د کندهار د پستې باغ لرونکي وايي چې پسته کمو اوبو او لږ کار ته اړتیا لري، خو د نورو میوو په پرتله یې حاصل زیات دی او په ښه بیه پلورل کېږي.
په دې ماشینونو کې د کروندګرو له خوا له باغ څخه ټوله شوې پسته پاکېږي او بیا له وچېدو وروسته بازار ته وړاندې کېږي.
کریم الله، چې له کلونو راهیسې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د پستې باغونه روزي، وايي چې سږ کال یې له باغ څخه د پستې حاصلات زیات شوي دي.
د هغه په خبره، پسته د نورو میوو په پرتله لږو اوبو او کم کار ته اړتیا لري او تر څنګ یې حاصل زیات دی او په ښه بیه پلورل کېږي.
کریم الله زیاتوي: “روزنه خو یې داسې ده چې یو خو هغه نور بوټي چې ناز غواړي، پسته هغومره خواري نه غواړي.
او بل دا چې حاصل یې ښه دی، ځکه وچه میوه ده او ساتلی یې شې که مارکېټ خراب وي خو پسته هر وخت ښه بازار لري.”
د پستې د دغه باغ خاوند حامد هلمندي کلونه وړاندې په لومړي ځل په کندهار کې د پستې د باغونو روزنه پیل کړه.
د هغه په وینا، د هر کال په تېریدو یې حاصل زیات شوی او سږ کال یې له خپل باغ څخه ۱۲ ټنه پسته ترلاسه کړې.
هلمندي وايي، د “MC” یا مرسي کور په نوم د مرستندویه موسسې په مالي مرسته یې دوه میلیونه د پستې نیالګي د سویلي زون په ولایتونو کې وېشلي، څو کروندګر د پستې باغونو ته مخه کړي.
د هغه په خبره، د پستې هره ونې تر ۸۰ کیلو پورې حاصل ورکوي، چې د نورو حاصلاتو په پرتله زیات دی، او هم په کورنیو او هم په نړیوالو مارکېټونو کې ښه بازار لري.
هلمندي زیاتوي:“موږ د کندهار په ساحه کې په حدودو کې دوه میلیونه ونې کرلي دي او انشاءالله زه امید لرم چې د رسجام تر پستو به ځان وړاندې کړو او ډېر ژر به نړیوال مقام ترلاسه کړو.”
“زما فکر دی چې پسته یو له هغه ښو نباتاتو څخه ده، چې د ډېرو خلکو انتخاب به وي، ځکه که پسته ښه وروزل شي، یوه ونه یې تر ۸۰ کیلو پورې ځان رسوي.”
د طالبانو د حکومت د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې دا مهال ۱۰۵ هکټاره د پستې باغونه شته، چې سږ کال یې ۱۱۶ مټریک ټنه حاصل کړی.
په افغانستان کې یوه کیلو پسته تر ۱۲۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي، خو په نړیوالو بازارونو کې د پستې بیه تر ۲۰ امریکایي ډالرو پورې ده.
د معلوماتو له مخې، افغانستان ته د خپلې پستې ترڅنګ له بهره هم هر کال د میلیونو ډالرو په ارزښت پسته راواردېږي.