نړۍ
د پاکستان ولسي جرګې د دې هېواد اتتخاباتو په تړاو د امریکا د کانګرس پرېکړهلیک وغانده

د پاکستان د پارلمان ولسي جرګې پرون جمعه د امریکا د کانګرس هغه پرېکړهلیک وغانده چې روانه اوونۍ یې د پاکستان په ترسره شویو پارلماني انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د ادعاوو په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.
د ولسي جرګې د پرېکړهلیک مسوده چې په دې جرګه کې د واکمن ګوند د غړې شائسته ملک لهخوا وړاندې شوی وه، د پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند د وکیلانو له اعتراضونو سره سره تصویب شوه.
د عمران خان ګوند پلویانو ادعا کړې چې د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.
مېرمن ملک په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د متحده ایالاتو د چهارشنبې د ورځې تصویب شوی پرېکړهلیک د دې په وینا، په بشپړ ډول له حقایقو سره په تضاد کې دی.
هغې وويل، پاکستان به په خپلو کورنيو چارو کې دا ډول لاسوهنه ونه زغمي.
تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم د امریکا د استازیو جرګې پر دغه پرېکړهلیک انتقاد کړی او ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند لهخوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.
خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ولې د چایو نړیواله ورځ نمانځل کیږي؟

د مې ۲۱مه په نړۍ کې د چایو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. دا ورځ ملګرو ملتونو د چایو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده چې د دې څښاک اهمیت او ارزښت پر نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه بلکې له کلتوري پلوه هم په ګوته کړي.
چای په ډیری ټولنو کې مانا لرونکی رول لوبوي. په افغانستان کې هم چای یو مهم څښاک دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چای تر اوبو وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات مصرفېدونکی څښاک دی. داسې انګیرل کیږي چې د چای سرچینه د هند په شمال ختیځ، شمالي میانمار او سویل لویدیځ چین کې ده خو دقیق ځای نه دی معلوم چې دې بوټي لومړی ځل چیري وده کړې وه.
د ملګرو ملتونو پر پاڼه د چایو په اړه زیاته شوې چې داسې شواهد شته چې چای په چین کې ۵۰۰۰ کاله مخکې هم څښل کېدې.
امریکايي رسنۍ: اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید چمتووالی نیسي

سي این این د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نوي معلومات ښيي، اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي. خو لا هم روښانه نه ده چې وروستۍ پریکړه شوې ده که نه.
په دې راپور کې چې د سې شنبې په ماښام خپور شو، زیاته شوې چې امریکا داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښیې تل ابیب د پوځي چمتووالي اقدامات تعقیبوي، حتی پداسې حال کې چې د ټرمپ اداره له تهران سره د ډیپلوماتیک تړون په لټه کې ده.
امریکايي او اسراییلي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
په بلوچستان کې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي بس ته څېرمه په چاودنه کې د درو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپیان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې چاودنه نن د خضدار په سیمه کې رخشان هوټل ته نژدې وشوه.
تر اوسه پورې هيڅ کس یا ډلې د دې پیښې مسؤلیت نه دی منلی؛ خو په تیرو وختونو کې، بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو په بلوچستان کې د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران اتومي پروګرام باید له یورانیمو د غني کولو پرته وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هیله څرګنده کړه چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه توافق وشي، ځکه د ده په وینا، بل انتخاب به «بدتره» وي.
روبیو د سېشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي، له ایران سره داسې یوه موافقه وکړي چې له مخې یې تهران ته اجازه ورکړل شي چې د سولهییز اټومي پروګرام لرونکی وي، خو د یورانیمو غني کولو اجازه ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د سېشنبې په ورځ وویل، فکر نه کوي له امریکا سره خبرې کومې پایلې ته ورسېږي.
هغه د امریکایي چارواکو له خوا د یورانیمو له غني کولو لاس اخیستو ټینګار ته په اشارې سره وویل، ایران د چا اجازې ته منتظر نه دی او خپلې پالیسۍ لري.
تهران او واشنګټن تر دې دمه د اتومي پروګرام په اړه څلور پړاوونه خبرې کړي او راپورونه وایي چې د یورانیمو د غني کولو موضوع په دغو خبرو کې اصلي اختلافي ټکی ګرځېدلې ده.
اسراییل د بشري مرستو ۱۰۰ لاریو ته اجازه ورکړه چې غزې ته لاړې شي

