افغانستان
سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره د واخان په اړه خبرې کړي
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان دهلیز د ستراتيژيک اهمیت په اړه خبرې کړي دي. دا خبره د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې کړې ده.
حقاني او ژاو شینګ پرون په کابل کې په دې لیدنه کې د واخان دهلیز د ستراتیژيک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه بحثونه کړي.
په دې ناسته کې د بیان له مخې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو په لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د چین سفیر داسې وخت د واخان د ستراتیژيک اهمیت په اړه خبرې کړي چې دا څو وروستۍ ورځې پاکستان ته نږدې ځینې حلقاتو په خواله رسنیو باندې داسې ګنګوسې خپرې کړي چې ګواکې پاکستاني پوځیان په واخان دهلیز/کوریدور حاکم شوي او غواړي دا سیمه ونیسي.
دې چارې د ګڼو فعالانو او خلکو غبرګونونه او اندېښنې پارولي دي.
واخان افغانستان او چین سره نښلوي او دواړه هېوادونه شاوخوا اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.
د دغه دهلیز شمال ته تاجکستان، جنوب ته پاکستان او ختیځ ته د چین سینکیانګ ولایت پروت دی.
شاوخوا دوه کاله مخکې هم راپورونه خپاره شول چې پاکستاني ځواکونه هڅه کوي په واخان کې سرحدي نښې له منځه یوسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زیمبابوې له افغانستان سره د ټسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۳ منډې وکړې
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې په دویمې ورځ د زمبابوې د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه او ټول لوبغاړي یې په ۲۴۳ منډو وسوځېدل.
یادې لوبډلې پخپلې لومړۍ پاڼۍ کې له افغانستان څخه د ۸۶ منډو لیډ واخیست.
زمبابوې ته په توپوهنه کې سکندر رضا او لوبډلمشر ګریګ ایروین نیمه سلیزه وهلې دي او په افغان توپ اچونکو کې راشدخان ۴، یامین احمدزي درې او فرید ملک دوه لوبغاړي سوځولي دي.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۵۷ منډې کړې وې.
افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې دویمه پاڼۍ پیل کړي او باید وویل شي چې د دې لوبې درې نورې ورځې هم پاتې دي.
سالنګ لویه لاره د درنو واورو د ورېدو له کبله بنده شوه
د سالنګ لویه لار نن سهار د درنې واورې او توپان له امله د موټر په مخ بنده شوې ده.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس وایي چې په شمالي سالنګ کې له پنځه څلویښتو تر اووه نوي سانتي مترو پورې واوره وریدلې او په جنوبي سالنګ کې له اته اویا تر یوسل او شپاړس سانتي مترو پورې واوره وریدلې ده.
د سالنګ لویه لار چې د افغانستان د شمال دیارلس ولایتونه له کابل سره نښلوي، د افغانستان له مزدحمو لویو لارو څخه ده.
د اسلام آباد پولیسو د افغان کډوالو د نیولو عملیات بیا پیل کړي دي
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې دېره افغان کډوال وايي چې پولیسو نن سهار یوځل بیا د دغه ښار په ځینو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره کور په کور تلاشۍ پيل کړې دي. دا کډوال وايي چې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغانان نیولي دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر په وروستیو کې ویلي و، چې سر له نوي ۲۰۲۵ کال څخه به هیڅ افغان له اجازه لیک( این او سي) پرته په اسلام اباد کې پرې نه ږدي.
په اسلام اباد کې یوشمیر افغان کډوالو نن ادعا کړې ده چې پولیسو داسې کسان هم ورسره بیولي دي چې په پاکستان کې یې د اوسیدو قانوني اسناد لرل.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۷ منډې وکړې
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه پیل شوې ده او افغان ملي لوبډلې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ لوبولې ده چې ټول لوبغاړي یې په ۱۵۷ منډو سوځېدلي دي.
دغه سیالي چې د جنورۍ په دویمه نېټه د زمبابوې په بولایو ښار کې پیل شوې ده، زمبابوې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې انتخاب وکړ.
د لوبې په سهار شدید ورښت څو ساعتونو ضایع کړل، خو بیا هم افغان توپوهونکو ته په لومړۍ ورځ د توپوهنې پوره موقع ورغله او ۱۵۷ منډې یې وکړې.
په دې پاڼۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې راشدخان ۲۵، رحمت شاه ۱۹ او فریدملک ۱۷ منډې وکړې.
د زمبابوې په توپ اچونکو کې نیومن نموري او سکندر رضا درې درې افغان لوبغاړي وسوځول. کوربه لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې ۶ منډې وکړې او هېڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد. د لوبې دویمه ورځ به د جنورۍ په درېیمه نېټه د کابل پر وخت غرمې دولس بجې پیل شي.
د ویلو ده چې په دویمې ټيسټ سیالۍ کې افغان لوبډلې پینځه لوبغاړي بدل کړي دي چې په لومړي ځل یې په ټیسټ کرکټ کې عصمت عالم، ریاض حسن او فرید ملک ته هم چانس ورکړی دی.
د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی
د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په: کندهار، زابل، روزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانټي مټرو پورې وي.
وړاندې په خبرداري کې ویل شوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو اټکل شوی، چې سرعت به یې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو پورې وي.
پرون هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې باران او واوره واورېده چې خلکو د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د سږکال د لومړۍ واورې د اورېدو هرکلی وکړ.
ندیم: رسنۍ دې واقعتیونه منعکس کړي
د طالبانو لوړو زده کړو سرپرست وزیر له رسنیو د بې پرېتوب او د واقعیتونو د انعکاس غوښتنه کړې ده.
ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون پنج شنبه خبر ورکړی، چې ندا محمد ندیم دغه څرګندونې د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي، چې ندا محمد ندیم دوه کاله مخکې په یوه غونډه کې ویلي وو، هغه کسان چې د طالبانو نظام تخریبوي بغاوت کوونکي او واجب القتل ګڼل کېږي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، ۲۰۲۴د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و، چې د خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې په کې ثبت شوې وې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت له یوه محلي مشر سره پر افغانستان خبرې وکړې.
محمد صادق پرون پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د یوناما د دفتر له مشر مالک سیسې سره پرون پنج شنبه بحث وکړ.
هغه د نورو تفصیلاتو له ورکولو پرته لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د سیمه ییز امنیت په ګډون پر دوه اړخیزو ګټو خبرې وکړې.
سیسې په پاکستان کې د یوناما د څانګې مشري کوي.
صادق خان د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ داسې مهال کابل ته تللی و، چې په شپه یې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۵۱ تنه ووژل شول.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مالدارۍ په اړه پراخه سروې پیل کړې
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه یې د افغانستان په کچه د مالدارۍ دویمه سروې پیل کړې.
دې ادارې نن پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) ویلي، دا پراخه سروې به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو، ۴۵۲ ولسوالیو، او ۳۶۹۰۰ کلیو کې ترسره شي.
ملګري ملتونه هیله لري چې دا سروې به په افغانستان کې د مالدارۍ سکتور د پروګرامونو د بهبود، د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښهوالي، او د کلیو د معیشت د ملاتړ لپاره مهم معلومات چمتو کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خلکو غوښتي چې د دې سروې په بشپړولو کې ورسره همکاري وکړي.
د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه
د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، نن په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې دا لویه لاره یو ځل بیا د زیاتو واورو د ورښت له کبله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې، خو د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.
هغه زیاته کړه چې په سالنګ کې د واورې اورښت دوام لري او تر اوسه دغلته له ۴۰ تر ۵۰ سانتيمترو پورې رسېدلی دی.
د حقشناس په وینا، د میدان وردګو ولایت د کوتل اوني په سیمه کې هم د واورې ورېدو له امله د کابل – بامیانو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویه لار یو له مهمو ترانزیتي لارو څخه ده چې د افغانستان ۹ شمالي او شمالختیځ ولایتونه له کابل او ختیځ او سویلي ولایتونو سره نښلوي، او هره ورځ له دې لویې لارې سلګونه موټر تګ راتګ کوي.
افغانستان سبا- پنجشنبې د زیمبابوې پر وړاندې د کرکټ دوهمه ټسټ لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې ملي لوبډلې سبا (د مرغومي ۱۳مه) په دوهمه ټسټ لوبه کې سره مخامخ شي. دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي. دا پنځه ورځنۍ لوبه به د دوشنبې ترورځې دوام وکړي.
د زیمبابوې په کوربه توب د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه چې تېره دوشنبې پای ته ورسېده مساوي شوه خو له دې مخکې د دریو یوورځینو او دریو شل اووریزو لوبو لړۍ افغانستان وګټلې.
د زیمبابوې له لوبلړۍ وروسته د افغان لوبډلې راتلونکې سیالۍ به د آسیا د اتلولۍ په جام یا چمپین ټرافي کې وي. په دې لړۍ کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د نوي ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا، دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلینډ او دریمه لوبه به یې د فبروري په ۲۹ له اسټرالیا سره وي.