د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز نن دوه کلن شو


په نادولتي موسسو کې د طالبانو بندیز یوشمېر مېرمنې سختو کارونو ته اړې کړې دي
په نادولتي موسسو کې د طالبانو بندیز یوشمېر مېرمنې سختو کارونو ته اړې کړې دي

نن د مرغومي ۴مه، چې د ډسمبر له۲۴ مې سره برابره ده، په افغانستان کې په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز دوه کاله پوره شول.

یو شمیر افغان مېرمنې وايي چې د طالبانو د حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز، دوی او د دوی کورنۍ سختې ځپلې دي. نن چې د دې بندیز دوه کاله پوره شول، یو شمیر دې مېرمنو چې د خپلو کورنیو سرپرستانې هم دي وايي، له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د پلازمینې کابل اوسېدونکې لیلما چې په خبره یې څو یتیمان هم ورله غاړې دي او مخکې یې په یوې نادولتي موسسه کې دنده درلوده ازادي راډیو ته وویل "ما ته د څو یتیمانو سرپرستي را له غاړې ده، دنده رانه اخیستل شوې ده، په تېرو دوه کلونو کې چې له ښځو نه کار اخیستل شوی ډېرې میرمنې له سختو ننګونو سره مخ شوي دي، زه خپله اوس د خلکو په کورونو کې د کارګرې په توګه کار کوم، پنځوس یا سل افغانۍ یو څوک راکړي، باور وکړئ داسې سختې ورځې مې تېري کړي که په خوب کې مې لیدلای وای زاره به مې چاودلې وه ،خو په ویخه الله صبر راکړی دی."

طالبانو دوه کاله مخکې په یوه فرمان کې د ملګروملتونو د اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د کندهار اوسېدونکې صدف چې دا هم دوه کاله مخکې په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز له پرېکړې ورسته وزګاره شوې د خپلو ستونزو کیسه کوي"زه هم بې کاره یم، خاوند مې په لاسې کراچۍ کار کوي، مخکې زه قراردادي ښوونکې وم، خو اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، زموږ عاید ډېر کم دی ، په کرايي کور کې ژوند کوو."

افغانستان، کندهار- یوشمېر ښځې چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله بشري مرستو ته ناستې دي
افغانستان، کندهار- یوشمېر ښځې چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله بشري مرستو ته ناستې دي

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر په ۲۴ مه د یو فرمان په صادرولو سره د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوو.

په فرمان کې ویلي شوي و، که هرې موسسې له دې پریکړې سرغړونه وکړه، د فعالیت جواز به یې لغوه شي.

د طالبانو له دې فرمان وروسته، ډیرشمیرهغو موسسو چې د بشري مرستو په برخه کې یې کار کاوه، خپل فعالیتونه په افغانستان کې وځنډول یا یې محدود کړل.

د روان کال په جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په یو راپور کې ویلي وو چې، په افغانستان کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له امله د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد امریکايي ډالره زیان رسېدلی دی. د یادونې ده چې د طالبانو حکومت دا بندیز په کور دننه او بهر په نړیواله کچه غندل شوی دی.

هغه مېرمنې چې په نادولتي موسسو کې له کاره منع شوي له سختو اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي.

د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۰ مه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلنکین په خپله ایکس پاڼه ( پخواني تویټر) د ښځو په کار د بندیز د دوه کلنۍ د پوره کېدو په درشل کې په یو بیان کې د طالبانو د دغه بندیز پر دوام اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو چې ژر ترژره دې د ښځو د حقونو د محدودلو ټول فرمانونه لغوه کړي. نوموړي ویلي وو چې افغان ښځې او نجونې د یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره مهم رول لري.

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د ښځو او نجونو په کار او زده کړو بندیز د افغانستان د پرمختګ په وړاندې خڼد بللی و او ویلی یې وو، دا محدودیتونه دغه هیواد نور هم د تورتم په لوري بیايي.

په افغانستان کې د طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې بیلابیلو طالب چارواکو ادعا کړې چې دوی د اسلامي شرعیت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي دي، هغه ادعا چې افغان میرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.

طالبانو په افغانستان کې واک ته په بیاځلي رسیدو، په ډیریو دولتي ادارو کې هم ښځې له کار کولو منع کړې، دوی دغه شان له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو هم راګرځولي او ګڼ نور محدودیتونه یې هم پرې لګولی دي.

XS
SM
MD
LG