د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

طالبانو په هرات کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې کورسونو ته له تګ هم منع کړې


ارشیف
ارشیف

د هرات د پوهنې د ریاست په یو رسمي مکتوب کې چې تازه یوه کاپي یې ازادي راډيو ترلاسه کړې راغلي چې په دولتي او شخصي ښوونځیو کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته په کورسونو کې هم تر بل امر پورې د دوی زده کړې بندې دي.

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په دوام په هرات ولایت کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې کورلسونو ته له تګ منع شوي او دې چارې د نجونو زده کوونکو اندېښنې پارولي دي.

د یو کورس زده کوونکې حسنا ازادي راډيو ته وویل چې پرون سې شنبې (د ډسمبر ۲۴ مه) د کورس د مسوولانو له لوري نجونو زده کوونکو ته وویل شول چې تر بلې خبرتیا پورې کورس ته ورنه شي.

«اول یې د پوهنتونونو دروازې وتړلې، چې زموږ روحي وضعیت ورسره ډېر خراب شو، خو له دې وروسته زه د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره کورس ته تللم، یو څه مې وضعیت ښه شوی و، خو پرون موږ ته وویل شول چې تر بل امر پورې نور کورس بند دی، تاسو نور مه راځئ، زما په ګډون ټولو نجونو ژړل دا د زده کړو په برخه کې زموږ وروستۍ هیله وه او دا دروازه هم زموږ په وړاندې وتړل شوه.»

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي هم دا مسله د اندېښنې وړ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د علم زده کړه د نجونو حق دی.

«ښځه هم د زده کړو حق لري، الله جل جلاله د ښځو لپاره زده کړه فرض کړې ده، نجونې هم باید د هلکانو په څېر زده کړې وکړي، تر څو هیواد مو پرمختګ وکړي، نجونې هیله لري چې ښه راتلونکې ولري، تاسو باید د نجونو ملاتړ وکړئ، د نجونو په وړاندې باید د زده کړو دروازې پرانستل شي ځکه دا یوه مهمه اړتیا ده.»

د هرات د پوهنې د ریاست په یو رسمي مکتوب کې، چې یوه کاپي یې ازادي راډيو هم ترلاسه کړې، راغلي چې په دولتي او شخصي ښوونځیو کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته په کورسونو کې هم تر بلې خبرتیا د دوی زده کړې بندې دي.

په مکتوب کې ویل شوي چې دا پرېکړه له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د زده کړو د بندیز په برخه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د فرمان له مخې شوې ده.

په هرات کې د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د زده کړو د برخې یو شمېر فعالان وايي د نجونو په وړاندې د زده کړو د دروازو بندول نه یوازې نجونې زیانمنوي بلکې د دوی په خبره د هیواد په اقتصادي او سیاسي وضعیت هم منفي اغیز لري.

د ښځو د حقونو فعالې زرکې مالیار ازادي راډيو ته وویل:

«دا بندیزونه په نجونو بېلابېلې اغیزې لري، دوی مایوسه کیږي او له ځانونو یې کرکه پیدا کیږي، دغه شان په ټولنه هم اغیز لري، کله چې دوی کار ونه کړي احتیاج او د نورو د اوږو بار کیږي، دوی په خپلو پښو نه شي درېدای، کله چې د ټولنې نیم قشر فلج شي د هیواد په کچه په اقتصادي وضعیت بد اغیز لري، او سیاسي اغیزې خو یې ګورو چې د نجونو په وړاندې د زده کړو د دروازو د بندیدو له امله افغانستان اوس مهال په یوه سیاسي انزوا کې قرار لري.»

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې ده چې څه موده مخکې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نجونو په وړاندې د نیمه روغتیايي زده کړو د مرکزونو دروازې هم وتړلې.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګی پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې په زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو دا بندیزونه که څه هم په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي خو ظاهرا لیدل کیږي چې طالبان د خلکو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خلاف په دې برخه کې خپل محدودیتونه ورځ تر بلې پراخوي.

XS
SM
MD
LG