ملګرو ملتونو ویلي چې اسراییل اجازه ورکړې چې د بشری مرستو ۱۰۰ نورې لارۍ غزې ته داخلې شي.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویاند هیله څرګنده کړه چې دا مرستې به د چهارشنبې تر ورځې پورې غزې ته ورسېږي.
له نژدې درې میاشتې کلابندۍ وروسته، د دوشنبې په ورځ یوازې ۹ لاریو ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه، خو له هغو څخه یوازې پنځه لارۍ غزې ته داخلې شوې.
ټاکل شوې ده چې د ماشومانو لپاره د خوړو په ګډون د مرستو وېش د سېشنبې له ورځې پیل شي.
ملګرو ملتونو او مرستندویو ادارو څو ځلي خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ جدي خطر مشته.
اسراییل بیا ادعا کوي چې حماس د مرستو یوه برخه د خپلو پوځي فعالیتونو لپاره ګرځوي. حماس ډله د امریکا او اروپايي اتحادیې لهخوا د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله ده.
درو لوېدیځو هیوادونو پر غزې د بریدونو په خاطر پر اسراییل د بندیز لګولو ګواښ وکړ

د بریتانیا، کاناډا او فرانسې مشرانو ګواښ کړی چې که اسراییل پر غزه خپله تازه حمله و نه دروي او لا هم د مرستو د رسیدو مخنیوي ته دوام ورکړي، نو پر دغه هېواد به بندیزونه ولګوي او فشارونه به پرې زیات کړي.
دغو درېیو لوېدیځو هېوادونو د دوشنبې په ورځ، (د غويي په ۲۹مه) په یوه ګډ بیان کې ټینګار کړی چې د اسراییل له لوري ملکي وګړو ته د ضروري مرستو نه رسېدل «نه منونکی عمل» دی.
دوی ویلي، چې تل یې د اسرائیل د ځان د دفاع حق په رسمیت پېژندلی، خو دا وضعیت چې اوس زیات شوی، بېخي نا متناسب دی.
اسراییل د تېر کال د کب یا حوت له ۱۲مې نېټې راهیسې غزې تړانګې ته د خوراکي توکو، درملو او سونګ توکو د ننوتو مخه نیولې ده، او ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د غزې د محاصرې له امله هلته د قحطۍ جدي خطر رامنځته شوی.
سره له دې، په وروستیو ورځو کې چې د اسراییلي پوځ نوی عملیات پیل شوي، اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې غزې ته به د خوړو یوه محدوده اندازه پرېږدي.
بریتانیا او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ او ګمرکي محدودیتونو کمولو او امنیتي همکارۍ زیاتولو لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ

دا تړون چې د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۲۹مه لاسلیک شو، د "تاریخي" تړون په نوم یادیږي چې د دفاع او سوداګرۍ په برخه کې د نږدې اړیکو لپاره لاره هواروي، چې پنځه کاله دمخه له اتحادیې څخه د بریتانیا د سخت وتلو وروسته یو نوی فصل پرانیزي.
د برتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر وویل چې دا تړون د دوی په اړیکو کې د نوي دور پیل په نښه کوي، او دوی به د وخت سره سم یو نوې ستراتیژیکه ملګرتیا ترلاسه کړي.
توافق دفاعی میان دو طرف به معنای برگزاری گفتوگوهای منظم امنیتی، احتمال پیوستن بریتانیا به مأموریتهای نظامی اتحادیه اروپا و همچنین بهرهبرداری کامل لندن از صندوق دفاعی ۱۵۰ میلیارد یورویی (۱۶۷ میلیارد دلاری) است که این بلوک در حال ایجاد آن است.
د دواړو خواوو ترمنځ د دفاعي هوکړې معنا دا ده چې منظمې امنیتي خبرې به ترسره کیږي، بریټانیا به د اروپایي ټولنې له نظامي ماموریتونو سره د ګډون امکان ولري، او لندن به وکولای شي له هغه ۱۵۰ میلیارد یورو ( ۱۶۷ ډالر) دفاعي صندوق څخه پوره ګټه واخلي، چې اروپایي ټولنه یې جوړوي.
یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي

یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي.
دا خبره د شارجه کتاب ادارې (SBA) مشرې، شیخه بدور بنت سلطان القاسمي کړې ده. دې ویلي چې یونان، د خپل بډایه تاریخي میراث او نړیوال کلتوري نفوذ سره، د انساني تخلیق په بهیر کې یوه مهمه ستنه دی.
د شارجه نړیوال کتاب نندارتون د ادارې د معلوماتو له مخې دا په نړۍ کې دریم لوی د کتاب نندارتون دی او په عربي نړۍ کې ترټولو معتبر ګڼل کیږي.
د شارجه کتاب نندارتون اداره هر کال، په خپرونو او اړوندو برخو کې غوره نړیوال استعدادونه منځني ختیځ ته جلبوي. د سږ کال نندارتون به د ۲۰۲۵م کال د نومبر له ۵مې تر ۱۶مې دوام وکړي.
جاپان د افغانانو لپاره د ماسترۍ سکالرشپونه اعلان کړي دي

په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) هغو افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې ماسټري وکړي.
د دې سفارت د اعلامیې له مخې به بریالي کاندیدان د څیړنیزو زده کونکو په توګه د جاپان حکومت د سکالرشپ پروګرام له لارې د ماسترۍ په کورسونو کې د 2026 کال لپاره زده کړې وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو راټولولو او لیکلي ازموینې پروسه به د آغا خان بنسټ، افغانستان سره په همکارۍ ترسره شي او هغه کسان چې غواړي ګډون وکړي، د نورو معلوماتو لپاره دې د دې سفارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.
برتانیا او اروپايي ټولنه د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي

ډیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د اروپايي اتحادیې او برتانیې مذاکره کوونکي د بریګزیت یا - له دغې اتحادیې د بریتانیې له وتلو- وروسته د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې چې د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر په لندن کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې کوربه توب ته تیاری نیسي.
د اروپايي اتحادیې ډیپلوماتانو وویل چې غړو هیوادونو په دې سرمشریزه کې د امنیت او دفاع، تجارت او د کبانو د ښکار، او د ځوانانو د میشتیدو په هکله د همکاریو په برخه کې درې سندونه د لاس لیک لپاره تصویب کړل.
په نهایی توافق کې، بریتانیا منلې چې په ۲۰۲۶ کال کې د اوسني تړون له پای ته رسیدو وروسته به د ۱۲ کلونو لپاره اروپایی کب نیونکو ته اجازه ورکړي چې ښکار وکړي؛ په بدل کې به یې، اروپايي اتحادیه له بریتانیا څخه د خوړو پر وارداتو اداري محدودیتونه کم کړي.
د ځوانانو د مېشتېدو په مسئله کې - د اختلاف یوه بله لویه خبره، د لندن دا اندیښنه وه چې دا ډول پلان به د اروپايي اتحادیې او بریتانیا ترمینځ د سفر آزادۍ ته د بیرته ستنېدو لامل شي خو مذاکره کوونکو پر یوه عمومي متن موافقه وکړه، چې جزئیات به یې په راتلونکو خبرو اترو کي وڅیړل شي.