د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

رسنۍ: تمه ده شارجه لوبغالي کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چيانو ځايونه جلا شي


ارشيف
ارشيف

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده په شارجه سټډیوم کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چیانو ځایونه سره جلا شي.

جنګ او جیو ټي وي راپور ورکړی چې د شارجې د سټډيوم مسوولینو دوی ته تایید کړې چې د افغان او پاکستاني ننداره چیانو د احتمالي لانجو د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.

تر اوسه پورې د شارجې د سټديوم منتظمینو او د متحده عرب اماراتو کرېکټ بورډ په دې اړه رسماً څه نه‌دي ویلي.

تمه ده د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي ټیمونه د مارچ په وروستیو کې د شارجې په نړیوال سټډيوم کې درې شل اووریزې لوبې وکړي.

تېر سپټمبر د اسیا کپ پر مهال د افغان او پاکستاني ننداره چیانو تر منځ په سټډیوم کې دننه سخت اخ و ډب رامنځته شو.

د راپورونو له‌مخې د شارجې پولیسو څه باندې درې سوه افغان ننداره‌چیان او لسګونه پاکستانیان تر دې پېښې وروسته نیولي وو.

د افغانستان د کرېکټ ملي ټيم لوبغاړي دمګړۍ په اماراتو کې دي او تمه ده همدا پنجشنبه له کوربه هېواد سره خپلې درې شل اووریزې لوبې پيل کړي.

XS
SM
MD
LG