د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۷

د جنورۍ لومړۍ نېټه؛ ولې د ګڼو افغانانو د زوکړې ورځ ده؟


که د جنورۍ په لومړۍ نېټه ټولنیزو رسنیو ته سر ورښکاره کړئ نو د دې رسنیو د افغان کاروونکو په منځ کې به د زوکړې د ورځې له ګڼو یادوونو سره مخامخ شئ.

د ګڼ شمېر افغانانو د زوکړې نیټه په رسمي اسنادو یا ټولنیزو رسنیو کې د جنورۍ لومړۍ نیټه لیکل شوې ده.


هر کال دا موضوع د خواله رسنیو د افغان کاروونکو د ټوکو ټکالو او د زوکړې د ورځې د ډله ییزو انلاین مبارکیو موضوع وي.

خو ولې د جنورۍ لومړۍ نیټه د ګڼو افغانانو د زوکړې ورځ ده؟

د هغو کسانو له ډلې چې په رسمي اسنادو کې یې د جنورۍ لومړۍ نیټه د زوکړې ورځ ده یو هم نور محمد دی. هغه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی او له اتلس کلونو راهیسې په جرمني کې اوسي.


په ۲۰۰۴ میلادي کال کې یې چې کله غوښتل د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د نوي افغان حکومت لپاره کار وکړي، اړ شو چې په لومړي ځل د افغانستان د تابعیت تذکره ترلاسه کړي.


نور محمد، چې د شوروي یرغل پر مهال ډېر وخت د پاکستان د کډوالو په کمپونو کې تېر کړی، ازادي راډیو ته وویل،" زه کوچنی پاکستان ته مهاجر شوی وم. او د افغانستان تذکره یا بل کوم سند مې نه درلود، اصلاً کله چې په پاکستان کې وم، تذکرې ته مې هیڅ اړتیا نه وه شوې، نه راڅخه ښوونځي کې چا غوښتې وه او نه بل ځای. "

نور محمد چې کله افغانستان ته ستون شو، د تذکرې د ترلاسه کولو لپاره یې پروسه له ولسوالۍ پیل کړه او د نورو مرحلو په بشپړولو پسې یې جلال اباد ښار ته ولاړ.

هغه وايي، په جلال اباد کې یې په یوه ورځ کې د تذکرې د ترلاسه کولو ټول بیروکراتیک مراحل بشپړ شول"خو یو څه پاتې شول چې باید په سبا یې ورشم او هغه په تذکره کې زما د عمر ټاکل و. "

نور محمد وايي، په سبا یې له څو نورو کسانو سره، چې د هغوی تذکرې هم د عمر د تایید مرحلې ته رسیدلې وې په یو کتار کې ودریده. نوموړی زیاتوي" یو په عمر پوخ سړی د ولایت د ادارې ودانۍ ته څېرمه په یوه دفتر کې د یو لوی میز تر شا ناست و او زموږ نیمې بشپړې شوې تذکرې یې مخې ته پرتې وې. هغه موږ یو په یو وروغوښتو. کله چې زما نوبت راغی، هغه له سره تر پښو راته په غور وکتل او ویې پوښتلم چې څو کلن یم. ما ورته وویل، 'شاید ۲۴ کلن یم.' هغه بیا راته وکتل او ویې ویل، 'نه، ته تر دې مشر ښکارې.' بیا یې زما په فورمه کې څه ولیکل. وروسته مې ولیدل چې د زیږېدو د نېټې په برخه کې یې لیکلي وو ( ظاهرې بڼې ته په پام ۲۵ کلن) ."


نور محمد ته یې د خپلې زوکړې اصلي نیټه نه ده معلومه، خو وايي له مور یې اوریدلي و چې د ببرک کارمل په واکمنۍ به یو کال اوښتی و چې زېږیدلی دی. هغه وايي که څه هم په دې حساب " زه د تذکرې اخیستلو پر مهال ۲۴ کلن وم خو زما لپاره دا مهمه وه چې تذکره ترلاسه کړم او دا چې عمر مې په کې څومره لیکل شوی راته مهم نه و. "

هغه دوه درې کلونه وروسته اړ شو چې د همدې تذکرې پر بنسټ پاسپورټ واخلي. د نوموړي په وینا د پاسپورټ د ادارې مامورینو د خپل اټکل له مخې په پاسپورټ کې د ده د زوکړې نیټه د ۱۹۷۹ م کال د جنورۍ لومړۍ لیکلې وه. " له همدې ورځې راوروسته زما په رسمي اسنادو کې د جنورۍ لومړۍ نیټه زما د زوکړې نیټه شوه"

نورمحمد یوازې نه دی، داسې ګڼ نور افغانان هم شته چې په رسمي اسنادو کې یې د زیږېدو نېټه د جنورۍ لومړۍ ثبت شوې ده. که څه هم د هر چا کیسه بېله ده، خو لاملونه یې سره ورته دي.

احمد ذکي، چې اوس په هالنډ کې ژوند کوي هم له هغو کسانو څخه دی چې په اسنادو کې یې د زیږون نېټه د جنورۍ لومړۍ ثبت شوې ده. هغه ازادي راډیو ته وویل"زه دلته (هالنډ ته) له قاچاقي لارو راغلم. له ترکیې نه یونان ته په سفر کې موږ مجبور شو چې ټول اسناد اوبو ته وغورځوو. دلته له ما سره هیڅ سند نه وو. دلته د مهاجرینو په کمپ کې یې چې کله نوم لیکنه کوله د ژبې ستونزه ډيره وه زه په انکلیسي هم نه پوهیدم، نو کله یې چې د زوکړي د ورځې پوښتنه وکړه تر ټولو اسانه نیټه راته همدا (د جنورۍ لومړۍ) ښکاره شوه چي اسانه مې په یاد پاتې کیده. "

مُنیب الله هاشمي، چې د طالبانو دله بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه وتلی د څه وخت لپاره د کډوالو په کمپ کې د نورو افغانانو لپاره د ژباړونکي په توګه کار کاوه، وايي " کله چې له افغانستانه راووتلو د مهاجرو په یوه کمپ کې وو. هلته د ډیرو افغانانو لپاره ما ترجماني کوله. د دې افغانانو په منځ کې داسې کسان ډير وو چې هیڅ اسناد ورسره نه وو. د کارت جوړولو په ورځ چې کله ما د دوی خبرې ژباړلې نو اتیا سلنه افغانانو د خپلې زوکړې ورځ د جنورۍ لومړۍ نیټه یادوله، ناست بهرني کس راته په خندا وویل، تاسو افغانان ټول د میلادي کال په لومړۍ ورځ زیږیدلي یئ"

ولې د جنورۍ لومړۍ نیټه؟

که څه هم ګڼ افغانان د دوی د رسمي اسنادو له مخې د جنورۍ په لومړۍ نیټه زیږیدلي، په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو په منځ کې د زوکړې دا نېټه د ټوکو ټکالو په یوه موضوع بدله شوې، خو د ټولنیزو چارو شنونکی ډاکتر محب زغم وايي، د دې تر شا ځینې خواشینوونکي لاملونه شته. د نوموړي په وینا " په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې، کډوالي او مهاجرتونه، د ماشومانو د زوکړو د ثبت لپاره د مناسب دولتي سیسټم نشتوالی، د روغتونونو په ځای په کورونو کې د میندو ماشوم زیږونې او نور د دې سبب شوي چې ډېرو افغانانو ته د دوی د زیږون کره نیټې نه دې معلومې."

Dr. Mohib Zgham
Dr. Mohib Zgham

ښاغلي زعم زیاتوي ، دا چې ګڼ افغان میندې- پلرونه لیک لوست نه شي کولی، او ځینې یې خو د کال، میاشتو او نیټو په اړه هم معلومات نه لري، نو ځکه یې د خپلو ماشومانو د زوکړې نیټې په کورنو کې هم له ځان سره نه دي ثبت کړي، او په ذهن کې یې ساتلي وي چې د څو کلونو په تیریدو ورڅخه هېریږي."

په وروستیو دوو لسیزو کې بدلونونه

د افغانستان د پرزېدلې جمهوریت په وروستیو کلونو کې د دې هېواد روغتونونو نویو زیږیدلو ماشومانو ته د زوکړې د اسنادو ورکول پیل کړل، په ځانګړې توګه هغو روغتونونو چې په لویو ښارونو کې دي. له بله پلوه په همدې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د بریښنايي تذکرو ویش هم پیل شو چې د زوکړې کره نیټه لیکل په کې شرط دي.

شنونکي وايي دا ګامونه ښايي د هغو افغانانو شمېر کم کړي چې د خپلې زوکړې کره نېټه نه ده ورمعلومه، خو په دې برخه کې لا هم یو منظم سیستم نه شته او تر هغې چې په افغانستان کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د ثبت او راجستر یو فعال سیستم رامنځ ته کیږي، اوږده لاره په مخ کې ده.

د نوي کال لومړۍ ورځ د زوکړې ورځ هم کیدلی شي

په جرمني کې، نورمحمد په دې پوهېږي چې ګڼ افغانان د هغو په اړه چې د زوکړې ورځ یې د جنورۍ لومړۍ ثبت شوې، په ټولنیزو رسنیو کې ټوکې ټکالې کوي، خو هغه وايي ورته مهمه نه ده " اوس ما ته دا مهمه نه ده چې زما د زوکړې اصلي ورځ کومه ده. مهمه دا ده چې زما ماشومان، چې په جرمني کې لوی شوي او اوس لویان دي، د جنورۍ په لومړۍ نېټه رخصتي لري. هغوی مې د زوکړې ورځ لمانځي، کیک اخلي، ډالۍ راوړي، او د هغوی دا خوښي ما ته خوښي راکوي."


نور محمد چې د اسنادو له مخې نن (۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه) ۴۶ کلن کېږي زیاتوي " د هغوی لپاره چې زما په څېر د زوکړې اصلي ورځ نه ده ورمعلومه، د جنورۍ لومړۍ ورځ چې د نوي میلادي کال د پیل په توګه یې هسې هم خلک لمانځي، د زوکړې د کلیزې د لمانځلو لپاره هم یو ښه فرصت او ښه ورځ کیدلی شي."

راپور: فرشته سهاک، ازادي راډیو

XS
SM
MD
LG