د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

یو شمېر سازمانونو او خوځښتونو یوځل بیا د "منیژې صدیقي" د ژر خوشې کېدو غوښتنه وکړه


د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي چې دا مهال د طالبانو په بند کې ده.
د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت غړې منیژه صدیقي چې دا مهال د طالبانو په بند کې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان، فریډم‌نو او یو شمېر نورو سازمانونو او د افغان معترضو مېرمنو یو شمېر خوځښتونو یوځل بیا د منیژې صدیقي د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خودجوشه خوځښت غړې منیژې صدیقي د خوشې کېدو لپاره د عدالت غوښتنو په دوام کې، یوځل بیا یو شمېر نړیوالو سازمانونو او د افغانستان دننه د معترضو مېرمنو خوځښتونو د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د فریډم‌نو سازمان د جمعې په ورځ د اپرېل په ۵مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "يوه زړوره معترضه ښځه منیژه صديقي شپږ مياشتې وړاندې د طالبانو له‌خوا تښتول شوې وه او اوس په دوه کاله بند محکومه ده."

یاد سازمان د منیژې صدیقي د سمدستي او پرته له کوم قید او شرطه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې یو شمېر خصوصي او د طالبانو تر کنترول لاندې یو شمېر رسنیو د منیژې صدیقي یوه ویډيو خپره کړې چې نوموړې په‌کې، په زندان کې هر ډول شکنجه او ناوړه چلند ردوي او د طالبانو له حکومته غواړي چې هغه ژر تر ژره خوشې کړي ځکه په ټکو یې بې ګناه ده.

ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د طالبانو حکومت د زندانو چارو د سمون ادارې هم د مارچ په ۲۸مه په خپله یوټيوب پاڼه یوه ویدیو خپره کړه او په کې یې ویلي وو: "منیژه صدیقي د محکمې تر حکم وروسته د څرخي پله په ښځینه محبس کې د ټولو اسانتیاوو او لازمو امکاناتو څخه په برخمنېدو د حبس موده تېروي."

په دې ویډیو کې هم منيژې صدیقي ورته خبرې کړې وې، خومعلومه نه ده چې دا خبرې نوموړې تر کومو شرایطو لاندې کړي وې.

د منيژې صدیقي تازه ویډيو د یو شمېر خوځښتونو او سازمانونو غبرګونونه راپارولي او ادعا کوي چې د منيژه صدیقي دا اعتراف ورنه په جبري ډول اخیستل شوی.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي د اپرېل په ۴مه په خپله ایکس‌پاڼه د رسنیو پر وړاندې د منیژې صدیقي راوستل او د هغې د احتمالي شکنجې او ورسره د ناوړه چلند ردول یې د طالبانو نوی تاکتیک بللی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي
د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا موسسې هم د اپرېل په ۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د منیژې صدیقي د وضعیت په اړه د طالبانو تر کنترول لاندې رسنیو له‌خوا د خپرې شوې ویډیو په اړه غبرګون ښودلی دی.

یاد بنسټ لیکلي: "داسې راپورونه ورکړل شوي چې منیژه صدیقي د طالبانو له‌خوا د خپلې روغتیا د ثابتولو لپاره په عام محضر کې حضور لپاره مجبوره شوې ده."

د دې موسسې مسوولې او بنسټ ایښودونکې مریم معروف اروین ازادي راډيو ته وویل: "دا باید هېر نه‌کړو چې د دې ډول جبري اعترافونو اخیستل په خپله په حقیقت کې د منیژې صدیقي روحي او رواني او د افغانانو په ځانګړې توګه د معترضو مېرمنو ډله‌ییزه شکنجه ده او وېره رامنځته کوي."

هممهاله د پنجره امېد په نوم د افغان معترضو مېرمنو غورځنګ او د افغان مېرمنو د خودجوشه غورځنګ په ګډون د افغان معترضو مېرمنو یو شمېر نورو خوځښتونو هم د اعلامیو په خپرولو د منیژې صدیقي دې ویډيو ته غبرګون ښودلی او د هغې د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د پنجرې امېد غورځنګ مسوولې صفیې عارفي ازادي راډيو ته وویل: "موږ په نړیوالو، د بشري حقونو بنسټونو، د ښځو د حقونو مدافعینو او په نړیوالو سازمانونو غږ کوو چې د طالبانو له زندانه د منیژې صدیقي د خوشې کېدو لپاره عملاً لاس په کار شي."

د افغانستان د خودجوشه غورځنګ غړې منیژه صدیقي د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له نهمې راهیسې د طالبانو په بند کې ده چې د یاد خوځښت د ادعاوو له مخې، هغه د نورو تورونو تر څنګ، د طالبانو حکومت د مشر ملا هبت‌الله د عکس د سوځولو په تور په یونیم کال بند محکومه شوې ده.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده ته منسوب عکس

د طالبانو حکومت بیا د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وو چې هغه د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د غیر قانوني او شرعي کړنو له امله نیول شوې، خو په دې اړه یې جزییات نه وو ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG