د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

پامیرلیجینډز لوبډلې د افغانستان د څلور ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله


د پامیرلیجینډز سياليو ګټونکې لوبډله
د پامیرلیجینډز سياليو ګټونکې لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له لوري د احمدشاه ابدالي تر نامه لاندې د فرسټ کلاس پیل شوې څلور ورځنۍ سیالۍ د پامیرلیجنډز لوبډلې په اتلولۍ بشپړې شوې.

په پای‌لوبه کې د رحمت‌شاه په لوبډلمشرۍ د پامیرلیجینډز لوبډلې د یامین احمدزي په لوبډلمشرۍ د میونداتلانو ته په ۱۱۱ منډو ماتې ورکړه.

دغه پای‌لوبه د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل او په ۲۵مه نېټه پای ته ورسېده.

د پامیر لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۰ منډې کړې وې، خو د میوند لوبډلې بیا ۲۱۸ منډې وکړې.

دغه راز په دویمې پاڼۍ کې پامیر د عصمت عالم د سلیزې پر مټ ۳۰۴ منډې وکړې او په‌دې سره یې اتلانو ته د ۳۵۷ منډو هدف ورکړ، خو اتلانو د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۴۵ منډې وکړې.

د دې پای‌لوبې د غوره لوبغاړي په توګه چټک توپ اچونکی فریداحمدملک ونومول شو، هغه په دواړو پاڼیو کې ۱۰ لوبغاړي وسوځول.

عصمت عالم چې ۹ پاڼۍ یې لوبولې وې، ټولټال یې ۷۲۳ منډې کړې وې او د سږني فرسټ کلاس د غوره لوبغاړي او مخکښ منډه جوړونکي جایزې یې وګټلې.

د توپ اچونکو په ډله کې بیا یامین احمدزی او فریداحمدملک تر نورو مخکې و، احمدزي په ۱۲ پاڼیو کې ۳۶ او ملک بیا په ۹ پاڼیو کې ۳۶ لوبغاړي سوځولي وو.

د یادو سیالیو د سږني پړاو د ځوان لوبغاړي جایزه چټک توپ اچونکي بشیرافغان وګټله، هغه ۳۰ لوبغاړي سوځولي وو.

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه د څلورو لوبډلو په ګډون د ننګرهار په دوو لوبغالو کې پيل شوې وې ټولټال په‌کې ۱۳ سیالۍ ترسره شوې.

د ویلو ده چې په‌‌دې سیالیو کې د افغانستان کرکټ د ملي، الف، نولس کلنو او کورني کرکټ مخکښو لوبغاړو برخه درلوده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG