د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

بشیر ستانکزی د جرمني کرکټ د پرمختیايي چارو مسوول ټاکل شوی


د جرمني د کرکټ فدراسیون د پرمختیایي او عملیاتي چارو نوی مسوول، بشیر ستانکزی
د جرمني د کرکټ فدراسیون د پرمختیایي او عملیاتي چارو نوی مسوول، بشیر ستانکزی

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پخوانی کارکوونکی بشير ستانکزی د جرمني کرکټ فدراسیون د پرمختیايي او عملیاتي چارو د مسوول په توګه ګومارل شوی دی.

ښاغلي بشیر ستانکزي د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په پرمختیايي او نورو چارو کې هم ډېره دنده ترسره کړې ده .

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" ما د جرمني کرکټ فدراسیون سره د عملیاتي کرکټ او پرمختیايي کرکټ د مسوول په توګه دنده شروع کړه."

بشیر ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي، هیله من دی چې د یاد هېواد د کرکټ په وده کې به ونډه ولري او ډاډ یې څرګند کړ چې له دې لارې به جرمني مېشتو افغانانو ته هم خدمت وکړي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې د افغان کرکټ ادارې بل کارمند، پخوانی اجرايوي رئیس نورمحمدمراد د امریکا کرکټ ادارې د اجرايوي رئیس په توګه ټاکل شوی و.

XS
SM
MD
LG