نړۍ
اوکراین د روسیې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي
اوکراین وايي چې د روسیې په خاوره کې دننه یې د تېلو یوه زېرمه او د هوايي دفاع رادار سیستم په نښه کړي دي.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز په یوه بیان کې ویلي چې د اطلس په نوم د روسیې د تېلو زیرمه یې پرون سهار په رستوف سیمه کې ویشتلې ده.
د بیان له مخې، په دې تاسیساتو کې چې یوځل پخوا هم په نښه شوي وو، د پرونۍ حملې په نتیجه کې اور ولګېد.
په بیان کې همداراز یادونه شوې چې په یوه بل برید کې د اوکراین په زاپوریژیا سیمه کې چې د روسیې په ولکه کې ده، د راډار یو مرکز په نښه شوی دی.
د اوکراین پوځ ویلي چې په دې مرکز کې ځای پرځای شوي د هوايي مدافعې ټول راکټونه ویجاړ شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسيې په سوريه کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدو خبر ورکړی
روسیې پرون شنبه اعلان وکړ، چې جنګي جټ الوتکو یې په سوریه کې ګڼ ماموریتونه بشپړ کړي، چې د یاغیانو د قوماندې، د توغندیو د ویشتلو مرکزونه او کمپونه یې په نښه کړې دي.
روسیې په دغو عملیاتو کې د سوریې د حکومت ضد ۳۰۰ جګړه مارو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس په سوریه کې د روسیې د ماموریت د مشر، تورن اولیګ ایګناسیوک خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، د افراطي مهاجمانو پر خلاف به د دوی پوځي عملیات دوام کوي.
دغه اطلاعات په خپلواکه توګه تایید شوي نهدي.
پخپله ایګناسیوک هم د دغو جنګي الوتکو د موقعیتونو په باب معلومات نهدي ورکړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د سوریې د رژیم د مخالفانو ډلو چې مشري یې افراطي ډله، هیئت تحریر شام کوي، د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حلب ښار د زیاتو برخو په ګډون ځینې ساحې نیولې دي.
روسیه د سوریې د حکومت له عمده متحدانو ګڼل کېږي او له ۲۰۱۵م کال راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او په سوریه کې یې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
غزه کې د يو خيريه بنسټ د يو کارکوونکي په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي
یو نړیوال خیریه بنسټ وايي، په غزې تړانګه کې پر یوه موټر د اسرايیل په پرونۍ هوايي حمله کې د دوی د یوه کارکوونکي په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.
د ولد سنټرل کیچن یا (WCK) په نوم بنسټ ویلي، پهدې اړه یې د نورو توضیحاتو غوښتنه کړې ده، هغه هم وروسته له هغې چې د اسرايیل پوځ وویل، چې د WCK هغه کارکوونکی یې په نښه کړی، چې پر اسرايیل یې د حماس ډلې په حمله کې ونډه درلوده.
پر اسرايیل د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې د اوومې هغه حمله په غزه کې د جګړې سبب شوه.
د WCK په نوم خیریه بنسټ وايي، پهدې اړه خوابدي دي او دا اطلاعات نهلري، چې په موټر کې کوم موجود کس دې د تېر کال په حمله کې دخیل وي.
دغه بنسټ په غزه کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړی دی.
دغه بنسټ د روان کال په لومړیو کې هم وروسته له هغې خپل فعالیت ځنډولی و، چې د اسرايیل په یوه حمله کې یې ۷ کارکوونکي ووژل شول.
په جلا خبر کې ویل شوي چې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې یا سیف د چلډرن هم د غزې په خانیونس کې د پرونۍ حملې پر مهال د خپل یوه کارکوونکي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دا له تېر کال راهیسې د دې ادارې دویم کارکوونکی دی چې په غزه کې وژل کېږي.
ټرمپ: که د بريکس غړي هېوادونه په ډالرو راکړه ورکړه کمه کړي، پر وارداتو يې سلسلنه تعرفه وضع کوم
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ګواښ کړی چې، که د بریکس ټولنې غړي هېوادونه په امریکايي ډالر راکړه ورکړه کمه کړي، نو د دې هېوادونو پر وارداتو به سلسلنه تعرفه وضع کړي.
بریکس د اقتصادي همکاریو ټولنه ده چې د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا په ګډون یوشمېر هېوادونه غړیتوب پهکې لري.
ښاغلي ټرمپ پرون (د نوامبر ۳۰مه) د ټروت یا حقیقت په نوم پر ټولنیزه شبکه ولیکل چې، د دې لپاره چې بریکس د ډالر پرځای په خپل یا په بل پولي واحد راکړه ورکړه ونهکړي، یوه کلکه ژمنه په کار ده.
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، د بریکس غړو تېره میاشت د روسیې په کازان ښار کې په خپله غونډه کې له ډالرو پرته په نورو اسعارو د راکړې ورکړې او د سیمهيیزو پولي واحدونو د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.
په پاکستان کې نیول شوی خبریال مطیعالله جان په ضمانت خوشې شوی
په پاکستان کې د یوه خبریال مدافع وکیله وايي، دغه خبریال چې څو ورځې مخکې د تروریزم ضد قانون له مخې نیول شوی و، بېرته په ضمانت خوشې شوی دی.
دغه خبریال د پخواني صدراعظم عمران خان په پلوي د رابلل شویو اعتراضونو پر مهال د وژنو د ادعاوو په باب څېړنه کوله.
روانه اوونۍ په اسلاماباد کې څه باندې ۱۰زره کسانو لاریون وکړ او پر عمومي غونډو یې له لګول شویو محدودیتونو سرغړونه وکړه چې وروسته د امنیتي ځواکونو له فشارونو سره مخامخ شول.
د تلوېزیون ویاند او د یوټیوب خبریال مطیعالله جان تېره چهارشنبه هغه وخت ونیول شو چې د اسلاماباد په پیمز (PIMS) روغتون کې یې د وژل شویو لاریونوالو په باب څېړنیز راپور جوړاوه.
د مطیعالله جان مدافع وکیله ایمان مزاري وايي، دی تر نیول کېدو یوه ورځ وروسته د اسلاماباد د تروریزم ضد محکمې ته حاضر کړای شو او د مخدره موادو په لېږد او د یوه پولیس د وژنې په هڅه تورن کړای شو.
مزاري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، موکل یې نن پر ځايي وخت ماښام شپږ بجې په ضمانت خوشې کړای شو.
هغې ویلي، د دغه خبریال د نیول کېدو له کبله په خلکو کې نارضایتي زیاته وه.
د پاکستان حکومت وايي، د تېرې اوونۍ د ناکراریو پر مهال ۵ پوځیان هم وژل شوي دي.
د عمران خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان تحریک انصاف ادعا کوي چې د دوی ۱۰ غړي هم د امنیتي ځواکونو د ډزو له کبله وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ د حزبالله خلاف هوايي حملې کړي
د اسراییل پوځ وايي، نن یې د لبنان د حزبالله ډلې خلاف هوايي حملې کړي دي.
د پوځ په وینا، دغه حملې یې د لبنان په جنوب کې د حزبالله د فعالیتونو تر کشف وروسته کړي او دغو فعالیتونو هغه اوربند ته خطر پېښ کړی و چې څو ورځې مخکې نافذ شوی دی.
د اسراییل د پوځ په اعلامیه کې د څلورو بېلابېلو حملو خبر ورکړی چې په یوه حمله کې د اسراییل هوايي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزبالله تاسیسات په نښه کړل.
د پوځ په وینا، په بله حمله کې هوايي ځواکونو د لبنان بله وداني په توغندیو وویشتله.
د لبنان روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په یوه حمله کې چې پر یوه موټر شوې د یوه ۷ کلن ماشوم په ګډون ۳ کسان ټپیان شوي دي.
د وزارت په وینا، بل کس په البازوریه ساحه کې ټپي شوی دی.
د اسراییل او حزبالله ډلې ترمنځ له تېرې چهارشنبې اوربند نافذ شوی، خو له دغه اوربنده د سرغړونو راپورونه هم ورکړل شوي او هر لوري ملامتي پر بل لوري اچولې ده.
یوګانډا کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ د مړو شمېر ۲۰ کسانو ته ورسېد
په یوګانډا کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د مړو شمېر پرون جمعه ۲۰ کسانو ته ورسېد.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون ویلي چې په څو کلیو کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۰ ته زیات شوی دی.
د ۱۹ کسانو مړي راایستل شوي او بل تن په روغتون کې ساه ورکړه.دغه بنسټ نه دي ویلي چې د تري تم شویو کسانو شمېر څو ته رسېږي، خو ویل کېږي شاوخوا ۱۰۰ کسان به لادرکه وي.
په یوګانډا کې چارواکو د پنجشنبې په ورځ د مړو شمېر ۱۱ او د تري تم شویو کسانو شمېر ۱۱۳ یاد کړی و.
تېره چهارشنبه سخت اورښتونه د ځمکې ښویېدنې سبب شول او د یوګانډا د پلازمېنې کامپالا په ۲۸۰ کیلومترۍ کې یې شپږ کلي لاندې کړل.
تر اوسه د ۱۲۵ کورونو د ویجاړۍ خبر هم ورکړل شوی دی.
ترکیې د سوریې پر ادلب د روانو حملو د مخنیوي غوښتنه وکړه
په داسې حال کې چې افراطي وسله وال او د ترکیې له ملاتړه برخمن متحدان یې پرون د سوریې د دوهم لوی ښار حلب ځینو برخو ته ننوتل، ترکیې پرون جمعه د سوریې پر بل ښار ادلب د روانو حملو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
په ادلب ښار کې د سوریې او روسیې جنګي جېټ الوتکې هم په پرله پسې ډول هوايي حملې کوي.
په ادلب کې د یاغي وسله والو او دولتي ځواکونو ترمنځ شخړې روانې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي: "موږ ټینګار کوو، چې دغه حملې باید ختمې شي."
د وزارت په وینا، په ادلب کې روانې شخړې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو سبب شوې دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی چې پر ادلب ښار په داسې حال کې حملې شوي چې افراطي وسله والو او د ترکیې له ملاتړه برخمنو متحدانو د سوریې پر دوهم لوی ښار حلب هم خپلې حملې زیاتې کړي دي.
د سوریې یاغي ځواکونه له ۲۰۱۶م کال راوروسته د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ د حلب ښار ځینو برخو ته ننوتل.
امریکا پر ټایوان د الوتکو، رادار پرزو او ارتباطاتو د تجهیزاتو د خرڅلاو قرارداد تصویب کړ
د امریکا متحدو ایالتونو پر ټایوان د جنګي جېټ الوتکو او رادار دستګاوو د پرزو دغه راز د ارتباطاتو د تجهیزاتو د خرڅلاو هغه قرارداد تصویب کړ چې ارزښت یې ۳۸۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د امریکا د دفاع وزارت د همکارۍ ادارې (DSCA) پرون ویلي چې په دغه قرارداد کې د ایف۱۶ F-16 ډوله جټ الوتکو او رادار دستګاوو د هغو پرزو خرڅلاو شامل دی چې دا مهال د امریکا په پوځي تحویلخانو کې شته.
که څه هم واشنګټن له ټایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري، خو بیا هم د دغه ټاپو عمده ملاتړی او د وسلو تر ټولو لوی برابروونکی ګڼل کېږي.
په خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سنیانو له اوربند وروسته دواړو خواوو بیا نښتې کړي
د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو له اوربند وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د تازه شخړو له کبله د ۱۳ نورو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په کورمه کې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط نن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ د نومبر میاشتې له ۲۱ مې راهیسې په فرقوي شخړو کې د وژل شویو شمېر ۱۲۴ ته ورسېد.
په کورمه کې چارواکي وايي، لا هم په ځینو ساحو کې ډزې کېږي چې د درولو هڅې يې رواني دي.
د نومبر پر ۲۱مه له شیعه مېشتې ساحې پاړه چناره پېښور ته د مسافرو پر موټرو د وسله والو په برید کې ۴۵ شیعه او ۴ سنیان ووژل شول.
د دې برید په سبا په سني مېشتې بګن سیمه کې وسله والو د خلکو پر کورونو او دوکانونو بریدونه وکړل او اور يې ورته کړ.
که څه اوس د دواړو خواوو ترمنځ د حکومت په منځګړیتوب اوربند شوی، خو په سیمه کې چارواکي د خیبرپښتونخوا له حکومته غواړي چې د کورمې د مسلې د هوارۍ لپاره دې جدي اقدامات وکړي.
ایران او اروپايي قدرتونو په نږدې راتلونکي کې د ډیالوګ پر دوام موافقه وکړه
ایران او اروپايي قدرتونو په ژنیو کې له پرونۍ غونډې وروسته موافقه وکړه چې په نژدې راتلونکي کې به ډیالوګ ته دوام ورکوي.
د ایران او د درېیو اروپايي هېوادونو، بریتانیا، فرانسې او جرمني مرکچیانو پرون په ژنیو کې په خپله غونډه کې د ایران د مخ په پراخېدو اټومي پروګرام، له روسیې څخه د دې هېواد د پوځي ملاتړ او د منځني ختیځ د کړکېچ په ګډون د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب آبادي له غونډې وروسته پر ایکس شبکې ولیکل چې دوی په دې خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو سیمهییزو او نړیوالو پرمختګونو، په تېره د اټومي مسایلو او د بندیزونو د لیرې کېدو پر اړوندو موضوعاتو تمرکز وکړ.
غریب آبادي یادونه کړې چې ایران د ډیالوګ او تماسونو دوام ته ژمن دی.
په عین حال کې د بریتانیا او فرانسې د استخباراتو مشرانو له روسیې سره د ایران د اړیکو پر پر پیاوړتیا او د اټومي پروګرام پر چټکېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.