د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

افغان تنکي ځوانان د پاکستان د اوپن تکواندو سیالیو اتلولي ته ورسېدل


افغان لوبغاړی خپل سیال ناکوټ کوي
افغان لوبغاړی خپل سیال ناکوټ کوي

د افغانستان د تکواندو تنکیو ځوانانو په پاکستان کې د اسیا د اوومې دورې ازادې سیالۍ وګټلې.

د تکواندو فدراسیون د معلوماتو په اساس دریو افغان ځوانانو حکیم الدین اکید، تمیم رحمان رحماني او سدیس سکندر خپل ټول سیالان مات او د سرو زرو مډالونه یې وګټل.

سدیس سکندر
سدیس سکندر

په دې بریاوو سره د افغانستان د تکواندو د تنکیو ځوانانو ټیم د څه باندې شلو هېوادونو تر منځ چې د پاکستان اوپن سیالیو ته ورغلي لومړی مقام وګاټه.

د افغانستان ځوان لوبغاړي تمیم الرحمن رحماني د خپلو څلورو سیالانو په ماتولو سره د سیالیو د غوره لوبغاړي لقب هم خپل کړ.
د پاکستان د تکواندو اوپن یا ازادې سیالۍ د ۲۷ هېوادونو تر منځ د فبروري له ۱۴مې پيل شوي چې د تنکیو ځوانانو برخه یې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اتلولي پای ته ورسېده.

حکیم اکید او د سرو زرو مډال
حکیم اکید او د سرو زرو مډال

تمه ده د ځوانانو په کټګورۍ کې هم د افغانستان ملي لوبغاړي له خپلو سیالانو سره مخ شي.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم سر روزونکی محمد بشیر تره کی هیله من دی چې ټیم یې وکولای شي د ځوانانو په برخه کې هم اتلولي ته ورسېږي.

د ویلو ده چې د افغانستان د ځوانانو په ټیم کې د اسیا او نړۍ په کچه ازمویل شوي او اتل لوبغاړي دي.

د افغانستان د تکواندو د ملي ټيم کپټان محسن رضايي د اسیا اتل پاتې شوی.

په سه شنبې به د افغانستان دری لوبغاړی حکمت الله زین، اشرف شکران او حسام رحیمي ولوبیږي او پاتې لوبغاړي به په نورو ورځو کې د لوبو ډګر ته ووځي.

د پاکستان په کوربه توب د اسیا د تکواندو د ازادو سیالیو اوومې دورې ته له افغانستانه ټول ټال ۳۰ لوبغاړي له خپلو روزونکو سره ورغلي.

په مبارزې سربېره د افغانستان د فورم یا پومسې برخې لوبغاړو هم په دې سیالیو کې ګډون کړی.

له ډلې یې د سیالیو په پیل ورځو کې سیدظریف هاشمي د پومسې د سرو زرو مډال وګاټه.

نورو افغان لوبغاړو هم مډالونه ګټلي چې ورسره د افغانستان ټیم دریم مقام ته رسېدلی.

افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه په تکواندو کې ډېرې لاسته راوړنې کړي چې په اسیايي او نړیوالو اتلولیو سربېره د روح الله نیکپا له خوا د المپيک د دوو ژېړو یا برنزو مډالونه یې د پام وړ دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG