دا جرات وکړي چې په ټولنه کې شته ستونزې بیان کړي، هغه د زندان یا د مرګ له ګواښ سره مخ کوي، دا ستونزې دا ثابتوي چې نه یوازې په افغانستان کې د بیان ازادۍ نشته، بلکې رسنۍ د حاکمې ډلې د پروپاګند لپاره استفاده کېږي."
په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بېنېټ د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي بیان کې له طالبانو غوښتنه کړې چې ټول خبریالان، د رسنیو کارکوونکي، فلم جوړونکي او نور ټول هغه کسان چې د بیان د ازادۍ په جرم نیول شوي، سمدلاسه خوشې کړي او د رسنیو ځپل ودروي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د تېر کال په پرتله سږ کال د رسنیو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۵۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی او دا چې د ۲۰۲۴ کال له مې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د نقض ۲۱۵ پېښې ثبت شوي، چې په دې کې ۱۷۵ د ګواښونو او ۴۰ نورې د نیولو پېښې دي.
له بله پلوه د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې لا هم نهه خبریالان د طالبانو په زندانونو کې دي.
د دې بنسټ مشر حامد عبیدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په ټوله کې زموږ باور دا دی چې په افغانستان کې دننه مطبوعاتي نظام یو استبدادي مطبوعاتي نظام دی، انتقاد پکې جرم ګڼل کېږي او ټولې خپرونې د حاکمې ډلې له لوري سانسورېږي"
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته، په کور دننه په رسنیو سخت محدودیتونه ولګول شول.
لسګونه رسنۍ وتړل شوې، سلګونه خبریالان له دندو بېبرخې شول، په نږدې ۱۶ ولایتونو کې پر ټلوېزیوني چینلونو د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع اعلان شول، د ټلوېزیون پر سکرین د ښځینه ویاندویانو لپاره د ماسک استعمال جبري شو، او په ټولو رسنیو کې د موسیقۍ پر خپرولو شدید بندیزونه ولګېدل.
له خبریالانو د ملاتړ بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۲۵ پېښې ثبت شوي.
د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په افغانستان کې ۵۴۷ بیلابیلې رسنۍ فعالیت درلود، چې شاوخوا ۱۲ زره کسان پکې کار کاوه، چې له ډلې لږترلږه ۲ زره ښځې وې، خو د AJSO په وینا، اوس مهال د رسنیو شمېر ۲۹۶ او د کارکوونکو شمېر ۴۲۵۷ ته راټیټ شوی، چې یوازې ۵۵۷ یې ښځې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په اړه د ازادي راډيو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو وړاندې یې ادعا کړې چې د شریعت له مخې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو انتقاد کوونکي وايي طالبان اسلامي شریعت د خپل نظام په ګټه تعریفوي او دا چې د بیان ازادۍ یې سخته محدوده کړې ده.
نن د مې درېیمه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ ورځ ده.
دا ورځ په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د یونسکو د عمومي کنفرانس د یوې پرېکړې په ترڅ کې رسماً اعلان شوه، چې هر کال د ملګرو ملتونو له لوري نمانځل کېږي.
د دې ورځې د نمانځنې موخه په نړۍ کې د بیان ازادۍ ته درناوی، د رسنیو ارزښت ته پام، او د خبریالانو د امنیت ملاتړ دی.