خبرونه
د سوریې د باندنیو چارو وزیر: تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سوریه کې د ایران حضور او نفوذ د دې هېواد د خلکو لپاره پاروونکی او یوازې د بشار اسد د حکومت د بقا لپاره و.
هغه ټینګار کړی چې تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ټینګې شي.
اسعد حسن الشیبانی د الجزیرې له تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جدی ۱۲ خپره شوه، وویل: "ایران باید د سوریې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي."
ده زیاته کړه چې ایران د سیمې یو هیواد دی او دوی په اوس وخت کې له ایران سره د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي نه دي. خو غواړي چې ایران د سوریې او د دې هیواد د خلکو په اړه پر خپلو دریځونو او محاسبو بیاکتنه وکړي.
ښاغلي شیباني همداراز وویل:
"که موږ په راتلونکي کې له ایران څخه مثبت پیغامونه ترلاسه کړو چې له اصولو سره سم وي، او زموږ خلک هم احساس وکړي چې ایران نور زموږ په کورنیو چارو کې مداخله یا نفوذ نه کوي، نو موږ به هم متقابل چلند غوره کړو."
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ هم ایران ته ویلي و چې په سوریه کې د ګډوډۍ د تخمونو له کرلو څخه ډډه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خوست په یوه هوټل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ګاز نیولي او مړه شوي دي
د خوست په یوه هوټل کې تېره شپه د ګازونیولو له کبله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدطاهر احرار د ازادۍ رادیو مشال څانګې ته ویلي، دغه کسان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د یوه ناروغ د درملنې لپاره خوست ته ورغلي وو.
لس ورځې مخکې بیا په خوست کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو، چې درې تنه یې ماشومان وو.
د افغانستان او پاکستان په زیاتو برخو کې خلک د پخلي او په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره ګاز کاروي، چې ځینې وخت یې ډبې منفجر کېږي او یا هم د ګازونیولو په نتیجه کې خلک مړه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیس دې له افغان خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي
«د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان» په پاکستان کې له دېره افغان کډوالو په ځانګړي ډول خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند اعتراض وکړ.
دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي: «هغه افغان خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، د بېلابېلو ناقانونه پلمو له مخې نیول کېږي، ځورول کېږي او ان د ویزې د نه لرلو په تور شړلو ته اړ کېږي.»
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادیو ساتنه وکړي. پاکستان د دې موضوع په باب رسماً څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپله اعلامیه کې له هغو ټولو سفارتونو چې د افغان خبریالانو د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو قضیې مخته بیايي، د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.
په پاکستان کې دېره افغان کډوالو ویلي، چې له تېرې سې شنبې د پلازمېنې اسلام اباد له ځینو برخو د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده او راپورونه وايي ځینې افغان کډوال د اسنادو له لرلو سره- سره افغانستان ته اخراج شوي دي.
د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو، چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر له ۳۱ مې وروسته افغان وګړي، د پولیسو له اجازه لیک پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدلای
د طالبانو ټولګټو وزارت: د سالنګونو لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې
د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې او نن سهار اووه بجې د هر ډول مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
دغه لار د درنې واورې اورېدو او توفان له کبله تېره جمعه د هر ډول وسایطو پرمخ تړل شوې وه.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، دغه لاره سهار اووه بجې د لویو او کوچنیو مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې د دې لارې په بېلابېلو ساحو کې د شګو او مالګې د شیندلو چارې روانې دي.
ټیستلوبه: افغانستان زیمبابوې ته په ۷۲ منډو ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د زمبابوې په وړاندې په دویمه ټيسټ لوبه کې نن د بریا لپاره دوو نورو ویکټونو ته اړتیا لرله خو لومړیو درو اورونو کې یې دا هدف پوره شو او دا سیالي یې په ۷۲ منډو وګټله.
افغان لوبډلې پرون د زمبابوې ۸ لوبغاړي په ۲۰۵ منډو اوټ کړل.
زمبابوې نن د لوبې د ګټلو لپاره ۷۳ منډو ته اړتیا لرله په داسې حال کې چې یوازې دوه لوبغاړي یې پاتې وو.
په دویمه ټیسټ لوبه کې افغان ټیم په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۷ او په دویمه کې ۳۶۳ منډې کړې وې.
زیمبابوې بیا په اولنۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ کړې وې او په دویمه کې د یکشنبې تر پایه ۲۰۵ منډې وکړې.
یکشنبه د افغانستان لپاره په بالنګ کې راشد خان د سیال ټيم شپږ لوبغاړي اوټ کړل. ورسره ضیاالرحمن اکبر دوه وېکټې واخیستې.
نن د دې ټیستلوبې په پنځمه ورځ زمبابوې په داسي حال کې بیټنګ یا توپ وهنه پیل کړه چې په دوو لوبغاړو ۷۳ منډو ته اړتیا لرله. د دې ټیستلوبې غوره لوبغاړی راشد خان ونومول شو چې په دوهمه پاڼۍ کې یې ۷ او لومړۍ کې ۴ لوبغاړي سوځولي وو خو لړۍ د غوره لوبغاړي جایزه د رحمت الله په نصیب شوه چې ټولټال ۳۹۲ منډې یې وکړې.
محسن داوړ د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو سرغړونه وبلله
د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ رهبر او د پښتون ژغورنې له بنسټګرو مشرانو محسن داوړ د افغانانو په جبري ایستلو نیوکه کړې او هغه یې د بشري حقونو نقض بللی.
