رویټرز خبري اژانس ویلي چې د موټر په وسیله دغه بریدګر ۴۲ کلن شمس الدین جبار یاد شوی چې د امریکا د پوځ پخوانی کارکوونکی و او افغانستان کې یې هم د امریکا لپاره پوځي دنده ترسره کړې.
جبار چې ویل کیږي موټر کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش بیرغ موندل شوی، پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.
پيښه چې شاوخوا دیرش کسان په کې ټپيان شوي، د نوي کال په لومړیو ساعتونو کې د نیو اورلینز ښار هغې سیمه کې شوې چې د لرغوني قدامت او هلته د بارونو د موجودیت له کبله ګڼ شمېر ګرځندویان ورمات وي.
د امریکا د فدرالي څیړنو ادارې ( ایف.بي.ای) ویلي، د بریدګر له موټره وسلې او یوه احتمالي چاودیدونکې وسیله ترلاسه شوې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډڼ پر پیښه خواشیني وښوده او وې ویل، بریدګر له داعشه انګیزه اخیستې وه.