د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د کرېکټ د نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې راشدخان يو مقام راښکته شوی دی


 افغان بالر راشد خان
افغان بالر راشد خان

د کرېکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان یو مقام ښکته راغلی.

ای‌سي‌سي تازه درجه بندي پرون اعلان کړې.

خان اوس په ۶۹۴ امتیازونو د شل اووریزو لوبو د بالرانو په کتار کې دویم ځای خپل کړی.

راشدخان چې مخکې په ۶۹۸ نمرو ډېر وخت په اول مقام کې پاتې شوی و، ځای يې سریلانکايي واننډو هسرانګا نیولی دی.

مجیب الرحمن هم د شل اووریزو په بالرانو کې له اتم مقامه لسم ته ښکته شوی.

اخوا بیا په الرونډروانو کې هم محمد نبي عیسی خېل هم له دویم مقامه دریم ته ښکته شوی دی.

XS
SM
MD
LG