په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان چې جرمني ته د تګ کېسونه لري وايي په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو د دوی په دوسیو منفي اغېزې کړي، تازه د جرمني ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد ته د سلګونه افغان پناه غوښتونکو د لېږدولو لړۍ درول شوې ده.
د جرمني د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې تازه د دې هېواد د امنیتي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې ټاکل شوې وه روانه او راتلونکې اوونۍ په دوه چارتر الوتکو کې جرمني ته له پاکستانه هغه سلګونه افغانان ولېږدول شي چې د جرمني د بیلابیلو پروګرامونو له لارې یې ویزې ترلاسه کړې وې.
خو دغه ورځپاڼې د دغه افغانانو د دقیق شمېر په اړه څه نهدي ویلي.
د پاکستان په اسلاماباد کې یوې افغان کډوالې لیلا ازادي راډيو ته وویل که څه هم د جرمني ویزهیې ترلاسه کړې او ټاکل شوې وه دې هېواد ته انتقال کړای شي، خو تازه یې د پرواز د لغوه کېدو اېمېل ترلاسه کړی دی:
«دوه کاله کېږي چې په اسلام اباد کې ژوند کوو، موږ د جرمني کېس لرو، نږدې ۱۵ ورځې مخکې موږ ته ویل شوي وو چې باید پرواز ته تیاری ونیسو، موږ د کور اړین توکي هم وپلورل، خو په جرمني کې له وروستۍ پېښې درې ورځې وروسته مو بل اېمېل ترلاسه کړ چې تر بلې خبرتیا پورې زموږ پرواز وځنډول شو، اوس موږ دلته بې سرنوشته پاتې یو.»
نوموړې وايي اوس مهال په اسلام اباد کې د ژوند تر ټولو سخت کړاو ګالي او د اقتصادي او امنیتي ستونزو ترڅنګ د پولیسو له بد چلند سره مخ ده.
په پاکستان کې مېشت یو بل د جرمني کېس لرونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
«په جرمني کې وروستۍ پېښې جرمني ته د کېس لرونکو په کېسونو منفي اغېز کړی دی، او کارونه یې سست شوي دي، موږ خبر شوو چې له همدې امله څو پروازونه هم لغوه شوي دي، موږ هم منتظر یو چې ویزې راکړل شي او پخیر له پاکستانه ووځو، خو اوس دغسې وضعیت راغلی وګورو چې څه کېږي.»
دا وايي لا هم په پاکستان کې زرګونه خبریالان، مدني او د بشري حقونو فعالان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې د تېر جمهوري حکومت پر مهال له جرمنیانو سره په بېلابېلو برخو کې کار کړی جرمني ته د تګ په تمه په پاکستان کې د انتظار شپې ورځې تېروي.
د جرمني د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې د پوښتنو په ځواب کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام لامل د لېږدولو د پروسې تخنیکي مسایل یاد کړي، خو ځینو ډیپلوماتیکو سرچینو دغې ورځپاڼې ته ویلي چې ممکن دا پرېکړه یوه انتخاباتي مانور وي.
جرمني اوس مهال د پارلماني انتخاباتو په درشل کې ده.
د دغې ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې جرمني ۳۵،۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه دغه هېواد ته انتقال کړي چې لاهم ۳،۰۰۰ په شرایطو برابر کسان یې د خپل انتقال پروسې ته په تمه دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د فبروري ۱۳مه د جرمني په مونیخ ښار کې یو افغان تبعه چې د فرهاد ن په نوم یاد شوی د کارګرو د ټولنې پر یوه لاریون موټر وروسته چې له امله یې ۳۹ کسان ټپیان شول.
په دې پېښه کې یوه ښځه او د هغې دوه کلنه لور وروسته د سختو ټپونو له امله مړې شوې چې په جرمني کې یې د افغانانو په وړاندې حساسیتونه زیات کړل.
د جرمني چارواکي وايي چې دا برید په مذهبي انګېزه شوی دی.
له دې پېښې وړاندې د روان کال د جنوري په ۲۲مه هم یو ۲۸ کلن افغان ځوان د دغه هېواد د اشافنبورګ ښار په یوه پارک کې پر خلکو د چړو ګوزارونه وکړل چې د یو ماشوم شمول په کې دوه تنه ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.