د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

افغانان د څښاک د پاکو اوبو له کموالي شکایت لري


د افغانستان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې یو شمېر افغانان په خپلو سیمو کې د څښاک لپاره د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.


دوی، د دې ستونزې لامل د څښاک د اوبو د وېش په پروسه کې بې نظمي، د دوی په سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې ټيټوالى او د سېلابونو له امله د اوبو د زېرمو له منځه تلل بولي. دوی له حکومت او نړیوالو ادارو غواړي چې دې ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د اوبو د چارو یو شمېر پوهان په دغه هېواد کې د څښاک د اوبو د کمښت لامل د اوبو د سم مدیریت نشتوالی، د اقلیمي بدلون اغېزې او په لویو ښارونو کې د وګړو ګڼه ګوڼه بولي.

د کابل ښار د يوولسمې ناحيې اوسېدونکى رامين وايي چې دوى په مياشت کې يوازې دوه ځلې په کور کې له نلونو اوبه ترلاسه کوي او په نورو ورځو کې اړ دي چې ویې پېري.

"موږ د اوبو له کمښت سره مخامخ یو، په نل کې په میاشت کې دوه ځلې اوبه راځي، چې زموږ لپاره بسنه نه کوي، موږ یوازې د میاشتې د ۸۰۰ افغانیو له ګرځنده تانکرونو څخه اوبه اخلو، دا زموږ او زموږ د سيمې د ټولو خلکو لپاره جدي ستونزه ده."


د کابل ښار د قلعه موسی سیمې اوسېدونکی محمد مهدي هم په خپله سیمه کې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"په کومه سيمه کې چې موږ اوسېږو د اوبو ستونزه لرو، زموږ د سيمې اوسيدونکي په هغو کورونو کې چې د اوبو بمبې دي له هغوی نه اوبو په اخیستلو خپله ستونزه هواروي، موږ له دولت څخه غواړو چې د خلکو لپاره د اوبو منظم سيستم جوړ کړي. "

خو دا ستونزه يوازې په کابل پورې محدوده نه ده، د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي هم له ورته ستونزې شکايت کوي.


د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په تېرو درېيو مياشتو کې د بارانونو په اورېدو سره يو څه اوبه پيدا شوې، خو دا مهال په څاه ګانو کې اوبه نشته، خلک د څښاک اوبه زموږ کور ته څېرمه له جومات څخه په بوشکو کې راوړي، خلک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په جومات کې قطار ولاړ وي."

د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار د شهيدانو د غونډۍ اوسېدونکی غلام سخي هم د ورته ستونزې خبره کوي.

"موږ د څښاک اوبه د شیخانو درې له یو نل څخه راوړلو، خو د سیلابونو له امله د اوبو ذخیرې له منځه تللي دي، د شهیدانو په غونډۍ کې ډېر خلک اوسېږي او موږ ټول د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ یو. کومې اوبه چې ټانکرونه یې راوړي دا هم زموږ لپاره بسنه نه کوي."

په دې اړه مو د طالبانو حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند اختر محمد نصرت، وپوښت خو نوموړي له څه ویلو ډډه وکړه.

په افغانستان کې د اوبو د مدیریت یو شمېر پوهان هم په هیواد کې د څښاک د اوبو کمښت یوه جدي ستونزه ګڼي.


د دوى له ډلې عبدالله حجاج ازادي راډيو ته وویل چې د اوبو د کمښت یو لامل د اوبو د سم مدیریت نشتوالی دی.

" موږ کافي اوبه لرو، خو د اوبو سم مدیریت نه لرو او اوس اوبه ورځ په ورځ کمیږي د اوبو رسولو په برخه کې د اوبو سم مدیریت د افغانستان خلکو ته د اوبو د رسولو یو له بنسټیزو کارونو څخه دی، هغوى چې د اوبو د کمښت له امله کډوال شوي، شمېر یې تر هغو کسانو ډېر دی چې د جګړې له امله تښتېدلي دي."


د اوبو د مدیریت یو بل پوه او د چاپېریال پوه نجیب الله سعادت وايي، د اوبو د ناسم مدیریت ترڅنګ په لویو ښارونو کې د وګړو زیاتوالی، د اقلیم بدلون او د ځمکې لاندې اوبونه ناسمه ګټه اخیستنه په افغانستان کې د څښاک د اوبو د کمښت نور لوی لاملونه دي.

د اوبو د سم مديريت د برخې پوهان وايي، چې د څښاک اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي د ستونزې د حل لپاره بايد د اوبو سم مديريت وشي، بندونه جوړ شي او له سيندونو څخه دې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو په رسولو کې استفاده شي.

د روان کال په پیل کې، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکو ازادي راډیو ته ويلي و چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله ۲۱ میلیونه خلک د څښاک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG