د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

اسراییل غزې ته د بشري مرستو رسېدو لپاره د نورو لارو د پرانیستلو ژمنه کړې


په غزه کې مرستندویه ټولنو له لوري له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور
په غزه کې مرستندویه ټولنو له لوري له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، اسراییل ژمنه کړې چې غزې ته د بشري مرستو رسولو لپاره نورې لارې پرانېزي، خو دې شورا ورڅخه غوښتي چې په سیمه کې زښتو بشري اړتیاوو ته په پام باید زیات څه ترسره شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون پنجشنبې ومنله چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د ننوتو لپاره د نورو لارو د پرانیستلو ژمنه کړې، خو وایي چې د فلسطینیانو دې کلابندې شوې سیمه کې له ولسي وګړو سره د مرستو لپاره باید ډېر څه وشي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د دې شورا غړیو په یوه خپره کړې اعلامیه کې د اسراییل له‌خوا غزې ته د مرستو د لېږلو لپاره د ایریز پولې د پرانیستلو او هم د اشدود له پولې د کاراخیستو لپاره د اعلان یادونه کړې، خو ټینګار یې کړی چې په غزه کې د اړتیاوو کچې ته په پام باید د ډېرو مرستو د رسېدو لپاره زیات څه ترسره شي.

د فرانس‌پرېس د راپور له مخې اسراییل تېره اوونۍ وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د ټیلفون له لارې تندې خبرې وکړې او بایډن ورڅخه د مرستو په برخه کې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه، اسراییل ژمنه وکړه چې د ایریز پوله به پرانېزي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې همدارنګه یوځل بیا په جګړه د انساني تلفاتو، د بشري ناوړه وضعیت او په غزه کې د لوږې د خطر په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

د شورا غړیو همدارنګه د نفوسو کچې ته په پام د بشري مرستو رسولو او د دې مرستو د بې ځنډه ویشلو پر وړاندې د ټولو خنډونو د سمدستي لیرې کولو غوښتنه وکړه.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه حماس چې امریکا اواروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل په قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه یې یرغمل کړل.

اسراييلي چارواکي وايي چې تر اوسه پورې ۱۳۰ تنه له حماس سره بنديان دي.

په غزه کې د یوه لنډمهاله اوربند د ټینګېدو لپاره د نړیوالو هڅو تراوسه کومه نتیجه نه‌ده ورکړې او پر دې هڅو په دې وروستیو کې په غزه کې د اسراییل له‌خوا د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د کورنۍ د څو غړیو وژل کېدو هم سیوری غوړولی، خو هنیه پرون رویټرز ته وویل چې دغه پېښه به د یوه اوربند لپاره پرروانو خبرو اغېز ونه‌کړي.

حماس، چې پر غزې کنټرول لري، د روغتیا د وزارت په وینا یې په غزه کې په روانه جګړه کې له دېرش زرو زیات کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG