د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت وغځاوه


ارشیف: د امنیت شورا د یوې غونډې انځور
ارشیف: د امنیت شورا د یوې غونډې انځور

ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د سفري بندیزونو د معافیت د نه تمدید تر څنګ د هغې ډلې کار یو بل کال وغځاوه چې پر طالبانو بندیزونه څاري.

ملګرو ملتونو ویلي چې پر طالبانو او هغو اړوندو اشخاصو او بنسټونو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو چې د افغانستان سوله امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو مطبوعاتي دفتر په دې تړاو د امنیت شورا د غونډې په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا ۱۵ غړیو د رایو په اتفاق په دې تړاو مسوده تصویب کړه او له مخې به یې د طالبانو پر سر د بندیزونو د څارګرې ډلې ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر غځول کېږي.

څارونکی ټیم موظف دی د ټولو سرغړونکو اقداماتو په اړه معلومات ټول کړي چې په کې د شتمنیو او بودیجو کنګلول، سفري بندیزونه او د وسلو او مهماتو تمویل او تجهیز په کې شاملېږي.

د مسودې د نه رعایت په صورت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غړو په سپارښتنه د راتلونکو اقداماتو په اړه پرېکړه کېږي.

د طالبانو د بندیزونو د څارونکي ماموریت د کار د دوام په اړه له رايې ورکولو وروسته د امريکا د متحده ايالتونو استازې لينډا توماس ګرين فيلډ چې د افغانستان د بنديزونو د مسئلې مشري په غاړه لري، د امنیت شورا له پرېکړې هرکلی وکړ.

هغې زیاته کړه د رایې اخیستنې پایلې د افغانستان د سولې او امنیت په ملاتړ د بندیزونو اهمیت په ډاګه کړ.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالتونو استازې لينډا توماس ګرين فيلډ
په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالتونو استازې لينډا توماس ګرين فيلډ

اغلې ګرین فیلډ د څارونکي ټیم راپورونه د بندیزونو د اغېز او د سیمې د حالاتو په اړه د پوهاوي لپاره حیاتي وبلل.

هغې وویل دا معلومات د امنیت شورا غړو هېوادونو ته دا امکان برابروي چې وپوهېږي آیا طالبان له ترهګرۍ سره د مبارزې، د ښځو او نجونو لپاره د بشري حقونو او له ممانعت پرته د بشرپالو خدمتونو د رسېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کوي که څنګه؟

د چین استازي ګینګ شانګ بیا وویل، دا مهمه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د ترهګرو ډلو په مرکز بدل نه شي.

د چین استازي د طالبانو د یو شمېر غړیو د سفري بندیزونو د معافیت د تمدید غوښتنه وکړه څو له دې لارې له هغوی سره د ډیالوګ زمینه برابره وي.

هغه وویل چې نړیواله ټولنه باید دا هېواد د "ملتونو په کورنۍ" کې مدغم کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازی ګینګ شانګ
په ملګرو ملتونو کې د چین استازی ګینګ شانګ

د چین استازي همداراز له ټولو افغانانو سره له نږدې د خبرو لپاره د څارونکي ټیم د ګمارلو ستاینه وکړه او ویې ویل امنیت شورا باید د بندیزونو لپاره داسې تدابیر هم وسنجوي چې پر افغانانو یې د منفي اغیزو مخه ونیسي.

د روسیې استازې انا ایم استګنیوا د طالبانو پر یو شمېر غړیو د سفري بندیزونو د معافیت په نه تمدید خواشیني وښوده.

هغې بیا له دې پرېکړې هرکلی وکړ چې له واکمنو چارواکو سره د خبرو لپاره څارونکی ټیم افغانستان ته سفر وکړي.

د روسیې استازې انا ایم استګنیوا
د روسیې استازې انا ایم استګنیوا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۱ کال کې د د یوه ځانګړي پرېکړه لیک له مخې د طالبانو پر ۱۳۵ غړو بهر ته له سفر بندیز ولګاوه.

پر دې سربېره یې د هغوی د شمتنو د کنګلولو په اړه هم پرېکړه کړې وه.

د سولې د خبرو اترو له پیل سره امریکا د طالبانو پر ۱۵ مشرانو د سفر بندیزونه لرې کړل او په ۲۰۱۹ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د طالبانو پر ۱۴ غړیو بندیزونه لنډمهال لپاره لرې کړل څو هغوی د سولې په خبرو کې ګډون وکړای شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د سفري بندیزونو له موجودیت سربېره د طالبانو یو شمېر لوړپوړي غړي د سیمې ځینو لرو او نږدې هېوادونو ته تللي دي.

ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، امیرخان متقي، شهاب الدین دلاور، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخواه، دین محمد حنیف، عبداالطیف منصور او یو شمېر نورې څېرې چې پخوا یې سفري بندیزونه د لنډمهال لپاره رفع شوي وو اوس بېرته د ملګرو ملتونو د تازه پرېکړې په اساس تر بندیزونو لاندې راغلي.

یو شمېر طالب مشران
یو شمېر طالب مشران

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني بیا ان د تعقیب وړ لاندې تور لېست کې دی.

امریکا متحده ایالتونو هم تېره اوونۍ د طالبانو دوه نور لوړپوړي چارواکي د امرباالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ رییس فریدالدین محمود باندې بندیزونه ولګول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG