د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د افغان موټر سایکل ځغلونکو یوه ډله په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي


تصویر سمبولیکه بڼه لري
تصویر سمبولیکه بڼه لري

په پام کې ده چې د افغانستان د موټرسایکل ځغلووونکو یوه ۱۸ کسیزه ډله په یوه نړیواله سیالي کې ګډون وکړي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون خبر ورکړ چې د افغانستان د موټرسایکل ځغلولو فدراسیون ټیم د افغانستان، ایران، پاکستان او سعودي عربستان د ټیمونو ترمنځ په سیالۍ کې د ګډون لپاره پاکستان ته روان شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د کوربه سریلانکا د لوبډلې پر وړاندې په دوهمه شل اووریزه لوبه کې ماتې وخوړه.

د سریلانکا لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو اوورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۸۸ منډې وټاکه، خو د افغان لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۷ اوور کې وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۱۱۵ منډې یې کړې وې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دریمه او وروستۍ شل اووریزه لوبه د راروانې چارشنبې په ورځ د فبروري په ۲۱مه په پام کې ده.

XS
SM
MD
LG