نړۍ
اوکراين کې د دونېڅک پر يوه ښار د روسي ځواکونو په بريد کې پنځه کسان وژل شوي
د اوکراین د ختیځې سیمې دونېڅک پر یوه ښار د روسي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر نن راپور ورکړ چې د S-300 ډوله توغندي دا برید په کوستانتینیفکا Kostyantynivka ښار کې د بشري مرستو پر یوه مرکز شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې په قربانیانو کې درې هغه مېرمنې هم شاملې دي چې په دې مرکز کې یې پناه اخیستې وه.
د بشري مرستو مرکزونه چې لومړني اساسي خدمات لکه اوبه او برښنا برابروي د اوکراین د حکومت لهخوا په ځینو سیمو کې د جګړو له بېځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره جوړ شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
اسراییل: حماس د بل چا مړی را سپارلی
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ وویل چې اسراییل به د حماس له خوا د هغه ورسپارل شوي مړي د پاتې شونو په وړاندې غبرګون وښیي چې پراسراییلي مړو شویو برمته وو پورې اړه نه لري. اسراییل دا د غزې له اوربند څخه سرغړونه ګڼي.
حماس وویل چې دوی له اوربند سره سم عمل کوي او د مړو شویو یرغملو د پاتې شونو د موندلو لپاره له خپله وسه ډیره هڅه کوي خو وایي د جسدونو په پیژندلو کې ستونزه لري ځکه په دې برخه کې د تجهیزاتو له نشتوالي سره مخ دي.
نتنیاهو وویل، د هغه مړه شوي یرغمل په نوم پاتې شونې چې تیره ورځ حماس ډلې ور سپارلي، مړی یې د جګړې په پيل کې اسراییلي ځواکونو موندلی او هغه په پاتې مړو شویو ۱۳ یرغمل شویو پورې اړه نه لري.
هغه وویل چې دی به نن د ورځې په وروستیو کې خپل دفاعي چارواکي را وبولي تر څو په ځواب کې د "اسرائیل د راتلونکو اقداماتو" په اړه پریکړه وکړي.
حماس ډله چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پر اسراییلو د برید پرمهال یې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل کړي وو، د هغو ستونزو یادونه کوي چې د پاتې یرغملو د موندلو په برخه کې ورسره مخامخ ده، ځکه د اسراییل په عملیاتو کې د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې.
خو د اسراییلو د پوځ یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، حماس ډله پوهېږي چې د پاتې یرغملو مړي چېرته دي.
په ترکیه کې زلزله شوې
د ترکیې په لویدیځ کې تیرماښام تر یوې زورورې زلزلې وروسته نن سې شنبې سهار بیا په سیمه کې د زلزلې څوټکانونه احساس شوي دي.
د ترکیې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د تیرماښام زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶،۱ و او نن هم له زلزلې وروسته سیمه څو ټکانونو ولړزوله چې د یوه شدت یې ۴،۶ درجې و. د دې زلزلې مرکز د ترکیې په لویدیځ بالیکسیر کې د سیندیرګي سیمه وه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل چې د تیرماښام زلزلې د اپارتمانونو درې خالي بلاکونه او یوه هټۍ نړولي دي. د هغه په خبره د استوګنې دا ودانۍ د اګست په میاشت کې د مخکینۍ قوي زلزلې له امله چې یوکس پکې مړشوی، زیانمنې شوې وې او له هغه راهیسې پکې څوک نه اوسیدل.
د ترکیې د خاورې لویه برخه، په ځانګړې توګه استانبول د زلزلې پرکرښو پرته ده چې له امله یې پکې ډیرې زلزلې کېږي. په تیره اپریل میاشت کې هم د ریښترپه کچه ۶،۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه.
زیلینسکي: کییف چمتو دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او بیله روس پرته بل هرځای خبرو کې برخه واخلي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي وایي، کییف چمتودی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې او بیله روس څخه پرته بل هرځای د سولې په خبرو کې ګډون وکړي، خو اوکرایني ځواکونه « شاته هیڅ ګام نه اخلي » چې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته پریږدي.
زیلینسکي په خپلو څرګندونو کې چې نن سې شنبې خپرې شوي، له امریکایي قانون جوړونکو څخه غوښتي چې پرروسیې سخت بندیزونه ولګوي. هغه زیاته کړه چې اوکراین به د دوو یا دریو نورو کلونو لپاره د خپل مالي ثبات د تامین لپاره د خپلو اروپایي متحدانو ملاتړ ته اړتیا ولري. زیلینسکي د امریکا له ولسمشرډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې روانه اونۍ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنه کې پرهغه فشارراوړي چې د روسیې له ملاتړه لاس واخلي. زیلینسکي نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې د ده په باور دا به د ټرمپ یوجدي اقدام وي.
ټرمپ تیره اونۍ د روسیې د تیلوپردوو سترو شرکتونو بندیزونه ولګول او د روسیې د انرژۍ له مهمو پیریدونکو، په ځانګړې توګه له هند او چین څه یې وغوښتل چې خپل پیرل، چې د واشنګټن او کییف په وینا د روسیې د جګړې ټول لګښتونه تامینوي، کم کړي.
د جاپان صدراعظمه د امریکا ولسمشر ته، غواړم د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد “طلايي پېر” پیل کړم
د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ نن- د لړم ۶مه د جاپان له نوې صدراعظمې سانائه تاکایچي سره به خپله لومړۍکتنه کې وویل چې واشنګټن او توکیو د خورا لوړې کچې متحدان دي.
ټرمپ چې آسیا ته د سفر په پیل کې توکیو ته رسېدلی دی له مېرمن تاکایچي سره د صدراعظم په استوګنځي کې د خبرو پرمهال وویل، دی ویاړي چې د جاپان له یوې ډېرې درنې صدراعظمې سره د هغې په لومړنیو کاري ورځو کې ګوري.
مېرمن تاکایچي هم د دواړو هېوادونو اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل دا غواړي چې د جاپان او امریکا ترمنځ د اتحاد یو “نوی طلايي پېر” پیل کړي.
تمه ده چې دواړه لوري په پلازمېنه توکیو کې دخبرو پرمهال پر امنیتي او تجارتي مسایلو تمرکز وکړي او دا په داسې حال کې ده چې جاپان له چین سره د ترینګلو اړیکو له کبله خپله دفاعي بودیجه د هېواد د ناخالص کورني تولید دوه سلنې ته لوړه کړې ده.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې ولسمشر ټرمپ هڅه کوي د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو مخکې د نړۍ د دې دوو لویو اقتصادي ځواکونو ترمنځ د سوداګریز توافق په برخه کې د واشنګټن دریځ پیاوړی کړي.
ترکیې د خپل پوځ د ځواکمنولو لپاره له برتانیا څخه شل ټایفون ډوله جنګي جټ الوتکې پېرلې دي
ترکیې د نژدې ۱۱ میلیارد ډالر په ارزښت له برتانیا سره د ۲۰ ټایفون یوروفایټر جټ الوتکو د پېرلو تړون لاسلیک کړ.
دا قرارداد پرون دوشنبې په انقره کې د برتانیا له صدراعظم کایرسټارمر سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې لاسلیک شو. دا د ترکیې او برتانیا ترمنځ د دفاعي همکاریو یو نوی مورد دی.
څارونکي وايي، د دې معاملې بیه ډېره لوړه او غیرعادي ده.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي دي چې غواړي ۲۴ نورې جټ الوتکې له عمان او قطر څخه هم وپېري.
ترکیه په پام کې لري چې خپل هوايي ځواک پیاوړی کړي او د اسراییل په څېر له سیمه ایزو سیالانو سره خپل واټن راکم کړي.
له غزې څخه اسراییلو ته د یرغملو د سپارلو دوام؛ د یو بل یرغمل مړی هم اسراییلو ته وسپارل شو
اسراییل وايي، د سره صلیب نړیوالې کمیټې له غزې څخه یوبل مړ شوی یرغمل هم د دې هېواد پوځ ته سپارلی دی.
د اسراییل د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، که د دې مړه یرغمل هویت تایید شي نو دا به په دې معنا وي چې اوس په غزه کې د ۱۲ نورو اسراییلي یرغملو مړي پاتې دي.
حماس ډله چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پر اسراییلو د برید پرمهال یې شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل کړي وو، د هغو ستونزو یادونه کوي چې د پاتې یرغملو د موندلو په برخه کې ورسره مخامخ ده، ځکه د اسراییل په عملیاتو کې د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې.
خو د اسراییلو د پوځ یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، حماس ډله پوهېږي چې د پاتې یرغملو مړي چېرته دي.
ټرمپ جاپان ته ورسید
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسیا ته د سفر په ترڅ کې نن دوشنبې د لړم په پنځمه جاپان ته ورسید.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ټاکل شوې چې نوموړی نن د ورځې په وروستیو کې د جاپان له امپراتور سره وګوري. ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د دې هیواد له نوې صدراعظمې سانائه تاکایچی سره کتنه ترسره کړي.
ټرمپ په خپلې ځانګړې الوتکه آیرفورس ون کې سپرو خبریالانو ته وویل چې دی هیله من دی چې د چین له ولسمشرشي جین پینګ سره په جنوبي کوریاکې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې یوې موافقې ته ورسیږي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اړتیا په صورت کې چمتودی چې آسیا ته خپل دا سفر وغزوي ترڅو د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره وګوري. ټرمپ هغو خبریالانو ته چې مالیزیا ته په لاره یې ورسره ملګرتیا کوله وویل: »زه ولسمشرشي ته ډیراحترام لرم او فکرکوم ... چې موږ به له دې غونډې څخه له یوې موافقې سره راووځو. «
نتنیاهو: دا پریکړه به اسراییل کوي چې کوم هېوادونه د غزې د ثبات نړیوال ځواک سره یوځای شي
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې د هغه هیواد به دا پریکړه وکړي چې کوم بهرني هیوادونه به د غزې لپاره پلان شوي نړیوال ځواک سره یوځای شي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه د کابینې غونډې ته وویل: "موږ د خپل امنیت کنټرول لرو او موږ دا روښانه کړې چې کله د نړیوالو ځواکونو خبره راځي، اسراییل به پریکړه وکړي چې کوم ځواکونه زموږ لپاره د منلو وړ ندي."
هغه زیاته کړه چې دا چلند د متحده ایالاتو لخوا هم تایید شوی دی.
نړیوال ځواکونه باید د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان په چوکاټ کې کار وکړي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او ثبات لپاره کار وکړي.
حماس د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې لخوا یو ترهګریز سازمان ګڼل کیږي.
اوکراین ومنله چې روسي ځواکونه ستراتیژیک ښار پوکروفسک ته ننوتلي دي
د روسیې ځمکني ځواکونه د اوکراین ستراتیژیک ښار پوکروفسک ته ننوتلي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د دغه خبر د پخلي ترڅنګ ویلي، پوکروفسک کې وضعیت " ترینګلی" دی او د دې ښار په دننه او شاوخوا کې " تودې" جګړې روانې دي.
زلنسکي ویلي، روسیې د اوکراین په ختیځ کې دغه ښار ته ګڼ شمېر سرتیري لیږلي دي.
پرکروفسک دا مهال شاوخوا ۷ زره نفوس لري، خو پر اوکراین د روسیې د جګړې له پيل مخکې دغه ښار کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو ژوند کاوه.
د اکتوبر په لومړیو کې هم د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ادعا وکړه چې سرتیري یې د اوکراین دغه ښار ته ننوتلي، خو هغه مهال اوکراین دا ادعا رد کړې او وې ویل، روسي پوځیان یې په شا تمبولي دي.
PKK اعلان وکړ چې خپل ټول جنګیالي به له ترکیې څخه وباسي او د عراق شمال ته انتقال کړي
په ترکیه کې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) اعلان وکړ چې خپل ټول وسله وال به له ترکیې څخه وباسي او د عراق شمال ته به یې ولیږدوي. PKK همدارنګه له انقرې څخه غوښتنه کړې چې د سولې پروسې د ټینګښت لپاره اړین قانوني ګامونه پورته کړي.
PKK د یکشنبې په ورځ، د لړم یا عقرب په ۴ د عراق د کردستان سیمې په غرنۍ قندیل سیمه کې په یوه بیان کې وویل: "موږ له ترکیې څخه د خپلو ټولو ځواکونو ایستل پلي کوو."
دې ډلې یو انځور هم خپور کړ چې د اتو ښځو په ګډون پکې ۲۵ وسله وال ښکاري چې له ترکیې څخه دې سیمې ته رسیدلي دي.
PKK، چې سږکال یې په رسمي ډول خپله ۴۰ کلنه وسله واله شخړه پای ته ورسوله، په سوله ییز ډول د اوږدې مودې وسله وال بغاوت د پای ته رسولو لپاره، ډیموکراتیک سیاست ته مخه کړې ده. د ترکیې د حکومت په وړاندې د PKK په وسله والو شخړو کې شاوخوا ۵۰ زره کسان وژل شوي دي.
دې ډلې همدارنګه له ترکیې څخه وغوښتل چې د هغې پروسې د پرمختګ لپاره اړین ګامونه پورته کړي چې شاوخوا یو کال دمخه د انقرې لخوا د دې ډلې د زنداني مشرعبدالله اوجلان له خوا د سولې د وړاندیز په ناڅاپي اعلان سره پیل شوې ده.