ښاغلي داوړ په خپله ایکس پاڼه باندې په یوه بیان کې له پاکستانه د افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللې او د افغانانو پر ضد یې دښمني یاده کړې.
هغه ویلي ان د قانوني اقامې او ویزو لرونکي افغانان هم ایستل کېږي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د کورونو تالاشي او نیولو وروسته له هغه زور واخیست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته اسلام اباد کې بې اسناده افغان کډوال نیسي.
د چین سفیر راستنېدونکو افغان کډوالو ته په کابل کې د کورونو د جوړولو ژمنه وکړه
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي هېواد یې چمتو دی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره په کابل کې د هستوګنې کورونه جوړ کړي.
هغه دا خبره د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بیان په اساس ښاغلي شینګ ویلي د هغو کډوالو لپاره کورونه جوړوي چې له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي.
هغه همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د سړو خونو او د روغتیا او کانونو په برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
د چین سفیر همداراز ویلي چې تېر یو کال یې افغانانو په تېره بیا سوداګرو ته تر ټولو ډېرې ویزې ورکړي او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا یوه بېلګه بللې ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چین د افغانستان په بیلابیلو برخو له هغې ډلې کانونو کې پراخې پانګونې کړي دي.
ایران وايي، په روغتونونو کې یې ۷۰۰ افغان ډاکتران کار کوي
د ایران حکومت ویلي چې شاوخوا ۷۰۰ سوه افغان ډاکتران د ایران په روغتونو کې په کار بوخت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د ادارې رییس نادر یاراحمدي په یوه بیان کې ویلي چې دا افغان روغتیاپالان د ایران د هستوګنې قانوني اسناد لري او له خدمتونو برخمن دي.
هغه په عین حال کې ویلي چې په دغو قانوني او تحصیل کړیو افغانانو سربېره یوه لویه برخه افغانان په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د دغه مقام په خبره دوی په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا دری میلیونه افغان کډوال له ایران ایستلي وو چې د ده په خبره په افغانستان کې د سختو شرایطو له کبله بېرته ایران ته ورغلي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې دا کډوال به بېرته باسي.
د متحده عربي اماراتو دولتمشر پاکستان ته تللی
د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان پرون (یکشنبه) پاکستان ته لاړ.
د پاکستان حکومت په یوه بیان کې ویلي چې د متحده عربي اماراتو د دولت رییس د پاکستان له صدراعظم شهبازشریف سره د پنجاب په رحیم یار خان ښار کې لیدلي او په دوه اړخیزو مساییلو یې خبرې کړي دي.
د بیان په اساس شیخ محمد بن زاید آل نهیان د کانونو په کیندلو او کرنې برخو کې له پاکستان سره د همکاریو ډاډ ورکړی.
شهبازشریف هم په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د اماراتو د دولت له رییس سره یې په لیدنه کې د پاکستان او اماراتو د همکاریو د لا غښتلتیا ډاډ ورکړ او د ستراتیژيکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د اړیکو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
د اماراتو د دولت رییس داسې وخت پاکستان ته سفر کوي چې دا هېواد وروستۍ څو ورځې یو وار بیا د بریدونو شاهد دی. په دې سربېره د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د پراخو لاریونو په سبب سیاسي وضعیت هم کړکېچن بلل کېږي.
روسیه وایي، د اوکراین لسګونه بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي
روسيې د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۵مه) وویل چې د شپې پر مهال یې د اوکراین ګڼ ډرون الوتکې ویشتلي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ويډوګانې په روستوف سیمه کې له لرې واټنه چاودنې ښکاروي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، هوايي دفاعي سیستم یې د تېرې شپې په ترڅ کې ۶۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې وویشتې چې ډېری یې د اوکراین پولې ته په څېرمه سیمو کې ویشتل شوې دي.
د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې روزا ویاتسیا یوه ویاند ویلي، څلورو هوايي ډګرونو د یکشنبې په سهار د "امنیتي" دلایلو له امله د لنډې مودې لپاره ترافیک وځنډاوه او لږترلږه اته الوتکې لاره بدلولو ته اړې شوې.
د روستوف سیمې د سیمه ییز والي یوري سلیوسار په وینا، د تاګانروګ په بندري ښار او شاوخوا سیمو کې، د بې پیلوټه الوتکو د لوېدو له امله ملکي خلکو ته زیان اوښتی دی.
مسکو او کییف په نژدې درې کلنه جګړې کې نژدې هره ورځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تبادله کړي چې د جګړې له لومړۍ کرښې لیري ملکي سیمو ته یې زیان اړولی.
ماینونو تېر کال څه باندې ۵۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو په چاودنو کې وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.
نن (یکشنبه د مرغومې ۱۶مه) د افغانستان د یونیسف ادارې پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې دا خبر ورکړی دی ، خو دا یې څرګنده نه کړه چې په دغو ماشومانو کې څومره یې وژل شوي او څومره ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۳ میلیونه ماشومانو او د هغوی پالنه کوونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه ښوونه کړې، چې په کې د هغوی د پېژندلو، مخنیوي او راپور ورکولو څرنګوالی هم شامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ یو شمېر بنسټونه په دې برخه کې د بودیجې کمښت او په روان کال کې له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو د چاودنو له امله د تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښمن وو.