د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو سیالیو په نېټو کې بدلون راغلی


افغان لوبغاړی راشدخان او پاکستان لوبغاړی شاداب خان د افغانستان او پاکستان د یوې مخکېنۍ سیالۍ پرمهال
افغان لوبغاړی راشدخان او پاکستان لوبغاړی شاداب خان د افغانستان او پاکستان د یوې مخکېنۍ سیالۍ پرمهال

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۳ شل اوریزو سیالیو په نېټو کې بدلون راغلی دی.

افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې ده او دا یې د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو ګډه اعلامیه هم بللې او ویلي دي چې د 'هوک ای' ټکنالوژۍ د نشتوالي له امله یې دا نېټې بدلې کړي دي.

کرکټ بورډ وايي چې د دواړو هېوادونو د بورډونو د پرېکړې پر اساس د دې سیالیو لپاره د هر ډول اړینو نشراتي ټکنالوژیو د کارولو او موجودیت په موخه په یادو نېټو کې د بدلون په اړه هوکړه کړې.

یاده اداره زیاتوي: "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راتلونکو درې شل اوریزو سیالیو په پخوانیو نېټو کې بدلون د Hawk-Eye ټیکنالوژۍ د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی. او دغه پرېکړه له دې امله شوې چې راتلونکې سیالۍ له نشراتي پلوه د ټولو اړینو اسانتیاوو او معیارونو په شتون او غوره کیفیت سره ترسره شي."

د نوې پرېکړې پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی لوبه به د مارچ په ۲۴مه او پاتې دوه نورې لوبې به د همدې میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه نېټه ترسره شي.

د ویلو ده چې د دې سیالیو تمریناتي کمپ ته افغان لوبډلې ۲۳ـ کسیزه لوبډله هم اعلان کړې ده، خو پاکستان لا خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG