د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۷

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي «حقاني» امریکايي عسکر وژلي او ترهګریزه شبکه ده


د طالبانو د کورنيو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنيو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي حقاني شبکې ګڼ امریکايي عسکر وژلي او د بهرنیو چارو وزارت باید ځواب ووايي چې ولې یې د دې شبکې د مشرانو په اړه ځینې تګلارې بدلې کړي.

دې کمېټې په خپله پرونۍ ناسته کې د حقاني شبکې له ځینو مشرانو د امریکا د جایزو په لرې کولو کلکې نیوکې وکړې.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر براین مسټ وویل حقاني شبکه چې څومره هم اوس د طالب چارواکو په شکل د ځان د سمولو هڅې کوي خو ګڼ امریکايي عسکر یې وژلي دي.

«حقاني شبکه لاهم د متحده ایالاتو لخوا ترهګریزه پېژندل شوې شبکه ده او باید هماغسې چلند ورسره وشي.»
د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر براین مست


براین مست زیاته کړه:
«اداره حق لري چې افراد د عدالت لپاره د انعامونو له پروګرام څخه لرې کړي او موږ باور لرو چې کانګرس ته باید د دې پریکړو په خاطر ځواب ووايي. له همدې امله موږ د بهرنیو چارو وزیر ته یو لیک لیږلی چې په دې اړه ترې ځوابونه وغواړو»

مست په خپله هم د امریکا لپاره په افغانستان کې جنګېدلی.

د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمېټې ناسته کې براین مست او د هغه همکاران
د امریکا د بهرنیو اړیکو د کمېټې ناسته کې براین مست او د هغه همکاران

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو په اکثریت رایو هغه قانوني تعدیل ته رایه ورکړه چې له بهرنیو چارو وزارت غواړي د افغانستان د پالیسیو په اړه په هر ډول بدلون کې د کانګرس نظر وپوښتي.

امریکا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني په سر لس میلیونه ډالري جایزه دوه اوونۍ مخکې لغوه کړې ده.
د حقاني نوم لا هم د اف بي ای/د امریکا د فدرال څېړنو د ادارې په لیسټ کې شته.

اف بي ای کې د حقاني په اړه اعلان
اف بي ای کې د حقاني په اړه اعلان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو اوونۍ مخکې تایید کړه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو مشرانو نومونه د امریکا د څار لاندې کسانو له نوملړ لرې کړي.

دلیل یې دا راوړی چې بهرنیو چارو وزارت هر وخت د عدالت لپاره د جایزو پروګرام ارزوي او اصلاح کوي.

XS
SM
MD
LG