د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

قطر د اسراييلو او حماس ترمنځ د سولې په خبرو کې د خپلې ونډې ځنډولو پرېکړه کړې


قطر کې د اسراييلو او حماس ترمنځ د روغې جوړې په اړه د خبرو د يوې غونډې انځور
قطر کې د اسراييلو او حماس ترمنځ د روغې جوړې په اړه د خبرو د يوې غونډې انځور

قطر پرېکړه کړې چې د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ د سولې په خبرو کې خپله د منځ‌ګړتوب ونډه وځنډوي.

د قطر یوې ډیپلوماتیکي سرچینې پرون شنبې فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې، په دوحه کې د فلسطیني حماس ډلې دفتر نور نو له خپل اصلي اهدافو سره سم عمل نه‌کوي.

دې سرچینې چې نه‌غواړي نوم یې افشا شي ویلي دي چې، قطر هم اسراییلو او هم حماس ډلې ته خبر ورکړی چې تر هغه وخته به د دواړو لورو ترمنځ منځ‌ګړتوب ونه‌‌کړي، چې په خبرو کې له ښه نیت څخه کار وانه‌‌خلي.

قطر، متحدایالتونو او مصر له څو میاشتو راهیسې په غزه کې د اوربند او د حماس ډلې له اسارته د اسراییلي برمته‌و، د خوشې کېدو لپاره بې‌نتیجې هڅې پیل کړې دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه تروریستي ډله بولي.

قطري سرچینې همداراز وویل، د خپلې پرېکړې په اړه یې متحدایالاتو ته هم خبر ورکړی دی.

قطر چې د امریکا د یوې لویې پوځي اډې کوربه دی، له ۲۰۱۲ کال راهیسې له واشنګټن سره د تفاهم په اساس د حماس ډلې سیاسي مشرانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

د حماس ډلې پخوانی وژل شوی مشر اسماعيل هنيه د قطر له امير شيخ حميد سره.
د حماس ډلې پخوانی وژل شوی مشر اسماعيل هنيه د قطر له امير شيخ حميد سره.

تېرکال د اکتوبر په اوومه د اسراییلو پر قلمرو د حماس ډلې له حملې وروسته د قطري او امریکايي چارواکو ټینګار دا و، چې د حماس سیاسي مشران به تر هغه مهاله په دوحه کې پاتې وي چې دا ډله د اړیکو یو ډاډمن چینل جوړوي.

قطرۍ ډيپلوماتیکې سرچینې فرانس پرس اژانس ته دا هم ویلي دي چې، هغه مهال قطري چارواکو د حماس د دفتر په اړه ورته پیغام ورکړی و، چې په نتیجه کې یې د حماس چارواکي ترکیې ته ولاړل.

قطر په تېره اپریل میاشت کې ویلي و، چې د اسراییلو او حماس ترمنځ په روان کړکېچ کې د منځ‌ګړي په توګه د خپل رول بیا ارزونه کوي، ځکه په‌‌دې برخه کې د اسراییلي او امریکايي سیاستوالو له انتقادونو سره مخامخ شوی و.

د تېرکال له یوه مورد پرته چې په ترڅ کې یې یوشمېر اسراییلي برمته د حماس له اسارته خلاص شول، تر اوسه په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره نورې ټولې هڅې ناکامې وې.

د حماس ډلې پر ضد د اسراییلو جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې، دې تندلارې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییلو خونړی برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

له‌دې پېښې وروسته د غزې پر تړانګه د اسراییلو حملې پیل شوې چې تر اوسه پورې روانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG