د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د تحلیلګرانو شبکه: د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو په وېش کې لاسوهنه او کنټرول لري


 په کابل کې بېوزلو سره د مرستې یو انځور - ارشیف
په کابل کې بېوزلو سره د مرستې یو انځور - ارشیف

د افغانستان د تحلیل ګرانو شبکه ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې په سیمه ییزه او ملي کچه د بهرنیو مرستو رسونې په چارو کې لاسوهنو ته زمینه برابره کړی ده.

هغه ادعا چې د طالبانو حکومت ویاندویانو تل رد کړی ده.

دې شبکی د دوشنبی په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره د مرستو رسونې په برخه کې د طالبانو حکومت لید لوری پیچلی بللی.

د دې راپور پر بنسټ، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د بهرنیو مرستو غوښتنه کوي، په ورته وخت کې غواړي، چې د دغو مرستو پر وېش هم یو ډول اغېز او کنټرول ولري.

په راپور کې راغلي، چې همدا بهرنۍ مرستو په مهمو برخو لکه: روغتیا او زده کړو کې زرګونه افغانانو ته د کار زمینه برابره کړې او د اقتصادي ثبات، د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو ور ډېرولو او د خوراکي موادو د بیو په ټیټ ساتلو کې یې مهمه وڼډه لرلې ده.

د راپور په دوام کې راغلي، چې د طالبانو حکومت چارواکي د مرسته کوونکو هېوادونو او موسسو پر کړنو او انګېزو په ژوره توګه شکمن دي، ځکه تر اوسه یې د د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د تحلیل ګرانو شبکی لیکلي، چې په دې وروستیو کې په ځینو برخو کې د طالبانو حکومت محدودیتونو د مرستو رسونې چاره اغېزمنه کړې.

په دې راپور کې د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو پر کار بندیز، د طالبانو حکومت له لوري له مرستندویانو څخه د مرسته رسوونکو او مرسته اخیستوونکو د نوملړ غوښتنه او په بشپړه توګه د طالبانو حکومت ته د پوهنې وزارت اړوند د کېدونکو مرستو سپارل هغه لویې بېلګې دي، چې د راپور له مخې د مرستو رسونې چارې یې محدودې کړې دي.

وړاندې له دې د طالبانو حکومت ویلي وو،چې د یونیسیف د اړوندو سیمه ییزو درسي ټولګیو مسوولیت باید دوی ته وسپارل شي.

هرات کې بېوزلو سره د مرستې انځور - ارشیف
هرات کې بېوزلو سره د مرستې انځور - ارشیف

په همدې حال کې، د افغانستان د یو شمېر ولایتونو اوسیدونکي د مرستو له ناعادلانه وېش څخه شکایت کوي.

د کابل د شپږمې ناحیې یو اوسیدونکی چې نغواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مرستو رسونې له چارو د خپل سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ:"په دولتي رېنجر کې راځي او د خلکو خیراتي حق ترې اخلي، چې ګورې نو اوړه، وریجې او غوړي یې د موټر شا ته بار کړي او خپلې کورنۍ ته یې وړي، لېست په خپله اخلي او مرستې هغو کسانو ته ورکوي چې دوی غوښتي وي، نو مرستې خوارو او اړمنو کسانو ته نه رسیږي."

د غزنې ولایت یو اوسیدونکی چې دی هم نغواړی نوم یی په راپور کې یاد شي، په خپله سیمه کې د مرستو رسونې په اړه ازادی راډیو ته وویل:"که بهرنۍ موسسې راشي او په خپل لاس مرستې ووېشي، ښه به وي، خو که د نورو ادارو لخوا ووېشل شي، هر کس دا مرستې خپلو خپلوانو ته ورکوي، موږ ته نه رسیږي. مرستې به څه ناڅه خلکو ته رسیږي، خو نیمايي یې بیا حیف و مېل کیږي."

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند، بلال کریمي د بهرنیو مرستو رسونې په چارو کې د دوی د لاسوهنو او کنټرول په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د وروستۍ ادعا او دغه شان د عامو خلکو د نیوکو په اړه د ازادي راډیو پوښتنی ځواب نکړې.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې په دې تړاو شوې ادعاوې رد کړې وې.

څه موده مخکې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، هم د مرستو رسولو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه تایید کړې وه او ویلي وو ،چې له همدې امله یې د څه مودې لپاره په غور کې د مرستو لړۍ بنده کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG