د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

حمید حسن د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی


پخوانی افغان بالر حميد حسن
پخوانی افغان بالر حميد حسن

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچوونکی حمید حسن د همدې لوبډلې د توپ اچونې د روزونکي په توګه پر دنده ګومارل شوی دی.

کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ د مارچ په ۸مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ښاغلي حسن له نړیوال کرېکټ لاس پر سر شو.

کرېکټ بورډ وايي، حمید حسن به له پاکستان سره د ۳ شل اوریزو لوبو په لړۍ کې یو ځای شي او تر لومړۍ لوبې وړاندې به ورته د مخه ښې مراسم هم ترسره شي.

یادې ادارې هیله ښودلې ده چې، د حسن په راتګ سره به د افغانستان د چټکې توپ اچونې برخه لا غښتلې او پیاوړې شي.

حمید حسن چې، د افغانستان ملي لوبډلې له جوړېدو تر دې دمه کرېکټ وکړ، کرېکټ څارونکي یې د افغانستان په چټکو توپ اچونکو کې بې‌ساری بولي.

نوموړي له ۲۰۰۹ ز کال څخه تر ۲۰۲۳ ز کاله پورې د افغانستان لپاره نړیوالې سیالۍ ترسره کړي دي.

هغه په ۳۸ نړیوالو یو ورځنیو او ۲۵ شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې ده.

ښاغلي حسن په ۳۸ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ۵۹ او په ۲۵ شل اوریزو سیالیو کې ۳۵ ویکټې اخيستې دي.

دغه راز یې په ۱۵ فرسټ کلاس او ۵۵ لېسټ ای سیالیو کې ۱۵۶ وېکټې ترلاسه کړې دي.

کرېکټ بورډ د حمید حسن له قوله لیکلي دي: "نوموړي له کرېکټ لوبې سره د مخه ښې او د ملي لوبډلې د توپ اچونې د نوي روزونکي په توګه د ټاکل کېدو په اړه وویل چې کرېکټ د نوموړي د ژوند په تېرو دوه-درې لسیزو کې لویه برخه وه او د دې لوبې پرېښودل ورته ستونزمنه پرېکړه وه. کرېکټ زما د ژوند ستره برخه ده او دا زما لپاره ډېره سخته پرېکړه ده چې له کرېکټ لوبې چې زه ورسره ډېره مینه لرم، مخه ښه کوم. زه دا پرېکړه د خپل هېواد او د خپلې ملي لوبډلې د ښه والي لپاره اخلم."

ښاغلي حسن دغه راز ویلي دي: "په عین وخت کې خوشحاله یم چې د خپلې کرېکټ ملي لوبډلې چې ما ورسره د لوبیز ژوند له هرې شېبې خوند اخیستی، د توپ اچونې د روزونکي په توګه کار کوم. ما په تېرو څو کلونو کې د خپلې ملي لوبډلې توپ اچوونکي له نږدې څارلي او هڅه به کوم چې د افغان لوبډلې د چټکې توپ اچونې برخه هم د ورو توپ اچونې په څېر پیاوړې کړم."

د ویلو ده چې حمید حسن تر دې وړاندې هم په څو سفرونو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د توپ اچونې د روزونکي په توګه پاتې شوی دی او د دې ترڅنګ یې په نړیوالو سیالیو کې د مبصر په توګه هم برخه اخستې ده.

XS
SM
MD
LG