د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ټرمپ وايي د اوکرایین ولسمشر به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي


ولسمشر ټرمپ منځ کې - زیلینسکي ښۍ خوا او پوتین چپې خوا ته
ولسمشر ټرمپ منځ کې - زیلینسکي ښۍ خوا او پوتین چپې خوا ته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي ځکه چې ډیپلوماسي په ټوله نړۍ کې روانه ده.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې په هر ډول خبرو کې "ګډون ولري".

هغه بیا دا هم وویل کولی شي "ډیر ژر" د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

ټرمپ پرون یکشنبه له ډېرو جزییاتو پرته دا خبرې کړي. له هغه نه په ایر فورس ون الوتکې کې خبریالانو له پوتین سره د احتمالي لیدنې په اړه وپوښتل چې په ځواب کې یې ښاغلي ټرمپ وویل احتمالاً په سعودي عربستان کې خو وخت نه دی ټاکل شوی او ډېر ژر کېدای شي.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

هغه وويل: «زه فکر کوم چې هغه غواړي جګړه پای ته ورسوي، او دوی غواړي چې دا ژر پای ته ورسوي. دواړه. زیلینسکي هم غواړي چې دا پای ته ورسوي.»

ټرمپ وروسته، په فلوریډا کې د موټر چلولو د سیالۍ د نندارې پر مهال خبریالانو ته وویل چې زیلینسکي به د سولې په خبرو اترو کې "ګډون وکړي" په داسې حال کې چې ځینې ویره لري چې واشنګټن به له روسیې سره یوه معامله وکړي چې کیف او اروپا له پامه غورځولی شي.
بلومبرګ رسنۍ، د ځینو چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستي، د فبروري په ۱۶مه راپور ورکړ چې ټرمپ غواړي د عیسویانو د اختر یا ایستر پورې اوربند خوندي کوي. عیسویان سږ کال د اپرېل ۲۰مه ایستر لمانځي.

ولسمشر ټرمپ داسې وخت دا څرګندونې کړي چې دمګړۍ امریکايي ډپلوماټان په منځني ختیځ کې دي او له روسانو سره په راتلونکو خبرو باندې له عرب مشرانو سره بحث کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د منځني ختیځ لپاره د امریکا مرکچي سټیف ویتکوف او د ملي امنیت سلاکار مایک والټز په دې خبرو کې ګډون کوي.

ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د هغه ټیم له روسي چارواکو سره "اوږدې او سختې" خبرې کړې دي او ویټکوف په دې وروستیو کې له پوتین سره درې ساعته خبرې کړي دي.

روبیو، چې د فبروري په ۱۵مه د مونیخ امنیتي کنفرانس ته له سفر وروسته اسراییل ته ورسید، له سي بي ایس سره په خبرو کې وویل، راتلونکې څو ورځې به معلومه کړي چې پوتین په اوکراین کې د سولې په اړه جدي دی که نه.

د فبروري د ۱۷مې نیټې تر لومړیو پورې، دا مسله چې څوک به د سعودي په خبرو کې برخه واخلي یا کله به ترسره شي، روښانه نه وه.

د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي کیت کیلوګ هغه وخت غوغا راپورته کړه کله چې هغه وویل که چیرې متحده ایالات د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو منځګړیتوب وکړي، نو اروپا ممکن "په میز کې" نه وي.

دې کار په اروپايي اتحادیه او کیف کې دا ویره راپورته کړه چې ممکن دوی د احتمالي معاملې په اړه له پریکړو څخه لرې شي.

خو، کیلوګ وویل چې اروپا به د پریکړې له پروسې څخه بهر نه وي. هغه ویلي اوکرایین به په خبرو کې څوکۍ ولري که څه هم کییف ویلي د سعودي خبرو ته نه دی وربلل شوی.

په عین حال کې، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به د فبروري په ۱۷مه د اوکراین د جګړې په اړه په یوه بیړنۍ سرمشریزه کې د اروپایي مشرانو کوربه وي.

ځینو اروپايي مشرانو اندېښنه څرګنده کړې ده چې ټرمپ به هڅه وکړي چې له پوتین سره د سولې داسې تړون ته ورسیږي چې د اروپا پراخې امنیتي اندیښنې کمزورې کړي.

تمه کیږي چې د جرمني، بریتانیا، ایټالیا، پولنډ، هسپانیې، هالنډ او ډنمارک مشران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا ناسته د فبروري په ۲۴مه د اوکراین په اړه د روسیې د بشپړ یرغل د دریمې کلیزې څخه مخکې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG