د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

سراج الدین حقاني: د امریکا د نه په رسمیت پېژندلو پروا نه لرو


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج الدین حقاني

په داسې حال کې چې ګڼو طالب چارواکو په وار- وار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني؛ تازه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي باک نه لري چې نړۍ په رسمیت نه پېژني.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په پکتیا کې یوې غونډې ته له افغانستانه د امریکا وتلو ته په اشارې وویل چې باید متحده ایالاتو ته د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لس کاله وخت ورکړل شي.

حقاني زیاته کړې:

"موږ ولې خپل افغاني غیرت خراب او بل ته احتیاج شو، که په رسمیت مو پېژنې یو ښه که نه پېژنې بل ښه، موږ باید له خپلې سرمايې ګټه واخلو، که دوی مو په رسمیت پېژنې او کنه. "

سراج الدین حقاني له دې وړاندې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ویلي وو چې دوی له نړۍ سره پیاوړې اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي.

سیاسي کارپوه، اسحاق اتمر
سیاسي کارپوه، اسحاق اتمر

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو پوه اسحاق اتمر باور لري چې د رسمیت پېژندلو لپاره طالبان ورځ تربلې رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ورکوي.

اتمر ازادي راډیو ته وویل:

"دطالبانو حکومت په دې باور دی چې نظام او حاکمیت مو په لاس کې دی نړۍ باید زموږ غوښتنې ومني، په داسې حال کې چې نړۍ دوی ته فرصتونه ورکوي تر څو دوی ترې ګټه واخلي، خو په تېرو دوه نیمو کلونو کې ولیدل شول چې دوی دا فرصتونه له لاسه ورکړل او دا فرصتونه کرار کرار له منځه ځي. "

یو بل سیاسي پوه سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې د سراج الدین حقاني دغه څرګندونې د دوی سیاسي بلوغ ته نه رسېدل په ډاګه کوي.

معارج زیاتوي:

"طالبان د نړۍ رسمیت پېژندلو ته جدي اړتیا لري،دا ډول څرګندونې چې موږ رسمیت پېژندلو ته اړتیا نه لرو، د دې ښکارندوى دى چې طالبان د نړۍ له سیاسته ښه درک نه لري، طالبان باید د رسمیت پېژندنې لپاره د بشري حقونو د ساتنې، سولې او ثبات په برخه کې له نړیوالو سره کړې ژمنې عملي کړي. "

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا نړیوالو سره د تعامل غوښتنه کړې
د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بیا نړیوالو سره د تعامل غوښتنه کړې

ظاهرا طالب چارواکي له نړۍ سره د تعامل په برخه کې بیلابیل لید لوري لري.

ځینې یې له نړۍ سره د رسمیت پېژندنې په ګډون سیاسي تعامل غواړي، خو ځینې نورو بیا ویلي چې د نړۍ غوښتنې نه منې او د رسمیت پېژندنې لپاره به یې په سیاست کې هیڅ ډول بدلون رانه شي.

مخکې تر دې د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې سره د نیکو اړیکو او مثبت تعامل غوښتنه کړې او د نورو مسایلو تر څنګ یې پر افغانستان بانک د لګول شویو بندیزونو د لیرې کول هم غوښتي.

نوموړي دغه شان د روسیې او امریکا په ګډون د ټولې نړۍ له هېوادونو سره د ښه اړیکو غوښتنه وکړه.

د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو ټینګښت،مذهبي لږکیو ته درناوی او د یو ټول شموله حکومت جوړول د رسمیت پېژندنې په برخه کې طالبانو ته د شرطونو په توګه کېښودل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي او ټول ګډونه حکومت یې جوړ کړی دی.

خو دا نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دي او تر دې دمه په نړیواله کچه د طالبانو حکومت د هیڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG