ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې د سیالیو په لړ کې نن پنج شنبه له هند سره خپله لومړۍ مسابقه وکړي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نوي روزونکي اشلي ویست ویلي، په سعودي عربستان کې دغې سیالۍ ته پوره چمتووالی لري.
د افغانستان د فوټبال فډراسیون د ښاغلي اشلي ویست په وینا راپور ورکړی چې دغه ټیم په ډېر ښه ډول دوې تمریني جلسې کړې دي.
د افغانستان ټیم له هند سره بله مسابقه هم لري چې راروانې سې شنبې (د مارچ ۲۶مې ته پلان شوې ده.
که افغانستان وکړای شي، په دواړو مسابقو کې هند ته ماتې ورکړي، تر قطر او کویت وروسته به په خپل ګروپ کې درېیم ځای خپل کړي.