د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن په اندراګاندي لوبغالي کې د هند له لوبډلې سره مخامخیږي.
دا لوبه د اسیا د ملتونو جام ته د درېیم انتخاباتي پړاو په ترڅ کې نن د کابل په وخت ماښام شپږ بجې ترسره کیږي.
دواړه لوبډلې د وري په دویمه نېټه هم د سیالۍ ډګر ته ښکته شوې وې، خو هغه لوبه یې مساوي شوې وه.
که افغانستان راتلونکو څو لوبو کې ښه امتیازات ترلاسه کړي، چانس یې شته چې د سعودي عربستان په کوربه توب د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ملتونو جام ته لاره ومومي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په راتلونکو میاشتو کې له قطر او کویټ سره هم لوبې لري.