د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

پاکستان د افغانستان پر وړاندې شل اوریزو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه


افغانستان سره د شل اوريزو سياليو لپاره د پاکستان کرېکټ لوبډله
افغانستان سره د شل اوريزو سياليو لپاره د پاکستان کرېکټ لوبډله

د پاکستان کرېکټ بورډ د شاداب خان په لوبډلمشرۍ د افغانستان پر وړاندې ۳ شل اوریزو سیالیو ته ۱۵- کسیزه لوبډله اعلان کړه.

نن دوشنبه د مارچ په ۱۳مه نېټه د پاکستان کرېکټ بورډ له لوري په اعلان شوې لوبډله کې لوبډلمشر بابراعظم، محمدرضوان او شاهین شاهد اپريدی نه‌شته.

په دې لوبډله کې شاداب خان (لوبډلمشر)، عبدالله شفیق، اعظم خان، فهیم اشرف، افتخار احمد، احسان الله، اعماد وسیم، محمد حارث، محمدوسیم، نسیم شاه، صایم ایوب، شان مسعود، طیب طاهر او زمان خان شامل دي.

دغه راز ابرار احمد، حسیب الله او اسامه میر د احتیاطي لوبغاړو په توګه اعلان شوي دي.

د پاکستان په اعلان شوې لوبډله کې اکثریت هغه نوي ځوانان دي چې، د یاد هېواد په روان غوره لیګ(پي ایس ایل) کې یې ښې لوبې کړي دي.

افغانستان لا دې سیالیو ته خپله لوبډله نه‌ده اعلان کړې، خو یوه ۲۳- کسیزه لوبډله یې په اماراتو کې په تمریناتي کمپ بوخته ده.

د ویلو ده چې دا سیالۍ به د افغانستان په کوربه‌توب د شارجه په لوبغالي کې د مارچ په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG