د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

خبرونه

سعودي عربستان په کابل کې بیرته خپل سفارت پرانیزي

د سعودي عربستان بیرغ - عکس ارشیف
د سعودي عربستان بیرغ - عکس ارشیف

سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت د بیرته پرانېستو خبر ورکړی دی.

دغه سفارت د یکشنبې په ورځ د (ډیسمبر۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "دا اقدام یې افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د افغانستان او سعودي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه کړی دی".

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې سفارت خدمتونه له پرون یکشنبې راهيسي پیل شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته ډیر شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه او ډپلوماټیکې نمایندګۍ وتړلې.

خو په وروستیو کې د ایران، پاکستان او د افغانستان د یو شمیر نورو ګاونډیو هیوادونو تر څنګ، اوس سعودي عربستان هم په کابل کې د سفارت بیرته پرانیستلو خبر ورکړی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کریملین: د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ د خبرو کوم پلان نه شته

کریملین وايي، د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ تردې دمه د خبرو کوم پلان نه شته.

ښاغلي ټرمپ پرون د محافظه کارانو لویې غونډې ته وویل، پوتین ده ته ویلي دي چې غواړي ژرترژره خبرې ورسره وکړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د روسیې تاس خبري آژانس ته وویل په راروانه جنوري میاشت کې د ټرمپ له لوړې مخکې په دې اړوند کومه خبره نه ده شوې.

پر اوکراین د روسیې د یرغل موضوع په دې وروستیو کې چې روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملو ته زور ورکړی، بیا توده شوې ده.

پوتین تېره اونۍ د پوښتنو او ځوابونو په کلنۍ غونډه کې، په دې اړه چې آیا روسیه په احتمالي خبرو کې امتیاز ورکولو ته چمتو ده که نه، څو ځلې ټینګار وکړ چې هېواد یې جوړ جاړي ته تیار دی، خو ورسره یې ګڼ شرطونه هم مطرح کړل.

د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم فصل سیالیو کې دوې مسابقې وشوې

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین دوې مسابقې وشوې.

په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم ټیم دوه د یو په وړاندې د کندهار عینومېنې ته ماتې ورکړه. په بله مسابقه کې د هرات سرخ پوشان خوافي یو د څلورو په وړاندې د هرات د صرافانو ټیم مات کړ. له دې دوو لوبو سره د دغه لیګ د شپږمې اوونۍ مسابقې ختمېږی.

پرون د کابل د جوانان ټیم دوه د یو په وړاندې د فراه عدالت ټیم ته ماتې ورکړه او په بله مسابقه کې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې او د فاریاب د سرسبز یاشلر لوبډلې مسابقه یو- یو مساوي شوه.

د افغانستان د فوټبال د اتلان لیګ څلورم فصل سیالۍ چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د لیندۍ یا قوس له ۱۶مې په هرات کې روانې دي.

په ایران کې د بس او ټانکر په ټکر کې ۹ کسان مړه شول

عکس په ایران کې د یوې پخوانۍ پيښې دی او له ارشیفه اخیستل شوی دی.
عکس په ایران کې د یوې پخوانۍ پيښې دی او له ارشیفه اخیستل شوی دی.

د ایران په جنوب ختیځ کې لږ تر لږه ۹ کسان هغه وخت مړه شول، چې یو بس موټر د سون توکو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، په سیستان و بلوچستان ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې مشر محمد مهدي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چې زاهدان ته نږدې په دې پېښه کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.

د شنبې په ورځ هم په لرستان ولایت کې یوې درې ته د یوه بس موټر د اوښتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي وو. تر دې مخکې د سږکال په زمري/ اسد میاشت کې هم ۲۸ پاکستاني زیارت کوونکي چې عراق ته روان وو، د ایران په یزد ولایت کې د دوی د موټر د اوښتو په پېښه کې مړه شوي وو.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ په څلورم فصل سیالیو کې نن دوې لوبې کېږي

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین هم دوې لوبې کېږي.

په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډله د کندهار د عینومېنې له لوبډلې سره څه کم نیم ساعت وروسته (۱۲نیمې) لوبه کوي او په بله مسابقه کې د هرات د صرافانو ټیم د هرات له سرخپوشان خوافي ټیم سره سیالي کوي. له دغو لوبو سره د دغه لیګ د مسابقو شپږمه اوونۍ ختمېږي. پرون د کابل د جوانان ټیم دوه د یو په وړاندې د فراه عدالت ټیم ته ماتې ورکړه او په بله مسابقه کې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې او د فاریاب د سرسبز یاشلر لوبډلې مسابقه یو- یو مساوي شوه.

د افغانستان د فوټبال د اتلان لیګ څلورم فصل سیالۍ چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د لیندۍ یا قوس له ۱۶مې په هرات کې روانې دي.

د سوریې نوی واکمن: ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې شي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګیر پیډرسن او د سوریې نوی واکمن احمد الشرع، په دمشق کې
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګیر پیډرسن او د سوریې نوی واکمن احمد الشرع، په دمشق کې

د سوریې نوي واکمن احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، پرون یکشنبه ویلي چې ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي.

هغه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال پر سوریې د لګول شویو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم وکړه.

الشرع وویل، د پوځ پر نوي جوړښت له دفاعي او پوځي چارواکو سره له سلا مشورو وروسته به وسلوالې ډلې د منحلېدو او په پوځ کې د شاملېدو اعلان وکړي.

هغه ویلي چې په سوریه کې به وسلو ته اجازه نه وي، چې څوک یې د دولت له کنټروله بهر له ځان سره وساتي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر سوریه دې لګول شوي بندیزونه لیرې کړای شي. هیئت تحریر الشام ډلې چې مشري یې احمد الشرع کوي څه باندې دوې اوونۍ د بشارالاسد رژیم نسکور او پر قدرت ولکه ټینګه کړه.

په برازیل کې د الوتکې نسکورېدو په پېښه کې لس مسافر مړه او لس نور ژوبل شوي دي

عکس د یوې پخوانۍ پيښې دی او له ارشیفه اخیستل شوی دی
عکس د یوې پخوانۍ پيښې دی او له ارشیفه اخیستل شوی دی

د برازیل د ملکي دفاع اداره وايي، پرون پر یوه سیاحتي ښار د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د الوتکې ټول ۱۰ تنه مسافر او عمله مړه شوې او څه باندې ۱۰ نور کسان پر مځکه ژوبل شوي دي.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، دغې ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې الوتکه لومړی د یوه کور له دودکش، بیا د یوې ودانۍ له دویم پوړ او بالاخره د ګرځنده ټلیفونونو له یوه دکان سره لګېدلې ده.

دغه پېښه د ګرامادو ښار د استوګنې پر ساحه شوې ده. د الوتکې د نسکورېدو علت لا مشخص نه دی. محلي رسنیو راپور ورکړی، چې د الوتکې مسافر د یوې کورنۍ غړي وو، چې د ریوګرانده دوسول ایالت له یوه ښار څخه سایوپایولو ایالت ته روان وو.

د اسرایل صدراعظم د حوثي یاغیانو پر ضد د اقداماتو خبرداری ورکړ

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو - عکس ارشیف
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو - عکس ارشیف

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون یکشنبه د یمن د حوثي یاغیانو په وړاندې د ځوابي اقدام ګوتڅنډنه وکړه.

دا څرګندونې یې وروسته له هغې وکړې چې دغو یاغیانو پر تل ابیب یو توغندی وویشت.

نتنیاهو خبرداری ورکړ، چې اسرائیل به هغه څه چې ده «د ایران د شرارت د محور» وروستی مټ بللی، په نښه کړي.

حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ د اسرائیل یوه تجارتي ساحه په هغه راکټ وویشتله چې دغو یاغیانو بالیتسک توغندی بللی دی. په پېښه کې ۱۶ کسان ټپیان شول او ګڼ کسان اړ شول له خپلو کورونو ووځي.

له پاکستان او ایرانه، افغانستان ته ۶۱ کورنۍ ستنې شوې دي

په جوزجان ولایت کې هغه کډوال چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.
په جوزجان ولایت کې هغه کډوال چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.

له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۶۱ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن دوشنبه خبر ورکړی، چې پرون «د تورخم له لارې ۱۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»

په دغه خبر کې نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبر افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.

سره میاشت ټولنه: د زړه د سوري ۴۳ نور ماشومان وړیا عملیات کیږي

په افغانستان کې د سرې میاشتې د یوه روغتون عکس- عکس ارشیف
په افغانستان کې د سرې میاشتې د یوه روغتون عکس- عکس ارشیف

افغان سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د زړه په سوري ۴۳ نور ماشومان د درملنې او عملیاتو لپاره په کابل کې شپږو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

دغې ټولنې پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې او عملیاتو مالي لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.

هر کال لسګونه افغان ماشومان چې د زړه په سوري اخته هغه هم په کې شامل وي، د درملنې لپاره جرمني ته هم لېږل کېږي، چې هلته یې "د سولې کلي" په نوم بنسټ درملنه کوي.

د طالبانو مالیې وزارت له تقاعد شویو غوښتي چې د خپلو حقونو د اثبات لپاره ځانګړو محکمو ته عریضه وکړي

د تقاعد د خزینې ریاست - عکس ارشیف
د تقاعد د خزینې ریاست - عکس ارشیف

د طالبانو مالیې وزارت په افغانستان کې د دې ډلې تر حاکمیت مخکې تقاعدشویو کسانو غوښتنه کړې، چې د خپلو حقونو د اثبات لپاره د تقاعد ځانګړو محکمو ته عریضه وکړي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تقاعد شویو غوښتنه د شرعي اصولو له مخې د مالیې وزارت او اړوندې ادارې د ګډو کړنلارو پر اساس څېړل کېږي. د طالبانو مشر ملا هبت اله اخندزاده په یوه اته ماده يي فرمان کې د تقاعد شویو د حقوقو معاشونو ورکړه د متقاعدینو اختصاصي محکمو ته سپارلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغه فرمان متن د شنبې په ورځ خپور کړ. اخندزاده د سږکال په وري/ حمل میاشت کې سپارښتنه کړې وه، چې د دولتي کارکوونکو له معاش څخه دې د تقاعد پیسې نه ګرځول کېږي.

په افغانستان کې د دولتي کارکوونکو د تقاعد سن ۶۵ کاله دی، یا هم چې چا څلوېښت کاله په دولت کې کار کړی وي. څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د تقاعد شویو معاشونه نه دي ورکړل شوي، دوی وايي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG