د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

کرېکټ؛ سبا د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلیږي


عکس: افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال
عکس: افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پرمهال

په پام کې ده چې د افغانستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې سبا په خپلو کې د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.

د دې لړۍ لومړۍ لوبه به سبا پنجشنبې د ماښام په شپږنیمو بجو د ابوظبي په مرکزي لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوهمه لوبه به د فبروري په ۱۸مه او دریمه او وروستۍ به یې د فبروري په ۱۹ مه نېټه ترسره شي.

د څارونکو په باور په دې لوبلړۍ کې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د ملي لوبډلې د بریا چانس ډېر دی.

XS
SM
MD
LG