نړۍ
پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي خطر لپاره خپل ختیځ ته اضافي ځواکونه لېږي
پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره د دې هېواد ختیځ ته پوځي قطعې استوي.
PAP دولتي خبري اژانس د پولنډ د امنیتي کمیټې د منشي له قوله نن راپور ورکړ، چې دې کمیټې په بېلاروس کې د واګنر د امنیتي شرکت د ملېشو د ځای پرځای کېدو په ځواب کې دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په خپله غونډه کې کړې ده.
د واګنر مشر ایفګیني پرېګوژین د جولای په ۱۹مه په یوه ویډیو کې په داسې حال کې وښودل شو، چې په بېلاروس کې خپلو سرتېرو ته ښه راغلاست وايي.
نوموړی،هغوی ته وايي چې د اوس لپاره به د اوکراین په جګړه کې ګډون نه کوي، خو زیاتوي، د بېلاروس سرتېرو ته د پوځي روزنې له ورکولو وروسته خپلې وړتیاوې د افریقا لپاره خوندي وساتي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د جاپان صدراعظمه د امریکا ولسمشر ته، غواړم د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد “طلايي پېر” پیل کړم
د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ نن- د لړم ۶مه د جاپان له نوې صدراعظمې سانائه تاکایچي سره به خپله لومړۍکتنه کې وویل چې واشنګټن او توکیو د خورا لوړې کچې متحدان دي.
ټرمپ چې آسیا ته د سفر په پیل کې توکیو ته رسېدلی دی له مېرمن تاکایچي سره د صدراعظم په استوګنځي کې د خبرو پرمهال وویل، دی ویاړي چې د جاپان له یوې ډېرې درنې صدراعظمې سره د هغې په لومړنیو کاري ورځو کې ګوري.
مېرمن تاکایچي هم د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل دا غواړي چې د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد یو “نوی طلايي پېر” پیل کړي.
تمه ده چې دواړه لوري په پلازمېنه توکیو کې دخبرو پرمهال پر امنیتي او تجارتي مسایلو تمرکز وکړي او دا په داسې حال کې ده چې جاپان له چین سره د ترینګلو اړیکو له کبله خپله دفاعي بودیجه د هېواد د ناخالص کورني تولید دوه سلنې ته لوړه کړې ده.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې ولسمشر ټرمپ هڅه کوي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو مخکې د نړۍ د دې دوو لویو اقتصادي ځواکونو ترمنځ د سوداګریز توافق په برخه کې د واشنګټن دریځ پیاوړی کړي.
ترکیې د خپل پوځ د ځواکمنولو لپاره له برتانیا څخه شل ټایفون ډوله جنګي جټ الوتکې پېرلې دي
ترکیې د نژدې ۱۱ میلیارد ډالر په ارزښت له برتانیا سره د ۲۰ ټایفون یوروفایټر جټ الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.
دا قرارداد پرون دوشنبې په انقره کې د برتانیا له صدراعظم کایرسټارمر سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې لاسلیک شو. دا د ترکیې او برتانیا ترمنځ د دفاعي همکاریو یو نوی مورد دی.
څارونکي وايي، د دې معاملې بیه ډېره لوړه او غیرعادي ده.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې غواړي ۲۴ نورې جټ الوتکې له عمان او قطر څخه هم وپېري.
ترکیه په پام کې لري چې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د اسراییل په څېر له سیمه ایزو سیالانو سره خپل واټن راکم کړي.
له غزې څخه اسراییلو ته د یرغملو د سپارلو دوام؛ د یو بل یرغمل مړی هم اسراییلو ته وسپارل شو
اسراییل وايي، د سره صلیب نړیوالې کمیټې له غزې څخه یوبل مړ شوی یرغمل هم د دې هېواد پوځ ته سپارلی دی.
د اسراییل د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، که د دې مړه یرغمل هویت تایید شي نو دا به په دې معنا وي چې اوس په غزه کې د ۱۲ نورو اسراییلي یرغملو مړي پاتې دي.
حماس ډله چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پر اسراییلو د برید پرمهال یې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل کړي وو، د هغو ستونزو یادونه کوي چې د پاتې یرغملو د موندلو په برخه کې ورسره مخامخ ده، ځکه د اسراییل په عملیاتو کې د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې.
خو د اسراییلو د پوځ یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، حماس ډله پوهېږي چې د پاتې یرغملو مړي چېرته دي.
ټرمپ جاپان ته ورسید
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسیا ته د سفر په ترڅ کې نن دوشنبې د لړم په پنځمه جاپان ته ورسید.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ټاکل شوې چې نوموړی نن د ورځې په وروستیو کې د جاپان له امپراتور سره وګوري. ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د دې هیواد له نوي صدراعظم سانائه تاکایچی سره کتنه ترسره کړي.
ټرمپ په خپلې ځانګړې الوتکه آیرفورس ون کې سپرو خبریالانو ته وویل چې دی هیله من دی چې د چین له ولسمشرشي جین پینګ سره په جنوبي کوریاکې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې یوې موافقې ته ورسیږي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اړتیا په صورت کې چمتودی چې آسیا ته خپل دا سفر وغزوي ترڅو د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره وګوري. ټرمپ هغو خبریالانو ته چې مالیزیا ته په لاره یې ورسره ملګرتیا کوله وویل: »زه ولسمشرشي ته ډیراحترام لرم او فکرکوم ... چې موږ به له دې غونډې څخه له یوې موافقې سره راووځو. «
نتنیاهو: دا پریکړه به اسراییل کوي چې کوم هېوادونه د غزې د ثبات نړیوال ځواک سره یوځای شي
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې د هغه هیواد به دا پریکړه وکړي چې کوم بهرني هیوادونه به د غزې لپاره پلان شوي نړیوال ځواک سره یوځای شي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه د کابینې غونډې ته وویل: "موږ د خپل امنیت کنټرول لرو او موږ دا روښانه کړې چې کله د نړیوالو ځواکونو خبره راځي، اسراییل به پریکړه وکړي چې کوم ځواکونه زموږ لپاره د منلو وړ ندي."
هغه زیاته کړه چې دا چلند د متحده ایالاتو لخوا هم تایید شوی دی.
نړیوال ځواکونه باید د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان په چوکاټ کې کار وکړي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او ثبات لپاره کار وکړي.
حماس د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي.
اوکراین ومنله چې روسي ځواکونه ستراتیژیک ښار پوکروفسک ته ننوتلي دي
د روسیې ځمکني ځواکونه د اوکراین ستراتیژیک ښار پوکروفسک ته ننوتلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د دغه خبر د پخلي ترڅنګ ویلي، پوکروفسک کې وضعیت " ترینګلی" دی او د دې ښار په دننه او شاوخوا کې " تودې" جګړې روانې دي.
زلنسکي ویلي، روسیې د اوکراین په ختیځ کې دغه ښار ته ګڼ شمېر سرتیري لیږلي دي.
پرکروفسک دا مهال شاوخوا ۷ زره نفوس لري، خو پر اوکراین د روسیې د جګړې له پيل مخکې دغه ښار کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو ژوند کاوه.
د اکتوبر په لومړیو کې هم د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ادعا وکړه چې سرتیري یې د اوکراین دغه ښار ته ننوتلي، خو هغه مهال اوکراین دا ادعا رد کړې او وې ویل، روسي پوځیان یې په شا تمبولي دي.
PKK اعلان وکړ چې خپل ټول جنګیالي به له ترکیې څخه وباسي او د عراق شمال ته انتقال کړي
په ترکیه کې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) اعلان وکړ چې خپل ټول وسله وال به له ترکیې څخه وباسي او د عراق شمال ته به یې ولیږدوي. PKK همدارنګه له انقرې څخه غوښتنه کړې چې د سولې پروسې د ټینګښت لپاره اړین قانوني ګامونه پورته کړي.
PKK د یکشنبې په ورځ، د لړم یا عقرب په ۴ د عراق د کردستان سیمې په غرنۍ قندیل سیمه کې په یوه بیان کې وویل: "موږ له ترکیې څخه د خپلو ټولو ځواکونو ایستل پلي کوو."
دې ډلې یو انځور هم خپور کړ چې د اتو ښځو په ګډون پکې ۲۵ وسله وال ښکاري چې له ترکیې څخه دې سیمې ته رسیدلي دي.
PKK، چې سږکال یې په رسمي ډول خپله ۴۰ کلنه وسله واله شخړه پای ته ورسوله، په سوله ییز ډول د اوږدې مودې وسله وال بغاوت د پای ته رسولو لپاره، ډیموکراتیک سیاست ته مخه کړې ده. د ترکیې د حکومت په وړاندې د PKK په وسله والو شخړو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.
دې ډلې همدارنګه له ترکیې څخه وغوښتل چې د هغې پروسې د پرمختګ لپاره اړین ګامونه پورته کړي چې شاوخوا یو کال دمخه د انقرې لخوا د دې ډلې د زنداني مشرعبدالله اوجلان له خوا د سولې د وړاندیز په ناڅاپي اعلان سره پیل شوې ده.
پر کیف د روسیې په تازه بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ژوبل دي
د اوکراین پر پلازمېنه کیف د روسیې د تیرې شپې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او د ۶ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه ټپيان شوي دي.
د تیرې شپې په بریدونو کې دوه لوړپوړې هستوګنیزې ودانۍ ویجاړې شوي او په یوې کې یې چې نهه پوړیزه وه، اور هم لګیدلی دی.
د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونو له دغې اورلګېدنې څخه ۱۳ تنه ژغورلي دي.
تر دغو هوایي بریدونو مخکې د کیف او شاوخوا سیمو پر فضا د یو-یو نیم ساعت لپاره د هوایي حملو د خطر زنګ وهل کېده.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي له دغو بریدونو وروسته پر روسیې او متحدانو یې د پياوړو بندیزونو غوښتنه کړې ده.
ټرمپ: که پوتین له اوکراین سره موافقې ته چمتو نه وي خپل وخت به له هغه سره په کتنه ضایع نه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ وايي چې که د ده روس سیال ولادیمیر پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته چمتو نه وي نو دی به خپل وخت له هغه سره په کتنه ضایع نه کړي.
ښاغلي ټرمپ پرون (د اکتوبر ۲۵مه) د آسیا پر لور د خوځېدو او په دوحه کې د توقف پرمهال په خپله ځانګړې الوتکه ایرفورس ون کې خبریالانو ته وویل "تاسو باید پوه شئ چې موږ یو توافق غواړو خو خپل وخت به ضایع نه کړم."
هغه زیاته کړه "له ولادیمیرپوتین سره زما اړیکي تل ښه و، خو روان وضعیت مې ډېر مایوسه کوي، ځکه ما فکر کاوه چې دا مسئله به په منځني ختیځ کې د سولې له ټینګېدو مخکې حل شي."
په عین حال کې رویټرز خبري آژانس د دوو باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د ټرمپ ادارې د روسیې پر اقتصاد د بندیزونو یوه بله کڅوړه چمتو کړې ده چې که پوتین د سولې له موافقې ډډه وکړي نو ښايي عملي شي.
د پوتین استازی: مسکو او واشنګټن د اوکراین د جګړې دیپلوماتیک حل ته نژدې شوي
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي: مسکو، واشنګټن او کییف د اوکراین جګړې د ختمېدودیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کیریل ديميتريف ویلي چې متحد ایالتونه، اوکراین او روسیه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه دیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي.
ديميتريف له سيایناین سره په مرکه کې وویل: «زه فکر کوم روسیه، امریکا او اوکراین رښتیا هم دیپلوماتیک حل ته په رښتیا ډېر نژدې شوي دي.»
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې ده هغه به نن (شنبه) په میامي کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره وګوري. تاس خبري اژانس هم د ديميتريف له خولې لیکلي چې هغه به له نورو کسانو سره هم وګوري، خو د هغوی نومونه یې نه دي یاد کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ د روسیې د تېلو پر دوو سترو کمپنیو بندیز ولګاوه، څو مسکو د اوکراین پر ضد د پراخ یرغل د پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې راولي.
د امریکا د خزانې وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې پر دولتي شرکت روسنفت او خصوصي شرکت لوکاویل یې بندیز لګولی دی. د دغو دوو شرکتونو صادرات د کرملین د بودجې مهمه سرچینه ګڼل کېږي.