د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

ايران کې د حجاب په اړه نوي قانون د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه پارولي دي


تهران
تهران

په ایران کې د بشري حقونو ځینې فعالان، د حجاب په اړه نوی قانون، د ښځو په وړاندې د غچ اخیستلو یو بل اقدام ګڼل.

د ایران حکومت هغو کسانو ته چې د حجاب له نوي قانون څخه سرغړونه کوي د اوږده بند په ګډون، درنې جریمې او د سفر د بندیزونو سزاګانې ټاکلې دي.

"موږ اصلاً نه‌‌شو کولی دغه متن ته د قانون تعبیر ورکړو، په‌‌دې دلیل چې یوازې په نمایشي ډول له مراحلو تېر شوی
نسرين ستوده

دغه قانون چې د نومبر میاشتې پر ۳۰مه د "عِفاف او حجاب قانون" تر سرلیک لاندې تصویب شو، په ایران کې د غوغا لامل شوی، چې حتی مشهورو دیني عالمانو هم ورباندې نیوکې کړې دي.

دغه قانون چې ۷۴ مادې لري، له خلکو غواړي چې د قانون د سرغړوونکو په اړه پولیسو ته راپور ورکړي او زیاته کړه یې ده، چې ټکسي چلوونکي او نور کاروباریان یې که رعایت نه‌‌کړي، مجازات کېږي به.

د ایران د بشري حقونو یوې نامتو فعالې نسرین ستوده د ازادي راډیو ایرانۍ څانګې رادیو فردا ته ویلي، دغه نوي قانون ته حتی د قانون نوم هم نه شي ورکول کېدای.

نوموړې ويلي: "موږ اصلاً نه‌‌شو کولی دغه متن ته د قانون تعبیر ورکړو، په‌‌دې دلیل چې یوازې په نمایشي ډول له مراحلو تېر شوی، ځکه چې د قانون په تعریف کې، اصولاً د خلکو استازي د ټولنې د امنیت ساتلو په نیت، د خلکو د خوندیتوب لپاره ځینې موارد تصویبوي."

په ایران کې زیات‌‌شمېر ښځو د حجاب له اغوستلو څخه ډډه کړې چې د ایران د نظام یو له اصلي ستنو ګڼل کېږي.

د حجاب پر وړاندې اعتراضونه
د حجاب پر وړاندې اعتراضونه

په بشپړ ډول د حجاب رعایت، په ۲۰۲۲م کال کې په ټول ایران کې د بې‌سارو لاریونونو یوه اصلي موضوع وه.

دغه لاريونونه په توقیف کې د مهسا اميني په نوم د یوې ښځې له مړینې وروسته پیل شول. امیني د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور د ګشت ارشاد پولیسو له‌خوا نیول شوې وه.

د مهسا له مړینې وروسته ښځو او نجونو د لاریونونو پر مهال له سرونو څخه پړوني یا حجابونه لیرې کړل او اور یې ورته واچول.

د ایران حکومتي چارواکو هغه مظاهرې وځپلې، چې په نتیجه کې یې په سلګونو معترضان یا ووژل شول یا هم زندانونو ته واچول شول.

د ایران د بشري حقونو فعالې، نسرین ستوده ویلي، ایرانیان د دغو وژنو عاملانو ته د سزا غوښتنه لري، خو د هغې په وینا، قانون جوړوونکو د دې کار پر ځای یو نوی قانون تصویب کړ، چې په یو ډول له نارینه‌و او ښځو څخه غچ واخلي.

نوموړې د انتقاد په ډول خبرداری ورکړ، که دغه قانون فسخه نه‌‌شي، په ایران کې به نور لاريونونه پلان شي.

هغه ټولنه چې تصور وکړئ په وروستیو اوونیو کې څه ورباندې راغلل، دوی له ځان‌‌وژنو او پر سړکونو له انفرادي احتجاجونو سره مخامخ شول."
د ايران يوه سينماګره

په همدې حال کې د ایران سینماګره او د مستندو فلمونو جوړوونکې سپیده ابطحي وايي: "کله چې د حجاب د نوي قانون د تصویب خبره راغله په لنډه موده کې، یعنې په وروستیو څو ورځو کې لکه د ایران مدني ټولنې ته یو جدي ګوزار ورکړل شوی وي. هغه ټولنه چې تصور وکړئ په وروستیو اوونیو کې څه ورباندې راغلل، دوی له ځان‌‌وژنو او پر سړکونو له انفرادي احتجاجونو سره مخامخ شول."

ایراني چارواکو په وروستیو کلونو کې د حجاب د مقرراتو د تطبیق لپاره خپل فشارونه دوه چنده کړي دي.

دوی د ګشت ارشاد د ښځینه پولیسو ګزمې بیا پیل کړي، هغه ګزمې چې د ۲۰۲۲م کال تر لاریونونو وروسته ځنډول شوې وې.

د ایران سپاه پاسداران هم په تهران کې د "عفاف او حجاب قانون" د پلي کولو لپاره یوې نوې قطعه جوړه کړې ده.

د لړم یا عقرب پر ۲۲ مه د ایران د امر بالمعروف او نهي عن‌‌المنکر دارالانشا د بې‌‌‌حجابۍ د پرېښودو لپاره د یوه کلینیک د جوړولو اعلان وکړ.

دا مرکز د هغو ښځو لپاره "ساینسي او رواني درملنه" وړاندې کوي چې د اسلامي جامو مقررات نه رعایت کوي.

د دې موضوع په ځواب کې، ایراني ارواپوهانو د "ناروغانو په توګه د روغو کسانو د تورنولو" د عواقبو په باب خبرداری ورکړ.

تېره اوونۍ د اسلامي چارو پوهې او د ایران د حکومت منتقدې او تحلیل‌ګرې صدیقې وسمقي او حقوق‌پوهې او د بشري حقونو فعالې نسرین ستوده، په یوه ګډ بیان کې د حجاب او عفاف نوی قانون شرموونکی او د خندا وړ وباله.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره دوشنبه پر دغه قانون نیوکه وکړه او ویې ویل چې، پلي کول یې ناشوني دي، د ټولنې له‌‌خوا به ونه منل شي او نارضایتي ایجادوي.

په ایران کې حتی ځینو مشهورو دیني عالمانو هم، د دغه نوي قانون د پلي کېدو په وړاندې خبرداری ورکړی دی.

د دیني عالمانو له ډلې ایت‌الله مصطفی محقق داماد تېره دوشنبه د ایران لوړپوړو دیني عالمانو ته په یوه پرانیستي لیک کې ولیکل، چې نه یوازې د قانون ډېرې برخې د تطبیق وړ نه‌‌‌دي، بلکې دا قانون خپل هدف هم له‌‌منځه وړي او له دیني لارښوونو څخه د ځوانانو د کرکې لامل کېږي.

د ایران درېیو کلتوري بنسټونو هم تېره چهارشنبه یوه اعلامیه خپره کړه، چې د "عفاف او حجاب" په اړه وروستی قانون یې "ملي ضد او تفرقه اچوونکی" بللی او د فسخه کولو غوښتنه یې کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG