د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د سمیع‌ سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې خپل موجودیت اعلان کړ


د تېر جمهوري حکومت د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو قوماندان سمیع سادات، چې د نوې اعلان شوې متحدې جبهې مشر دی.
د تېر جمهوري حکومت د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو قوماندان سمیع سادات، چې د نوې اعلان شوې متحدې جبهې مشر دی.

د طالبانو د حکومت پر ضد په امریکا کې د افغانستان د متحدې جبهې په نوم نوې جبهې خپل موجودیت اعلان کړ.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت یو شمېر پوځي چارواکو د طالبانو پر ضد د افغانستان د متحدې جبهې په نامه د نوي غورځنګ موجودیت اعلان کړ.

دغه جبهه وايي چې افغانستان د طالبانو له منګولو خلاصول، له دې هېواده د افراطي ډلو شړل او د افغانانو هوساینه د دوی له بنسټيزو اهدافو څخه دي.

د تېر جمهوري حکومت د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو پخواني قوماندان سمیع سادات، چې د دغې جبهې مشر دی، د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د افغانستان د متحدې جبهې د پرانیستې په مراسمو کې وویل: "موږ د 'افغان متحدې جبهې' په نوم سیاسي حرکت پیل کړ تر څو په افغانستان کې د حکومت د سمون لپاره خپل هوډ څرګند کړو. که ممکنه وي، اجازه راکړئ چې دا حکومت د خبرو اترو له لارې په سوله‌ییز ډول تنظیم شي. اجازه راکړئ چې طالبان په ټاکنو کې برخه واخلي، خو که دوی د ټاکنو ترسره کېدو ته اجازه ورنه‌کړي د زور واک به یې وروستی انتخاب او اړین وي."

که څه هم 'د افغانستان متحده جبهه' یو سیاسي غورځنګ اعلان شوی، خو سمع سادات د جزییاتو له ورکولو پرته وسله والې مبارزې ته د چمتووالي خبره هم کړې ده.

دغه راز د افغانستان د متحدې جبهې له‌خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو بيا ځلې واکمنېدل د نړيوالې ترهګرۍ د خپرېدو لامل شوى او له چين هېواد سره د طبیعي زېرمو د تړون په لاسليکولو سره پر افغانستان د چين د تسلط امکان شته چې دې پرېکړې يو بشري ناورین رامنځته کولو ته لار پرانيستې ده.

د اعلامیې له مخې ياده جبهه د افغان نسل د ځوانو مشرانو د یوې ډلې له‌خوا جوړه شوې وه.

د طالبانو د حکومت ویاندويانو ذبیح‌الله مجاهد او بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو د طالبانو حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې د تېر حکومت سیاستوال ازمویل شوي او تمه نه شته چې د افغانستان د خیر لپاره به کومه پرېکړه وکړي.

کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په 15 نېټه جمهوري نظام ړنګ شو او طالبانو د افغانستان واک بېرته ترلاسه کړ، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د ړنګ شوي جمهوریت ډېر شمیر نظامي او ملکي چارواکي له افغانستانه ووتل.

له دې وروسته د ملي مقاومت په نامه د جبهې تر څنګ له افغانستانه بهر یو شمېر نور سیاسي او پوځي خوځښتونه هم جوړ شول.

ارشیف: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې جنګیالي
ارشیف: د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې جنګیالي

خو د طالبانو پر وړاندې د سیاسي او پوځي جبهو جوړول به د دوی په کړنلاره کې څه بدلون راولي؟

د سیاسي چارو کارپوه میرویس اشفته وايي، د طالبانو پر وړاندې د مخالفو ډلو رامنځته کېدل تر ډېره د طالبانو د هغو کړنو له امله دي،چې د خلکو له خپلواکۍ سره په ټکر کې دي او نه غواړي چې د نړیوالې ټولنې، معیارونو او بشري حقونو پیروي وکړي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې جګړه د حل لار نه ده.

هغه زیاته کړه: "دوى بايد د خلکو د کلتور او یووالي د ټینګښت لپاره پر طالبانو ډېر فشار راولي او که طالبان يې ونه مني، کله چې ټول کار پوهان او ټول هغه کسان چې ټولنه بدلولی شي، له دوی سره نه وي. زموږ په ټولنه کې به قانوني بدلون راشي، خو جګړه د حل لاره نه شي کېداى."

'د افغانستان متحده جبهه' په داسې حال کې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د خپل مرکز په پرانیستلو سره خپل شتون اعلان کړ چې د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د وسله‌والې مبارزې او جګړې ملاتړ نه کوي.

په دې وروستیو کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې هیڅکله به د هغو ډلو ملاتړ ونه کړي چې د تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې سیاسي بدلونونه غواړي او زیاته کړې یې وه چې تاوتریخوالی د افغانستان او نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG