د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۰

د طالبانو په ضد یوشمېر معترضې میرمنې له پاکستانه د اخراجېدو ویره لري


د افغانستان یوشمېر معترضې میرمنې، ارشیف
د افغانستان یوشمېر معترضې میرمنې، ارشیف

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او افغان خبریالانو په دغه هېواد کې دمېشتو افغان کډوالو د بېړني ملاتړ غوښتنه وکړه.

په دې اړه د عدالت غوښتنې د یوې غونډې مشري د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي کوله.

وروسته له هغه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت ورغلي افغانان باید د اپریل تر پایه انتقال شي،دغه هیواد کې یو شمیر مېشتې افغان معترضې میرمنې وايي چې که بیرته افغانستان ته ستنې کړل شي د مرګ له خطر سره به مخامخشي.

"دا حکم یې چې موږ ته راکړی د مرګ د حکم په شان دی، که زه له پاکستانه ډیپورت شم سره له دې چې یوه یوازې مېرمن یم او دوه واړه ماشومان لرم، حیرانه یم چې څه وکړم، یعنې فکر وکړئ ما د مرګ په لور ډیپورت کوي."

دا د شیدا نظام د خبرو یوه برخه ده. هغه چې د طالبانو په ضد له معترضو میرمنو یوه ده، په تمه ده چې له پاکستانه دریم هېواد ته ولاړه شي، خو تراوسه یې هیڅ ځای ته د سفر کار نه دی شوی.

دې ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د هېڅ دريم هېواد ته د تګ لپاره یې کومه دوسيه نشته او د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ایستلو خبره سخته خفه کړې"په دې یو نیم کال کې مو چې هر چېرې ایمیلونه واستول، کوم ځواب مو تر لاسه نه کړ، زه له پاکستان پرته بل ځای نه لرم،دازما لپاره واقعاً ټکان ورکوونکی خبر وه چې نه افغانستان ته تللی شو او نه دلته پاتې کېدای شو".

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او افغان خبریالانو د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي په مشرۍ په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دوی په اسلام اباد کې د حنا رباني کهر په شان د پاکستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمیتې غړو،د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په یوه رسمي غونډه کې چې د شنبې په ورځ (اپریل ۱۲) جوړه شوې وه، وړاندیز وکړ چې د هغو کسانو نوملړ چمتو کړي چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو وروسته به له ګواښ سره مخ کېږي تر څو په خبره یې د جبري ایستلو مخه یې ونیول شي.

د دې غونډې یوې ګډونوالې او په پاکستان کې مېشتې افغان معترضې ژولیا پارسي ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې له افغان کډوالو دملاتړ په اړه پاکستاني چارواکو ته یوه پنځه ماده ییز تګلاره وړاندې شوې ده.

XS
SM
MD
LG