د افغانستان د کرکټ لوبغاړی راشد خان وایي، چې سږکال د هند په غوره لیګ کې ښه نه شي لوبیدلی او باید هڅې زیاتې کړي چې توپ ښه کنټرول کړي.
شپږ ویشت کلن راشد خان تر اوسه په ( ای پي ایل) کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې لپاره په لسو لوبو کې اووه ویکټې اخیستې دي. د افغانستان بل ورو توپ اچونکی نور احمد چې په ( ای پي ایل) کې د چنای سوپر کینګز لپاره لوبیږي په لسو لوبو کې پنځلس کسان سوځولي دي.
راشد خان د جمعې په ورځ له سنرایزرز حیدر اباد سره په لوبه کې په دریو اورونو کې یو ویکټ هم وانخیسته او پنځوس منډې یې له لاسه ورکړې.
ده پرون په یوه انلاین غونډه کې وویل چې ستونزه د ده په بالنګ کې وه نه د توپوهونکو په لوبه کې او په راتلونکې لوبه کې به هڅه وکړي چې ښه وځلیږي.
راشد خان په دوه زره درویشتم کال کې په ( ای پي ایل ) کې اووه ویشت ویکټې اخیستې وې او دوهم ځای یې خپل کړی و، تر ده د هند د لوبډلې د لوبغاړي محمد شامي یوازې یوه ویکټه زیاته وه او هغه لومړی ځای خپل کړی و.