د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

فوټبال؛ کویټ د افغانستان له ملي لوبډلې لوبه وګټله


د افغانستان د فوټبال یو شمېر لوبغاړي
د افغانستان د فوټبال یو شمېر لوبغاړي

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د نړیوال جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې بېګا ۴ پر صفر له کوېټ ماتې وخوړه.

دا لوبه د سعودي عربستان دمام ښار کې وشوه.

دا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالیو د مقدماتي دور پر مهال په شاوخوا لسو ورځو کې د افغانستان دویمه لویه ماته ده.

افغانستان تر دې مخکې د نومبر په شپاړسمه د قطر له فوټبال لوبډلې اته پر یو ماته ومنله.

د افغانستان د فوټبال لوبډله په دې وروستیو کې د ځینو لوبغاړو د لانجو په خاطر له ستونزو سره مخ ده او د پخواني کوېټي روزونکي تر ایستلو وروسته فوټبال فدراسیون انګریز سر روزونکی اشلي وسټ ووډ د ټیم د روزنې لپاره ټاکلی دی.

د افغانستان اکثر مخکښ او تکړه فوټبالرانو د فوټبال د فدراسیون په مشرتابه تور لګولی چې په مالي فساد کې ښکېل دي او په همدې خاطر نور ملي ټيم کې نه لوبیږي.

خو فوټبال فدراسیون دا تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG