د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د افغانستان کم‌عمره لوبډلې بنګله‌دېش ته په پایلوبه کې د ۱۴۴ منډو هدف ورکړ


افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال
افغان کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش سره د سيالۍ پر مهال

د افغانستان او بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې دمګړۍ د درې اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې لوبه کوي، چې افغانستان خپله توپ وهنه بشپړه کړه او ۱۴۳ منډې یې وکړې.

دغه سیالي چې نن پنجشنبه د کابل پر وخت ۳:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې، افغان لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه او د ۳۷ اورونو تر لوبولو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې یوازینی مخکښ توپوهونکی محمدهارون خان و چې ۶۵ منډې یې جوړې کړې.

همدارنګه وفي الله تره خېل ۲۷ او خالد تڼیوال بیا ۱۵ منډې وکړې.

د بنګله‌دېش د کم‌عمره لوبډلې کیڼ لاسي ورو توپ اچونکي محفوظ الرحمن بیا ۶ افغان لوبغاړي وسوځول.

بنګالۍ لوبډله به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.

د ویلو ده چې په دې سیالیو کې د سریلانکا لوبډلې هم ګډون درلود.

XS
SM
MD
LG